ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Kabul > Science, Technology & Engineering > Eng Abdullah Jamal

Eng Abdullah Jamal

(0 Rate)
+93700306131
(0 Rate)
+93700306131

About :

this page will be available for Enginnering services
ADVERTISEMENT

Contact:

+93700306131

Other Information

Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-12-30

د يوي ساحي مساحت پيداکول: nپه ساختماني سروي کي يو ډيره ګټوره او په زړه پوري موضوع ده. nتخنيک او ټکنالوجي په دي موضوع کي انجينرانو لپاره يوه ستري اسانتياوي رامنځنته کړي او هغه دا چي په ټوټل سټيشن سره يي د دوه ګوني انټيګرال استعمالول تر ډيره حده اسانه کړي ، nسوال : څنګه کولاي سو چي د يوي ساحي مساحت په ټوټل سټيشن سره تر سره کړو ؟ nجواب : په ټوټل سټيشن باندي مونږ دوه ډوله مساحتونه پيداکولاي سو ، n۱: د منظم هندسي شکلونو د مساحت پيداکول n۲: د غيري منظم هندسي شکلونو د مساحت پيداکول nپه ياد بايد ولرو چي په دواړو طريقو سره بينچ مارک (BM) موجوديت ته ضرورت لرو، n۱: لومړي طريقه په داسي ډول تر سره کيږي چي په ساحه کي ماشين په يو ثابته نقطه کي سيټ او يا ځاي پر ځاي کوو n۲: ماشين د برابرولو وروسته مينيو (Menu) ته ځو او په مينيو کي دري افشنه ورکوو n۱: F1 = Programn۲: F2 =Grid factorn۳: F3= I laminationnادامه ...

ADVERTISEMENT

2021-11-02

اوله برخه nد ښو او کيفيت لرونکو سيخانو ځانګرتياوي : nهغه ساختماني سيخان چې کولاي سو په پلونو، پلچکونو، او يا په کانګريټي استنادي ديوالونو ور څخه استفاده وکړو بايد د لاندي ځانګرتياو او خصوصياتو درلودونکي وي، n۱: د زنګ څخه پاک وي n۲: سيخان درست، راست او مستقيم وي او کوږوالي ونه لري n۳: په تيلو، مبلايلو او ګريسو ککړ نه وي n۴: د خاورو او دړو څخه پاک وي n۵: د کږولو او خم کولو ښه وړتيا او قابليت ولري

ADVERTISEMENT

2020-07-12

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)nپلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانکړتیاوې په تړون کې ولیکي .د پلستر مشخصات لپاره ځنی اړینی سپارښتني .nد پلستر عمومي مشخصات په لاندې ډول دي :n1) پلستر د ساختمان وروستی پوخ دی کوم چې معماري کار خوندی کوي او ښکلا ور کوي .هغه همدارنګه د ودانۍ روغتیا ساتنې شرایط لا ښه کوي .n2) پلستر له شروع څخه مخکي له سطحې څخه هر ډول اضافي شیان ،ګرد او ناپاکي باید لیری کړل سي .n3) که په سطحه یا هم دیوال کې جینټ ورکول سوی وي هغه پاک سي او راښکاره کړل سي .n4) پلستر کیدونکې سطحه د پلستر له شروع څخه مخکي د 24 ساعتونو لپاره لمده وساتل سي .n5) د سطحې د لمدولو او مسالې لپاره هغه اوبه وکارول سي چې د څښلو وړ وي .n6) د پلستر له شروع څخه مخکي د دروازو ،کړکیو ،بریښنایی وسایلو ،نلدوانۍ سامانونو سستې برخې کلکې کړل سي او نټونه یې او میخونه یی له سره ټول چیک سي .دا باید نظر نقشو ته وکتل سي.n7) له دروازو او بریښنايي وسایلو سره نژدې پخواني سیمنټو غیر ضروري نښتې مسالې رالرې سي .n د پلستر په مساله کې ښه کیفیت لرونکې شګه او ښه کیفیت لرونکي سیمنټ وکارول سي .n9) د مسالې نسبتونه کیدای سي (1:3) ،(1:4) او یا هم (1:6) وي ،د ساختماني کار له غوښتنو سره سم .n10) د پلستر پیړوالی د ساختماني کار له غوښتنو سره سم غوره سي.n11) په سطحه باندې ګوندې (BUNDAS) ورکول سي چې له دوه تر درې انچه پورې قطر ولري .n12) که سطحه ډيره ناهمواره وي نو هغې لپاره په ټيټو برخو کې مساله ورکول سي او بیا له 3 تر 4 پورې همداسې پریښودل سي تر څو چي کلک سي ،خو په ورته وخت کې باید اوبه ورکول سي.n13) پلستر باید له بره پیل او مخ ښکته فرش لورته دوام ورکول سي.n14) که د پلستر پیړوالی له 15mm څخه زیاتیږي نو باید په درې پوخونو کې کې پلستر ورکول سي .او که له دې څخه کم وي دوه پوخه کې پلستر ورکول کیږي.لومړی پوخ ته یې (undercoat)او دویم ته یی (finishing coat) وايي .n15) په under coat کې معمولا د مسالې نسیت 1:5 وي .یعني 1 سیمنټ او 5 شګه او په finishing coat کې 1:2 وي .n16) د پلستر لومړی پوخ (COAT) ورکول کیږي.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2020-07-06

دریمه برخه ... n6) حرارتي کارکردګي . (Thermal Performance)nد عایق طبقو ترمنځ باید تش ځای پاتې کیدو مخنیوی وسي او د ځای پر ځای کیدو مخکي او وروسته باید ترخپله وسه پورې وچ وساتل سي.که په لوړه کچه عایق کاري غوښتل سوې وي نو بیا باید پوره منځ خالي دیوالونه جوړ سي.ددې لپاره چې پوره حرارتي کارکردګي ترلاسه سي،نو د تولیدونو لخوا باید لازمې لارښوونې ترلاسه سي څو د نصب پر وخت وکارول سي.n7) د حرکت اخستل . (Movement Accommodation)nمهمه ده چې په خښتکارۍ کې د آټکل کیدونکی حرکت د اخستو لپاره د حرکت جینټ په مناسبو برخو کې ورکول سي ځکه معمولا له کلی خاورې څخه جوړې خښتې په 1m کې 1mm حرکت کوي په خدماتي ژوند کې په جینټونو کې باید تخته کیدو وړ مواد باید وکارول سي او ښه ماهر کاریګر لخوا باید جوړسی .او د جینټونو پوره تشریح باید ورکول سي .n8) سوري : Holesnپه خښتکارۍ کې سوري د کار پرمهال د پام وړ ستونزه پیداکوي ،نو باید دسوریو موقعیتونه په نقشو کې روښانه رسم سي.

ADVERTISEMENT

2020-07-05

آیا پوهیږي لومړنې مسلمان انجنیر څوک وو؟ nپیږنده ... nلومړنې مسلمان انجنیر فضل الرحمن خان چی استاد عبدالرحمن خان زوی په کال (1929)/ اپریل/4 د بریتانوی هند بنګال په جمهورت اوسنی بنګلدیش د بهاندریکاندی په کلي کی زیږیدلي دي.n(1)زده کړی...nخان لومړي زدکړي د ډاکا په ښار ارمنیټولا عالی لیسه کې کړي وروسته یې د بنګال انجنیری او ساینس پوهنتون کی خپلی زدهږکړي شروع کړي او تر لسانس سند تر اخیستلو پوری کړیدي د ډیر کوښښو څخه وروسته یی فلوبرايټ سکالرشیپ تر لاسه کړ (1952) کې امریکا ته ولاړ هلته یی په ایلنیوس پوهنتون کې تر درو کلو وروسته دوی ماسټړی په مختلفو بخشو کې (1) ساختماني انجنیری (2) او بل یې په ماشین جوړولو کې وکړي او یوه PHD یی په ساختماني انجنیری کې کړیده. n(2)کارونه ...nمختلیفو شرکتو کی یی په (1955) د امریکا ایالت چیکاګو کی د (skidmore),(owings) او (Merril) سره د مهندس په شکل کارونه تر سره کړی وروسته خان د لوړ پوړیزو تعمیراتو لپاره ځنی اغیزمن طرحی او ډیزاینونه جوړه کړل چی څنګه کولای سو په اغیزمن ډول مواد مهندسی تعمیراتو کې و کارول سي.n(4)ډیزاین...nخان زیات لوړ پوړیزه تعمیرات ډیزاین کړي چې لاندی یې یاداوري سوي، nلومړنی تعمیر یي په چیکاګو کې تونل شکله ساختمان ډیزاین کړ چې د Chestnut De - Witt apartment Building په نامه مشهوره وو او (1960) څخه (1970) کلونو کې یي په چیکاګو کې(Hancock center) په نامه 100 سل پوړیزه تعمیر او (Sears tower) په نامه 110 پوړیزه تعمیر چې بیا نوم Willis tower ته تبدیل کړ چی د نړی یو لوړترین تعمیر وو. nnژباړه او لیکونکي:- انجنیر عبدالله (جمال)

ADVERTISEMENT

2020-06-25

دوهمه برخه n3) مداومت : Durabilitynددي سپارښتنه کیږي چې خښتې نظر د ښکاره کیدو درجې ته په پام کې نیولو سره د هغې مداومت ته غوره سي. د خښتو تولیدونکي د مسالې مقاومت نظر د خښتې مقاومت ته سپارښتنه کوي او په ګوته کوي چې کوم ډول مساله باید وکارول سي.که د مسالې مقاومت نظر خښتو ته ټیټ وي د دیوال شاخوا هر ډول حرکت به په مساله کې درزونه منځ ته راوړي.د خښتو او مسالې ترمنځ مقاومت ته باید پوره پاملرنه وسي او له یخ وهلو وساتل سي.ددې لپاره باید د اوبو عایق وکارول سي.nn4) ساختماني کارکردګي . Structural Performancenد ساختمان کارکردګي دیوال په اتکا سوو برخو په اساس وي لکه سرتاقونه ،د الماریو کنجونه،منځ خالي دیوال تړونکي ،هنګرونه او نور .دا ټول باید په سم ډول ځای پر ځای سي.خښتکاري باید په یوه ورځ کې له 1.5m زیات لوړوالي کې ترسره نه سي .nn5) د هوا ضد - Weather-Tightnessnډیری وخت د عایق په توګه دیوال منځ خالي جوړیږي.د داخلې منځ خالي دیوال د هوا ضد خاصیت د منځ خالي والي په اصولو پورې اړه لري کوم چې د هوا تیریدو پر وړاندې د یو خنډ په توګه کارکوي.له یو لوړوالي څخه د مسالې راغورځول منځ خالي برخې اغیزمنتیا راکموي .نو د خښتې منځ خالې برخه باید له مسالې اچولو وړاندې پاکه کړل سي.او وروسته مساله واچول سې همدارنګه د خښتو ترمنځ درزونه باید پوره ډک سي ځکه دا درزونه ددیوال د هوا-ضد خاصیت کې مهم رول ادا کوي .nآدامه ...

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2020-06-23

لومړي برخهnد ښې خښتکارۍ لپاره سپارښتنې . n(Recommendations for Good Brick Masonry)nخښتکاري د ساختمان جوړونې یوه مهمه برخه ده نو ځکه د خښتکارۍ په وخت کې د هغې ټولو پروسو ته پوره پام وسي .دلته یو شمیر سپارښتنې سته چې د ښې خښتکارۍ د لارښود په توګه باید په پام کې ونیول سي لکه دقت ،د منلو توپیر ،ښه ښکاره کیدل ،مداومت ،ساختماني کارکردګي ،د هوا ضد ،تودوخې پر وړاندې کارکردګي او د حرکت اخستل.nد خښتکارۍ لپاره سپارښتنې .n1) دقت او منلو توپیر: (Accuracy and Tolerances)nپه لوړه کچه سپارښتنه کیږي چې خښتکارۍ د ساختماني چوکاټ ،ورکول سوو خالیګاوو ،ورڅیرمه عناصرو او د ښایست نورو غوښتنو ته په پام کې نیولو سره د دقت غوښتنې ترتیب سي .د خښتکارۍ په وخت غوښتنه داده چې دکار له پیل وړاندې باید ټول کارونه په یو لین او لیول کې برابر سي .nکله چې د خښتکاري کارونه ترسره کیږي باید په اتکايي برخو کې او د الماریو په کنجونو کې ډیراحتیاط وسي .په هغه ځای کې چې لوړ کیفیت خښتکارۍ ته ضرورت وي نو کیدای سي دوه کتاره خښتې سرپر سر کیښودل سي .په دې سره به د خښتو ماتول راکم سي او هم به غوښتل سوو خالیګاو سره په بره دیوال کې پیوند سره برابر سي .nn2) ښه ښکاره کیدل . (Appearance)nد کلی خاورې پخې خښتې په بیلابیلو سایزونو پیداکیږي ،نو ځکه باید د خښتکارۍ په وخت پوره ماهرګلکار خښتکاري وکړي او ډیرې پاملرنې ته اړتیا ده څو په سمه توګه یی ځای په ځآی کړي .په خښتو کې د سایز دا متغیر والی کیدای سي ددې لامل سي چې سم شاقولي نه سي او د جینټونو ترمنځ (10mm) دقت ترلاسه نه سي .که چیرې اړتیا وي څو د خښتو بستر او څنګ جینټونو دقت ته په پام سره د ښایست له امله ضرور وي نو باید دکلی خښتو پرځای دقیق کانکریټي بلاکونه وکارول سي ،که خښتکاري په سمه توګه عمودې ترسره سي او خښتې په سمه توګه ځای پر ځای سي دیوال ته ډیر ښایست ورکوي .تازه خښتکاري سوې ساحه باید له باران ،یخ وهلو او نورو هغو فعالیتونو خوندې وساتل سي چې خښتکاري اغیزمنوي.نو ځکه باید ټول اضافي مواد او تختې د خښتکارۍ له ساحې څخه د ورځې په پای کې لرې سي .nآدامه ...

ADVERTISEMENT

2020-06-18

دوهمه برخهnد مات سوو کانکریټو او غټو درزونو ترمیم .n( Repair of Large Cracks and Crushed Concrete)nد فشاري پیچکاري کولو او ګروت په واسطه د غټو درزونو چې پلنوالی یې له (5mm) څخه زیات وي نو د ماتو سوو کانکریټي او معماري کارونو ترمیم نسي کیدای.د غټو درزونو او ماتو سوو کانکریټو د ترمیم لپاره لاندې پروسیجر باید وکارول سي.n1. د مات سوو کانکریټو او درزونو سطحه باید پاکه سي او ټول سست مواد ځنې لرې سي،بیا د ژر ځان نیونکو سیمنټو مسالې دوغې په واسطه ډک سي .n2. که چیرې درز غټ وي نو بیا دي د ساختمان دواړو طرفونو ته د V شکل جر په کشې ووهل سي .n3. هغه درزونه چې ډیر غټ وي نو ډکوونکې مواد لکه د تیږې چپس (stone chips) دي په کشې واچول سي .nn4. که چیرې ساختماني عنصر ډیر زیانمن سوی وي اضافي اوږد او عرضي سیخان باید ورکول سي ،د اړتیا له مخې که چیرې ضرورت وو د سیخانو د زنګ نیونې د مخنیوي لپاره دایپوکسې موادو قشر (epoxy coatings)او یا هم پولیمر مساله و کارول سي.که درز سوي عنصر سلب یا دیوال وي د عنصر دواړو طرفونو ته باید جالۍ په شکل سیخان ورکول سي .دا جالي به له ساختماني عنصر سره ککله ونښلول سي .nn5. ددې لپاره چې درزونو د لا پراخیدو مخنیوی سوی وي ،دا درزونه باید سره وګنډل(stitching) سي ،د ګنډولو لپاره ددرز دواړو خواو ته د 6mm څخه تر 10mm قطر سره سوري ایستل کیږي او دا سوري سره نښلول کیږي .د درز ګنډل ساختماني عنصر مقاومت نسي زیاتولی بلکي همدومره کولی سي چې د درز د پراخیدو مخه ونیسي .

ADVERTISEMENT

2020-06-15

لومړي برخه ... nپه کانکریټو کې د کوچنیو او غټو درزونو ترمیم: n(REPAIR OF SMALL AND LARGE CRACKS IN CONCRETE)nپه کانکریټو کې د کوچنیو ،منځنیو او غټو درزونو ترمیم ددې لپاره غوښتل کیږي چې د زیانمنو سووو کانکریټي عناصرو مقاومت او مداومت تقویه او د لومړي حالت غښتلتیا بیرته ترلاسه کړي .په اوسپنیزکانکریټي او معماري ساختمانونو د کوچنیو او منځني حد درزونو شتون د ډیزاین بارونو په اخستو کې د هغو مقاومت راکموي .نو د اصلي حالت او ډیزاین مقاومت د بیرته ترلاسه کولو لپاره د ساختماني عنصر د درزونو پر وخت ترمیم ډیر اړین ګڼل کیږي . د کوچنیو او منځنیو درزونو کار له دې پیلیږي چې لومړی د کانکریټي عنصر خطرناکې زیانمنې سوې برخې په نښه او د زیان کچه یې معلومه سي . دا درزونه کیدای سي د دوغې د پیچکاري کولو(injecting) یا کیمیاوي ګروت او یا هم جاکټ ورکولو له لارې ترمیم سي .هغه درزونه چې پلنوالی یې له 0.75mm کم وي په اغیزمن ډول د ایپوکسې د فشاري پیچکاري کولو په واسطه ترمیم کیدای سي .ترټولو لومړی باید د عنصر له د درز سره نژدې برخه باید پاکه شي ،ټول سست او بې ځایه شوي مواد لرې او د د درز په اوږدو کې په یو معلوم انتروال سره د پیچکاري د ایښودو لپآره پلاستیکي حلقي پورتونه(port) د ساختماني عنصر په ټول پیړوالي کې ځای په ځای سي .دا پورتونه د عنصر په دواړو خواو کې ځای په ځای سي او دایپوکسي موادو په واسطه خوندي سي. کله چې ایپوکسي مواد سخت سي ،لږ سلیښت ناکه (viscosity) ژاوله (resin) مواد په پورتونو کې پیچکاري سي داسې چې د پورت له ښکته برخې پیل او مخ پورته راسي .پورت کې د موادو پیچکاري کول ترهغې دوام کوي څو چې د ورڅيرمه پورت له بل طرف څخه مواد وبهیږي .بیا په دې پورت کې پیچکاري کول بندیږي او بل پورت کې پیل کیږي .nnدې پروسو ته ترهغې دوام ورکول کیږي څو چې ټول پورتونه او درزونه له مسالې څخه ډک سي .دا میتود د هر ډول ساختماني عنصر لپاره لکه بیم ،پایې ،دیوالونه او سلبونو لپاره کاریدای سي .په دې میتود سره په معماري کارونو کې هم درزونه ترمیم کیدای سي. nآدامه ...

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT

Similar Places:

Dev Point is an initiative of Nexus Point to provide...
دوستان با لایک نمودن این پیج میتوانید تا از جدید...
Make it happen
ADVERTISEMENT
د عالم او کائنات او د آسمانې پديدو او اجسامو...
ADVERTISEMENT
Agricultural Mechanization in Afghanistan Page will provide information about new...
این صفحه در حوزه فیزیک، متافیزیک، کیمیا و ریاضیات فعالیت...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT