ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Kabul > Interest > Dr.idrees yousafi

Dr.idrees yousafi

(17 Rate)
+93788824244
(17 Rate)
+93788824244

About :

Dentist. M.D.ستوماتلوک
ADVERTISEMENT

Contact:

,00000
+93788824244
-0.0022829640494023, -0.0018546782600066
ADVERTISEMENT

Other Information

Categories:

Interest
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2022-02-23

د غاښونو #توروالی یا سوری کیدل(Cavities)nد غاشو توروالی د تل لپاره ستاسو د غاښ په ساحه یا شاوخوا برخو کی‌ زیانونه رسوی چی پایله کی کوچنی سوریان پیدا کیژی.nد نریوال روغتیایی سازمان(WHO) تایید کری چی په نری کی شاوخوا 60 - 90% ماشومان د غاشونو توروالی لری.nاو په ټوله نړۍ کې نږدې 100% لویان (adults) د غاښونو توروالی لري.nnد غاشونو د توروالی (Cavities ) #عاملونه n¤ د غاښونو سوری کیدل یا غاښونو توروالی د هغه څه له امله رامینځته کیږي چې تاسو یې مصرف کوئ(غذایی توکی)n¤ باکتریا کوم چی ستاسو په خوله کې ژوند کوي.n¤ د شکري څښاک مصرف.n¤ په دوامداره توګه د سګرټ استعمال.nnمګر تاسی څنگه پوه شی چی تاسی د غاشونو #Cavities لری ؟n ځینې ​​#نښې شتون لري چې باید تاسو څخه غوښتنه وکړي چې خپل ډاکټر ته د لیدنې لپاره ولارسی.nn1 د غاښ دردn2 حساسیتn3 ناڅاپه درد د خورو یا څشلو د یخ شی یا د خواژه شی له ماله.n4 ستاسو د غاښونو په سطح کې موجود سوریان یا توروالی.n5 د غاښونو داغونه یا ( Stains )n6 د خوراک په وخت کی درد.nn توروالی یا Cavities #مخنیویnn¤ د دیرو شیرنی‌ باب نه استعمال.n¤ د غاشونو د برس استعمال دوه ځله په ورځ کی د 2 دقیقو لپاره (سهار او ماشام)n¤ د غاشونو د تار یا (Dental floss) استعمال حداقل په ورځ کی یو ځل.n¤ د خپل غاښونو ډاکټر لخوا د فلورایډ درملنه.n¤ د خپل خوله پریمنځل په پاکو اوبو کله چی برس ته لاس رسی نه وی.n¤ د دیرو اوبو استعمال د ورځ په اوژدو کی.n¤ د غاشونو جرم یا (Plague) لیری کول د خپل د غاشو داکتر پواسطه.n¤ هر 6 میاشت د خپل د غاشونو داکتر ته تلل د چک آپ لپاره.

ADVERTISEMENT

2022-02-22

دماشومانو دشیدو یا شیری غاښونو د ایستلو تاوانونهnدغاښونو ډاکټران په دی باور دی چی دماشومانو دشیدو غاښونو مراقبت اوساتنه ډیر زیات اهمیت لری او دی نقطی ته باید دوالیدینو له خوا جدی پاملرنه وشی ترڅو لاندی خطرونه چی ددی غاښو دایستلو څخه منځته راځی مخنیوی وکړای شو.nدشیدو یا شیری غاښونه اصلا ددایمی غاښونو دراختلو لپاره یوه الګو یا نښانی ده ترڅو ددی سالمه ساتنه ددایمی غاښونو دصحی اومنظمو راختلو ته لاره هواره کړیnمتاسفانه زمونږ په جامعه کی زیات خلګ کله چی یی دماشومانو دشیدو په غاښونو درد شی داکتر ددی لپاره مراجعه کوی ترڅو نوموړی غاښ تری وباسی حال دا چی کیدای شی والیدین یی دښکلو په ضرر باندی ناخبره وی کوم ضررونه چی دشیدو غاښونو دایستلو څخه منځته راځی په لاندی ډول دی.n۱:دخوړلو په وخت دژوولو ستونزهn۲:په خبری کولو یا تکلم کی مشکیل پیدا کیدلn۳:دغاښونو دکوږوالی سبب چی کیدای شی دددایمی غاښ دراختلو لپاره دشیری غاښ دایستلو په صورت کی کومه مانعه رامنځته شی لکه دورۍ زیات تراکم دمجاور غاښ کوږوالی ددی سبب ګرځی ترڅو دایمی غاښ په غیر منظم ډول سره خروج وکړیn۴:دژامی دهډوکی فورم یاشکل هم ددی غاښو دایستلو په صورت کی تغیر کوی.nنو والیدین کولی شی ترڅو دغاښونو داکتر ته دمراجعی په صورت کی داطفالو دغاښونو دساتنی او مراقبت په اړه لازم معلومات ترلاسه کړی او دایستلو په صورت کی باید ددایمی غاښ دراختلو لپاره دمخصوصی الی په واسطه فاصله وساتله شی چی په تصویر کی یی لیدلی شی.

ADVERTISEMENT

2021-12-25

د #افغانستان د باميانو اصلي اوسيدونکې ډاکټرې شکردخت جعفري چې اوس په لندن کې ژوند کوي، له اروپایي ټولنې سره خپله دویمه اختراع ثبت کړه.nهغې یوه تهري ډي وسیله جوړه کړې چې د انسان په بدن کې د سرطان د درملنې لپاره د شعاعګانو اندازه سنجوي.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-12-09

د نړۍ ۷۵ سلنه خلک غاښونه په غلط ډول برس کويnnپاک غاښونه لرل د ښایست تر څنګ، د انسان د روغتیا لپاره هم ډېر مهم او حیاتي ارزښت لري، خو پر دې پوهېدل هم اړینه خبره ده، چې د غاښونو د بورس کولو یا مینځلو لپاره کوم وخت تر ټولو ښه دی؟nروغتیاپالان وايي: که د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي،نو له ډېرو نارغیو به په امان پاتې شو، ځکه د انسان بدن ته ۹۰ سلنه مېکروبونه د خولې له لارې دنننه کېږي، چې د خولې په پاکۍ سره د ډېرو ناروغیو مخه نیسو.nیو څه بل ته چې باید پام وشي، هغه دا ده چې مونږ کې ډېری دا عادت لري، وروسته له ډوډۍ په غاښونو کې لرګې یا خلکی ووهي. دوی داسې ګمان کوي، چې په دې کار سره یې غاښونه پاکېږي، خو د دې کار په کولو سره مو د غاښونو روغتیا ته تاوان رسېږي، او اورۍ مو هم زخمي کېږي.nپه ورته وخت کې روغتیاپالان وايي، چې له خوراک او څښاک څخه وروسته سمدستي د غاښونو بورس کول غاښونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.nکه مو ګاز لرونکي څښاک پسې سمدستي غاښونه بورس کړل، نو توان به مو کړی وي.nروغتیاپالان د غاښونو مینځلو لپاره سهار او ماښام وختونه ګټور بولي، دوی ټینګار کوي چې غاښونه باید له خوراک او څښاک څخه نیم ساعت وروسته بورس شي.nد دې تر څنګ باید د غاښونو د مینځلو طریقې ته باید پام وشي. ځکه یوه سروې دا ښیي، چې د نړۍ ۷۵ سلنه خلک غاښونه به غلط ډول بورس کوي. روغتیاپالان دا زیاتوي، چې غاښونه باید په دایروي ډول بورس کړو. د غاښونو بورس کول باید له دوه تر درېیو دقیقو پورې وي.nهغه لاملونه چې د غاښونو د خرابوالي سبب ګرځي، ځینې یې په لاندې ډول دي:n۱ـ د نوکانو زبېښلn۲ـ د ګاز لرونکو انرژی ګانو څښلn۳ـ د نشه‌یي توکي کارولn۴ـ په غاښونو د سختو شیانو ماتول

ADVERTISEMENT

2021-12-08

داودزی معلجوی روغتون ستاسی د لا ښه روغتیا په هیلهnnدغاښونو په څانګه کی nد ساری ناروغیو د پرمختګ د مخ نیوی لپاره مو ناروغانو ته لا ښه سهولتونه برابر کړی او د لا نورو هڅه کوو nیادونه:د هر مریض لپاره د یو بار مصرف سامان استعمال او همدارنګه د خولی په جوف کی استعمال شوی طبی سامان د میکروبی کیدلو د مخ نیوی لپاره مو ماشین (Autoclave) عرضه کړی تر څو ستاسی روغتیا سالمه اوسی nسالم غاښونه روغ صحتn0093788824244

ADVERTISEMENT

2021-10-06

د خولې د بد بوی عوامل او د درملنې لارې چارېnnد خولې د بدبويي ( Bed Breath\Halitosis) ډېر لاملونه دي، nپه روژه کې عموماً د خوله بوی ځکه زيات وي، چې د وجود مايعات کم وي، خوله وچه وي او په خوله کې لاړې کمې وي. اکثره خلکو ته د خپل ځان مالومات نه کيږي، چې له خولې يې بوی ځي او که نه؛ خو هغه کسان چې ورسره سروکار لري؛ هغوی يې حس کوي، ممکن هغوی يې له نزاکت او شرم له وجې څه ورته ونه وايي.nد خولې د بدبويي لاملونه:n۱ــ بېلابېلې بکترياوې، چينجن غاښونه، د اورۍ او ستوني تکليفونه، د مايعاتو کمی، د هوږې، ګندنې، خامو پيازو، چکني او اچارو خوراک او داسې نور.n۲ــ کله چې خوراک وکړو، د غاښونو په منځ کې د خوړو پاتې شوني هم بدبويي رامنځته کوي. هغه پاتې شوني خوړو سره بکترياوې وده کوي، چې پای کې هم د خولې بدبويي رامنځته کيږي او هم مو غاښونه نور هم پسې چينجن کيږي.n۳ــ له دې پرته د ټانسلونو په ستوني کې د زياتي غوښې له امله هم بدبويي رامنځته کيږي.n۴ــ په روژه کې کوښښ پکار دی، چې زيات مايعات واخلئ، ځکه د مايعاتو کمی مو د خولې بدبويي زياتوي. که د ورځې کريم او برس نشئ کارولئ مسواک کارول جايز دي، د شپې له ويده کېدو وړاندې او همداسې د پسيمي په وخت کې ارو مرو خوله برس کوئ، هڅه وکړئ چې د غاښونو سربېره مو پر ژبه هم برس او کريم ووهئ.n۵ــ له شرابو، سګرټو، نصوارو او نورو نشه يي توکو له استعمال څخه هم د خولې بدبويي پيدا کيږي. دا چې د نشه يي توکو نور زيانونه څه دي، په دې ډېر خبرې کېدای شي؛ خو اوس به يې دومره يادونه وکړو، چې د زړه، سږو، سرطان او تنفسي سستم اکثره ناروغۍ د همدې له امله رامنځته کيږي.n۶- د معدې له السر، زیات تېزابیت او د هیلیکو باکټیریا له امله هم د خولې بد بوی وي.nڅنګه وپوهيږو چې له خوله مو بدبوی کوي که نه؟nکه مو په خوله کې لاړې ټينګې او کمې وې، خوله مو وچېدله، د ژبې پر سر مو سپن رنګې طبقه وه او يا مو نشه يي توکي کارول؛ نو پوی شئ چې خوله مو بدبويي لري.nدرملنه:n۱ــ غاښونه مو هر وخت برس يا مسواک کړئ.n۲ــ د ستوني يا تنفسي ناروغيو په وخت کې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.n۳ـــ که مو غاښونه تور او چينجن وو، ډک او پاک يې کړئ.n۴ــ د شپې زيات خوراک مه کوئ.n۵ـــ مايعات زيات اخلئ.n۶ــ نشه يي توکي مه کاروئ.n۷ــ هر وخت کوښښ وکړئ چې د غاښونو د پريمينځلو ځانګړي لوشن غرغره کړئ، له دې سره به مو هم غاښونه پاک وي، هم به مو ستونی نه مکروب کيږي او هم به مو خوله بوی نه کوي. که نور نه وي، هايدورجن پيروکسايد له مناسبه اندازه اوبو سره ګډوئ او بيا يې په خوله غړوئ.n۸ــ د ژاولو ژوول مو هم د خولې بوی ورکوي، هم مو غاښونه پاکوي او هم مو هاضمه جوړوي.n۹ــ د نعنايا پودينه ژوول او خوړل هم د خولې بوی ورکوي او هم هاضمه جوړوي. اکثره د غاښونو په کريمونو کې له پودينې څخه ګټه اخيستل کيږي.n۱۰ــ د لونګو او ايل ژوول مو هم د خولې بدبويي ورکوي او هم د هاضمې په جوړولو کې مرسته کوي.n۱۱ـــ ويټامين سي لرونکي خواړه؛ لکه مالټه، ليمو او نور… مو هم خوله لمده ساتي او هم مو د خولې بوی ورکوي.n۱۲ــ ګشنيز يا دڼيه هم د غاښونو بدبويي ورکوي، ګشنيز اورۍ روغې ساتي او د غاښونو له توريدو مخنيوی کوي، د يوناني طب له مخې ګشنيز په طبي بوټو کې حسابيږي، وچ او سوړ طبېعت لري، همدا رنګه د ميندو شيدې هم زياتوي، له دې پرته د غاښونو د درد د ارامولو لپاره دګشنیزو تخم يا دانې ژوول ګټه کوي.n۱۲ـــ په روژه کې مو که خولې بوی کاوه، له پیشلمي وروسته مو ارو مرو غاښونه او ژبه برس کړئ، کوښښ وکړئ چې د ښه کيفيت کريم استعمال کړئ. کوچنۍ ټوټه ادرک يا زنجبيل وژويئ، يو څو شېبې يې اوبه په خوله کې پرېږدئ، له دې وروسته بيا خوراک مه کوئ.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-09-26

ماشومان او د غاښونو مينځل؛ کله او څنګه؟nnزموږ د ټولنې په ډيرو لوستو او نا لوستو کورنيو کې دا خبره کېږي، چې د ماشومانو غاښونه په برس او کَرْيم مه وينځی، چې وروسته يې غاښونه درد کوي، يا کمزوري کېږي او يا ورۍ خرابېږي. خو په نورې نړی کې کيسه داسې نه ده، هلته څيړنې شوي او زموږ د ټولنې د څيړنو! بر عکس يې بل څه تر لاسه کړي.nnهووارډ رينسټين د کاليفورنيا په انسينو کې د ماشومانو د ناروغيو متخصص وايي” کله چې د ماشومانو سپين مرواريد رنګي غاښونه را ووځي/ښکاره شي، بايد په وينځلو او پاکولو يې پيل وشي”. د ډيری ماشومانو غاښونه د څلورمې او شپږمې مياشتې تر منځ را وځي/ښکاره کېږي او د ځېنو ماشومانو غاښونه تر څلور مياشتو وړاندې او د ځينو تر شپږو مياشتو وروسته را وځي/ښکاره کېږي. دلته په دې لنډ بحث کوو چې:nnد ماشومانو غاښونه کله او د ورځې څو ځل ووينځل شي؟nnڅنګه او په کومې طرېقې ووينځل شي؟ او،nnد ما شومانو غاښونه په کوم ډول کَرْيم ووينځل شي!؟nnډاکټر هووارډ وايي” کله چې په لومړي ځل د ماشومانو غاښونه راووځي، بايد د ګازو/ململ يوه پاکه ټوټه په اوبو لنده شي بيا د ماشومانو غاښونه پرې پاک شي، او دغه چاره بايد په ورځ کې دوه ځل تکرار شي”.nnد وخت په تېرېدو سره د ماشومانو غاښونه يو بل پسې راوځي، او کله يې چې شمېر څوو ته ورسېد، بيا به کوښښ کېږي چې د غاښونو داسې برس وکارول شي، چې دوه يا درې کتاره نرم وېښتان/Bristles ولري. غاښونه بايد په ورځ کې دوه ځل يعنې سهار له را ويښېدو وروسته او ماښام له خوب وړاندې ووينځل شي. هر څومره ژر چې د ماشوم د غاښونو وينځل پيل شي، هومره ژر ورسره عادت کېږي، او کله چې په خبرو راځي بيا به د کورنۍ غړي هڅوي چې غاښونه يې ورته ووينځي.

ADVERTISEMENT

2021-09-24

د غاښونو منګ د کومو ناروغیو پیدا کېدو لامل کېږي؟nnد غاښونو منګ د غاښونو د مینا پۀ برخه کې ځای نیسي.په لومړي سر کې ژېړ رنګ غوره کوي، خو د وخت پۀ تېرېدو سره پر تور رنګ اوړي. چې کله وری زیانمنې کړي نو د وری وینې کېدو اونورو ډېرو ناروغیو سبب کېدای شي. د غاښونو منګ هغه وخت پیدا کېږي. لکه په لاندې توګه:nn۱ـ دغاښونو منګ بکتریاوې رامنځته کوي.nn۲ـ د څېړنې لۀ مخې د اعصابو حجرو ته ضرر رسولای شي.nn۳ـ د عصبي حجرو لۀ منځه وړي.nn۴ـ د حافظې د کمزورتیا پیدا کوي.nn۵ـ د الزایمر د ناروغۍ سبب کېږي.nn۶ـ د وریو التهاب پیدا کوي.nnد غاښونو منګ ورکېدولو لپاره څه کول په کار دي؟nnد طبي چارو کار پوه ډاکټر پیوتر مېدل په دې اړه وایي: چې د غاښونو د پرله پسې د پاکېدو او د برس او مسواک په واسطه مېنځلو لۀ لارې انسان له دې ناروغیو ژغورلی شي.nnنو که غواړئ چې د داسې خطرناکو ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ، او د دې ناروغۍ له امله بدن او نورو برخو ته مو زیان ونه رسیږي،له دې سره د روغو غاښونو در لودوونکي واوسئ، او خپله خندا مو بېرته تر لاسه کړئ، نو غاښونو د مسواک، د غاښونو د برس او کریم او د غاښونو لۀ تار چې په دېره لږه بیه په درملتونونو او بازار کې پیدا کېږي، تر لاسه او ور څخه ګټه واخلئ

ADVERTISEMENT

2021-09-21

د غاښو د ښه صحتمند ساتلو لپاره (٩) لاریnn n(٩) بهتريني طريقي سره را جمعه کړي او په لاندي ډول سره بيانيږي:n١- د غاښونو پريولل (دري ځله په ورځ کي) :nد غاښونو د ښه پاک او صحت ساتلو لپاره هر شخص بايد په ورځ کي درى ځله خپل غاښونه پريمينځي ، چي لاندي وختونه ورته ترتيب سوي دي :n١- د سهار تر ناشتې وروستهn٢- د غرمې تر ډوډۍ وروستهn٣- د ماښام تر ډوډۍ وروستهnبر علاوه تاسي کولاى سى چي يو ډول کيمياوي ماده هم يوازي له شپي له خوا پر خپل غاښونواستعمال کړي ، چي دا کيمياوي ماده د ښار په درملتونونو کي موندل کيږي.n٢- د غاښ د تار استعمال:nد غاښ د تار استعمال يوه بله موهمه طريقه ده چي تر هرو خوړو وروسته بايد استعمال سي، ددي استعمال د خوړو هغه وړې بڅري چي د غاښو نو په درزو کي بندي وي لري کوي يي ، که چيري دا وړي ټوټي د غاښونو د درزو څخه ونه ايستل شي ، نو هغه د غاښو د خرابتيا سبب کيږي او پر غاښو لکې پيدا کيږي ، نولازمه ده چي تر هر خوړو وروسته د غاښ (خاص) تار استعمال شي.n n٣- د فلورايډ (کيميا وي ماده) استعمال:nفلورايډ يوه ډول کيمياوي ماده ده چي د غاښو نو د هډوکو کلک ساتلو لپاره استعماليږي ، بر علاوه داماده د غاښو د سوريو کيدو او رژيدو څخه ژغوري .nد فلورايډ د استعمال طريقه:nمخکي له دي چي فلورايډ استعمال شي، لومړى بايد(٣٠) د قيقي مخکي او پس دي خواړه و نه خوړل شي nبايد خپل غاښونه په برس پريولل شي او د غاښ تار بايد استعمال شي.وروسته تاسي په يوه ګلاس کي د يوه اونس(٢٨ ګرامه ) په اندازه د غه ماده په اوبو کي حل او ښه ئي و ښوروئ. بيا نو نيم ګلاس ددغه منحل څخه په خوله کي واچوي او په سختى سره يي سغهار کړي يعني دوځله دي په خوله کي سغهار کړي .n کوښښ دي وشي چي دغه کيميا وي ماده تيره نه شيn٤- د سوډا لرونکو او تيزاب لرونکو مشروباتو څخه مخنيوى و کړي:nټول هغه تيزاب لرونکي او سوډا لرونکي څښاکو څخه بايد ډډه و شي ، چي دا مشروبات ډير مضر تيزاب لري لکه فاسپوريک تيزاب چي د غاښونو لپاره مضر او خطر ناکه دي ،که چيري دا مشروبات و څښل شي نو غاښونه په کرار ، کرار سره تخريبوي او غاښونه رژيږي چي داهم د غاښونو د خرابتيا سبب ګرځي.n تاسي کولاى سي چي ساده او نرم مشروبات و څښئ د بيلګي په توګه، شيدې ، د ميوې جوسونه، او صفا اوبه په دي خاطر چي شيدې پخپله غاښونه ټينګوي او د زامي هډوکي کلک ساتي ، صفا اوبه خو بيا وړي بڅري نه لري چي غاښ ځني خراب شي ځکه هغه نوره پاکي هم ور بخښي، نو ځکه دوي ته بهترين څښاک ويل شوي دي.nبعضي ډاکتران وايي چي هغه جوسونه چي کولا لرونکي او يا کوچني اسيدونه ولري بيا هم د غاښونو لپاره تاواني دي .n٥- د تمباکو استعمال(سيګريټ څکول):n د زياتو ډاکترانو په وينا تر ټولو لوى او اصلي علت چي د غاښونو خرابتيا سبب کيږي هغه د تمباکو استعمال دى چي په هره طريقه هم وي،که چيري تمباکو استعمال شي نو د وي د غاښو نو هغه ظاهري انساج له مينځه وړي ، پر غاښونو داغونه پيداکوي، غاښونه خپل اصلي شکل د لاسه ور کوي او بعضي وختونه سيګريټ څکونکي د سرطان په نا روغي هم اخته کوي . نو که ټول دتمباکو استعمالونکي تمباکو پريږدي دوي به ښه پاک او صحي غاښونه ولري.n٦_ د ژاولي ايستعمال:nټول ژاولي په عمومي ډول پر دوه ډوله دي :n١- يو قسم هغه ژاولي دي چي خاص د غاښونو د پاک ساتلو لپاره استعماليږي چي ډير خلګ يي تر هري ډوډي وروسته يوه دانه ژاوله ژويي او دي ډول ژاولو ته ګټوري ژاولي واي ځکه چي د غاښ د صحت ساتلو په هدف استعماليږي.n٢-دوهم قسم هغه بي ګټي او مضري ژاولي دي چي خوږوالى او بوره زياته په کښي مخلوط وي ، که چيري دا ژاولي و ژول شي نو دغه بوره نور ي وړي ټوټي پر غاښونو باندي نښلوي او غاښونه نور هم چټلوي چي د غاښونو د خرابتيا سبب ګرځى.n٧- د شرابو څښلو څخه ډډه کول:nد شرابو څښل په حقيقت نه يوازي د شخص و غاښنو ته زيانمن دي ، بلکي د بدن بيلا ، بيلو غړو ته زيانمن دي ، په هر صورت هغه څوک چي شراب و څښي ، شراب لومړي دهغه پر غاښونو ، ژبه او د هاضمي جهاز پر ټولو باندي دردمند او تکليفي اثرات ا چوي ، چي د غاښو درد او يخي څانګي ، د زامي د هډوکو درد او د سرطان خطرناکه ناروغي رامينځ ته کوي ، چي دا علت دى چي شراب(الکول) هم د غاښونو او هم د ټول جسم لپاره مضر گڼل سوي دي.n٨- غذاوي پرهيز:nکوښښ و کړي چي ښه صحتمنده غذا و خوري ، چي هغه نه يوازي د يوه شخص د چاغښت لپاره وي بلکي د ټول بدن غړو لپاره صحتمند وي ، داسي خواړه چي په هغه کي ستاسي غاښونه ، ورۍ او د زامي هډوکي په کي زيانمن نه شيnاو تر هر خواړو وروسته يو څه اندازه اوبه و څښئ ځکه هغه هم ستاسو غاښونه د پاتشوني څخه پاک ساتي.n٩- د غاښو د ډاکتر سره کتل (په کال کي دوه ځله)nتاسي بايد په هر و شپږو مياشتو کي يو ځل د ډاکتر سره د غاښو د کتني لپاره ورشي او خپل غاښونه په ډاکتر صاحب باندي وګورى ، که چيري کومه ستونزه وه تداوي يي و کړي او که نه وه ، نوصحيح خبره ده ، د ډاکتر کتنه دومره زيات لګښت نه غواړي او په هره ښار ګوټي کي د غاښو ډاکتر پيداکيږي . نو په کال کي دوه ځله د غاښو داکتر ته تلل ضروری دیnnIdrees Yousafinnداکتر یوسفی

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT

Similar Places:

نهضت اصلاحی علامه فیضانی د علامه فیضانی د اصلاحی نهضت...
https://www.facebook.com/groups/842615559649104/?ref=share
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
The best photos of Kabul City that introduce you with...
Medical information
ADVERTISEMENT
Frequency_Installation_Dish
ADVERTISEMENT
انجمن زنان دیپلومات افغان Afghan Women Diplomats Association
Afghan Women Diplomat Association
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
لایک و شیر یاد تان نرود
هدف ما: ارتقاء کیفیت ورزش، اخلاق و منش ورزشی است!
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT