ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Jalalabad > Interest > خوشحال درانی khushhal Durrani

خوشحال درانی khushhal Durrani

(0 Rate)
Afghanistan
+93798929634
(0 Rate)
Afghanistan
+93798929634

About :

Verified
ADVERTISEMENT

Contact:

Afghanistan
+93798929634

Other Information

Categories:

Interest
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-10-18

د تښتیدلي ولسمشر اشرف غني له ۱۰۰ دېر دروغ وشمېرل شولnخلکو ویلي؛ له هېواده د جمهوریت تښتیدلي ولسمشر د خپلې واکمنۍ پر مهال له سل ډېر دروغ ویلي او له زر ډېرې داسې ژمنې یې افغان ملت ته وړاندې کړي، چې یوه یې هم پلې شوې نده.nافغانان وايي، چې اشرف غني د ولسواکۍ داسې یو ولسمشر و، چې له هېواده پر تېښتې سربېره یې ملت ته ګڼ دروغ ویلي او غولولی یې دی.nاشرف غني د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې ویلي وه، چې افغانستان به په پېنځه کلونو کې پاکستان او هند ته برښنا صادره کړي او په زغرده به یې ویل، چې له هېواده نه تښتي؛ خو د خلکو د څرګندونو له مخې همدا یې ستر دروغ ول.nخلک وايي، چې اشرف غني له ملت سره سلګونه ژمنې وکړې، چې یوه یې هم عملي نکړه او ولسونه یې تېرېستي دي.nپه دې رپوټ کې د اشرف غني د درغو ژمنې په لاندې ډول مستندې شوې دي:n– یو میلیون کاری فرصتونه رامنځته کول؛ خو پېنځه میلیون خلک بې کاره شول.n– د باغیس په سفر کې یې یو کال مخکې په ټولو ولسوالیو کې د یوـ یو مسلکي او تخنیکي ښوونځي جوړول.n– په شپږ میاشتو کې ټولو ښوونکیو ته د یوې نمرې ځمکې ورکول.n– په دوه کلونو کې د هېواد ټولو ولسوالیو ته د برښنا رسول.n– په پېنځه کلونو کې پاکستان او هند ته د برښنا صادرول.n– په هېواد کې د وینې تویېدنې مخه نیول.n– په دوه کلونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو جوړول.n– د ملت په دسترخوان کې د مثبت بدلون راوستل او …nد کابل اوسیدونکي محمد مسیح د نوموړي د دروغو په اړه ویلي؛ د اشرف غني ټولې خبرې دروغ وې. د افغانستان خلک یې وغولول. له ملت سره د ژمنو یوه یې هم پلې نکړه. دغه راز د اشرف غني دې ورته لسګونه نورې له دروغو ډکې ژمنې، چې پلې شوې ندي.nځينې افغانان وايي؛ اشرف غني د هېواد داسې یو کړتن ولسمشر و، چې له ښکرورو دروغو پرته یې بل څه خپل ولس او خلکو ته وړاندې نکړل. لکه:nکه ایران ته یې په یوه ورځ کې د مرمرو قاچاق بند نه کړ، دی به د … زوی وي.nد ښوونکیو لپاره د ۱۵۰۰۰ بلاکونو جوړول.nبي بي ګل غلګنه نده.nد معافیت فرهنګ ختمول.nتر یوه کاله له خپله جیبه دولتي مامورینو ته معاش ورکول.nد کابل ښار یو بل اوسیدونکي روحید نومي ویلي: غني خلک وغولول او له سل دېر دروغ یې وویل او بریالۍ تېښته یې وکړه.nاشرف غني دا هم ویلي، چې په شپږ میاشتو کې به افغانستان پر دویمه ترکیه بدلوي او په کابل کې به مترو بس فعالوي.nدغه راز یې د کابل بانک د قضیې د حل کولو او د سلیقوي مقرریو د ختمولو ژمنې هم کړې وې، چې د واکمنۍ تر پایه یې عملي نکړې.nد سولې پر مهال ترې پلرني کور ته د تګ او علمي کار ژمنې هم ترې پاتې شوې.nویل کیږي، چې نوموړي د دغو دروغو تر څنګ ډېرې نورې ژمنې هم د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي، چې یوه یې هم د پلي کېدو له برکته برخمنه نشوه او په پای کې یې تېښته پر پاتې کېدو غوره وګنله.

ADVERTISEMENT

2021-10-17

ایبټ اباد:یوې مېرمنې په یو ځائ اووه ماشومان زېږولي ديnدخیبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې یوې میرمنې په یو ځل اووه ماشومان زیږولي اؤ ډاکټران وایي دغه ټول ماشومان اؤ مور یې غوره روغتیایي وضعیت لري.nدخیبر پښتونخوا دصحت وزیر تیمور سلیم جګړا ایبټ اباد کې د زیږیدلو دغو ماشومانو انځور په ټویټر خپور کړی اؤ دهغوئ مور اؤ پلار ته یې دنیکو خواهشاتو څرګندونه کړې ده.nداتوار په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو خپلو رپورټونو کې ویلي دا اووه ماشومان تیره ورځ دایبټ اباد په یو شخصي روغتون کې د یارمحمد نومې تن ښځې ۳۴کلنې رخسانې زیږولي دي چې څلور پکې هلکان اؤ درې پکې جینکۍ دي.nمیرمنه رخسانه دبټګرام ضلعې اوسیدونکې ده خو د ماشومانو د زیږون دپاره دایبټ یو شخصي روغتون ته بوتلل شوې وه.nیار محمد اؤ رخسانې له دې وړاندې هم دوه ماشومان لرل چې اوس یې په یو ځل د اولاد شمیره نهو ته رسېدلې ده.nد ډاکټرانو وینا ده چې عام حالت کې ماشومان په ۳۶ اوونیو کې زیږیږي خو دا ماشومان په ۳۲ اوونیو کې زیدیږلي ځکه نو لا دهسپتال په ایي سي یو خونه کې ساتل شوي دي.nډاکټرانو پخلی کړی چې دمور اؤ ماشومانو روغتیایي حالت یې په بشپړ ډول ښه دی اؤ دا مهال ماشومانو ته په روغتون کې د لا ښه صحت علاج روان دی.

ADVERTISEMENT

2021-10-11

د یو کلي په اړه یې واوریدل چې اسلام نه دی ور رسېدلی، د ورتګ هوډ یې وکړ، ملګرو یې وویل: n- نه شو کولی! زموږ او د کلي ترمنځ سیند دی چې له مګرمچانو( تمساح ګانو) ډک دی. nده وویل: n- ما ورولی زه مسئولیت پر غاړه اخلم.nموږ په سیند ورتېر شو، هرې خوا مګرمچان تاوېدل، کلي ته ننوتلو، خلک حیران شول، ویې ویل:nدلته څنګه راورسېدئ؟! nومو ویل: n-الله وساتلو ځکه چې د هغه دین خپروو! اسلام مو ورته شرحه کړnمشر یې راته وویل:n- موږ یو شرط لرو، که دې پوره کړ، موږ مسلمانیږو n- شرط مو څه دی؟!n- کلونه وشول چې په موږ باران نه کیږي، خپل رب نه دې زموږ لپاره باران وغواړه!n- سمه ده، خو تاسې کلیوال راټول کړئ، هغوی راټول شول، راپورته شوم، اودس مې وکړ، بیا په لمانځه ودریدم، الله ته په سجده پریوتم، زخت مې وژړل، ومې ویل: n- ( ای ربه د عبدالرحمان دین د عبدالرحمان په ګناه مه خواروه ). تر هغې مې له سجدې سر پورته نه کړ، تر څو چې مې د بریښنا غږ وانه وریده، سر مې راپورته کړ، باران راښکته شو، ټول کلي چېغې کړې: ( نشهد أن لا إله إلا الله ) تکبیر مې وکړ او د الله ستاینه مې په ځای کړه . nپه لاس یې په افریقا کې تر 11 مليونه ډېر وګړي مسلمانان شول، پوره 29 کاله یې په افریقا کې خلک د الله تعالی وحدانیت ته رابلل. nتقریبا 5700 مسجدونه او 15000 دارالایتامونه، 124 روغتونونه او 840 دارالحفاظونه یې ودان کړل.nدا دعوتګر شخصیت عبدالرحمن السميط دی. n" رحمه الله وأسكنه فسيح جناته "nد شرر ساپي صيب له وال څخه

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-10-10

د راتلونکي نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې نوملړ

2021-10-09

د خنځیر غوښه او وینه قران او ساینس

2021-10-07

د یوه سوداني ځوان خوندوره کیسهnn یو عراقي ډاکټر #کیسه_کا چې کله عراق کې جګړه پیل شوه خلک د اردن پولو ته په تېښته اړ شول، خو اردنیانو خپلې دروازې د عراقیانو پر مخ وتړلې! هغه و چې الله تعالی خصوصي مرسته وکړه، سودانیانو دری الوتکې راولیږلې او عراقیان یې خپل هیواد ته یوړل، د سودان شمالي ولایتونو کې یې موږ ځای پر ځای کړو، سودانیانو زموږ سره زیاتې مرستې وکړې، نغدې پیسې او کورونه یې راکړل. او نورې پرېمانه مرستې یې راسره وکړې.nn‏ عراقی ډاکټر زیاتوي: زه چې پخپلو کوروالو ډاډه شوم، هغوی مې سودان کې پرېښودل او زه امریکا ته ولاړم، دوه کاله وروسته بېرته سودان ته خپلې کورنۍ ته راغلم، یوه ورځ خپل موټر کې ناست وم، یو شپاړلس کلن سودانی ځوان راغی، راته کړه یې: د موټر شیشه دې درته پاکه کړم؟ ځوان ډېر هوښیار او مهذب و، مال هو، پاکه یې کړه، شیشه یې ډېره ښه پاکه کړه، نو ما 20 ډالره ورکړل، ځوان هېښ او حیران پاتې شو! ویې پوښتلم: ایا ته له امریکا راغلی یې؟ مال هو.n nn ځوان راته وویل: دا نورې شیشې به هم درته پاکې کړم، که د امریکا د پوهنتونونو باره کې څه معلومات راکړې؟ ځوان ډېر دروند او مؤدب و، موټر ته مې راوخیږوه، چې خبرې سره وکړو، مال څو کلن یې؟ ول شپاړلس کلن یم، مال څوم صنف کې یې؟ ول لیسه مې خلاصه کړې ده، زه درسونو او ټولو مضامینو کې ډېر تکړه وم، استادانو څو صنفه مخته کړم.nn ځوان ته مې وویل: نو دلته د موټرو شیشو پاکولو کار ولې کوې؟! نو په دردناکه لهجه راته لګیا شو، ول زه دوه کلن وم چې پلار مې مړ شو، مور مې پردیو کورونو کې خلکو ته د ډوډۍ پخولو مزدورې کوي او زه او یوه خور مې بهر کار کوو. ځوان زیاته کړه: اوریدلي مې دي چې امریکایي پوهنتونونه تکړه ځوانانو ته بورسونه ورکوي، نو زه ځکه کار کوم. ځوان ته مې وویل: امریکا کې څوک لرې چې مرسته درسره وکړي؟ ول نه، هیڅوک نه لرم.nn عراقی ډاکټر زیاتوي ځوان ته مې وویل: راځه چې هوټل کې ډوډۍ درباندې وخورم؟ هغه راته وویل: په دې شرط درسره ځم چې د موټر شیشې به دې درته پاکوم، مال صحي ده. هوټل ته چې ولاړو هلته یې راته وویل: ما ته زما برخه ډوډۍ راکړه.چې کور ته یې یوسم، هلته به یې زما مور او خور هم راسره وخوري؟ مال بېخې سمه ده، ډوډۍ مو ورکړه او ورته ومې ویل چې ستا د زده کړو اسناد ماته راوړه.n nn ما کوښښ ورته پیل کړ، لنډه دا چې شپږ میاشتې وروسته یې یوه امریکایي پوهنتون کې قبولي وشوه، هغه ته مې خبر ورکړ، وروسته یې راته وویل: قسم دی، ما، مور او خور مو له خوشالې ښه ډېر وژړل. لنډه به یې وایو، ځوان امریکا کې درسونه پیل کړل، دوه کاله وروسته یې په نیویارک ټایم مجله کې نوم راغی چې دی نويې ټیکنالوژې کې تر ټولو کم عمره ماهر دی! په دې خبره زه او زما کورنۍ زیات خوشاله شوو.nn څه وخت وروسته زه خبر هم نه وم، زما مېرمنې د سوداني ځوان مور او خور ته ویزاوې تیارې کړې وې او هغه یې امریکا ته راوستلې، ځوان چې خور او مور ولیدلې له ډېرې خوشالۍ زبون وهلی ودریدی! نه غږیدی شوی او نه یې ژړلی شوی، نږدې وه له ډېرې خوشالې بېهوښه شي.nn‏n یوه ورځ زه امریکا کې خپل کور ناست وم، بهر ته چې ووتلم سودانی ځوان مې ولید چې زما په موټر لګیا دی او مینځي یې!! زه یې په دې ناڅاپي لیدلو خوشاله شوم، غېږ کې مې ونیو، مال دا څه کوې؟! ول دکتور صیب ودریږه! ستا موټر مینځم، چې خپل تېر وخت راته یاد شي او ستا ښېګڼې هېرې نه کړم!nn دا ځوان اوس امریکا کې د هارورډ پوهنتون مشهور استاد دی او په پروفیسر خالد عمر خالد الدنقلاوي سره یادیږي، چې هلته له عربو او عامو مسلمانانو سره هر وخت مرستې کوي.nnپایله: ستا نېکمرغې ستا په لاس کې ده، تل رښتینی، امانتدار او پاکیزه اوسه! یواځې د ځان لپاره مه اوسه، نورو ته هم خیر رسوه، ان که یوې تږې پیشو او تږي سپي ته اوبه ورکول وي هم، وږی انسان مړول، غریب سره مرسته کول، ناپوه پوهول، بېلارې او لار ورکي ته سمه لاره ښودل؛ ټول ستر عملونه دي، په دې کې د دنیا او اخرت ګټې او نېکمرغۍ نغښتې دي. تاسې باور وکړئ چې د لایک، شیر او کمنټ په څېر کوچني عملونه هم نورو ته د خیر رسولو لاره ده، بناءً دا کیسه لایک او شیر کړئ او کمنټ خو لازمې دی.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-10-05

د فرانسې په کاتولیک کلیسا کې د یوې سترې رسوايي نه پرده لوړه شوه.nد فرانسې په کلیسا کې یوه ستره رسواييnد فرانسې په کاتولیک کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیریو او ځورونې په اړه تحقیقیات بشپړ شول.nپه کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیریو او ځورونې په اړه د جوړ شوي‌ خپلواک څیړنیز کمیسیون رئیس نن اعلان وکړ چې د ۱۹۵۰ کلونو ۲۰۲۰کلونو ترمنځه په کلیسا کې څه باندې ۲۱۶۰۰۰ تنو ماشومان د جنسي‌ تیریو او استثمار شوي‌ دي.nد یاد شوي‌ څیړنیز کمیسیون رئیس ژان مارک ساووه وویل چې په کلیسا کې د ۱۹۵۰ کلونو راهیسې نږدې ۳۰۰۰ تنه د ماشومانو جنسي ځورونکي‌ او تیري‌ کوونکي‌ استخدام شوي‌ دي.nددې کسانو نه نږدې ۲۰۰۰ زره تنه يي راهبان دي.nد بله پلوه د فرانسې کلیسا ددې تحقیقاتو د پایلو د اعلانیدو نه وروسته ددې پیښو نه د شرم او وحشت نه د ډکو پيښو په توګه یادونه کړې ده او د بښنې غوښتنه يي کړې ده .

ADVERTISEMENT

2021-10-03

ځانګړی – د اشرف غني د تېښتې تازه او ناویل شوې خبرې؛ په هغو څلويښت ساعتونو کې پر اشرف غني او ملګرو یې څه تېر شولnلیکنه: سنجر سهیلnیادښت: دا لیکنه د ۸صبح ورځپاڼې د امیتاز خاوند سنجرسهیل خبرې د اشرف غني د ۵۳ ملګرو له ډلې له یوه سره دي، چې له نوموړي سره له کابله وتښتېدل. په دې یادښت کې زه هغه ټولې پېښې چې د یکشنبې پر ورځ د زمري پر ۲۵ د سهار له اتو بجو څخه تر دوشنبې ماښام د زمري تر ۲۶ پېښ شوي، روایتوم. روښانه ده، چې د یوه کس د سترګو لیدلی حال د ټولو هغو پېښو چې رامنځته شوي، د اشرف غني د تېښتې یو واضح او کلي تصویر نه شي ترسیمولای. ځکه په دغه یادښت کې کوم اطلاعات چې راځي، ډېرې ارزونې او بیاکتنې ته اړتیا لري او یا هم اړتیا ده، چې د اشرف غني د نورو ملګرو له ډلې یو یا څو کسان یې تایید کړي. په هر حال دا یادښت د یوه عیني شاهد د سترګو لیدلی حال او د پېښې ډېرې ناویلې ترسیموي. د پېښې له راوي سر د کړې ژمنې له مخې، زه د هغه هویت نه په ډاګه کوم، خو د یو مسوول ژورنالیست په توګه، زه ژمنه کوم هغه څه چې تاسو یې لولئ د هغه کس خبرې دي، ما یوازې دا لیکلي او هېڅ ډول مداخله مې نه ده کړې. د دغه روایت څو برخې مې د اشرف غني له دوو نورو ملګرو سره د کروالي په موخه شرېکې کړي، چې د لیکنې په متن کې مې ورته اشاره وکړه. د دې ټکي یادول اړین دی، چې دا روایت له شک پرته د پېښې کلي او نهايي انځور نه دی او موږ د ۸صبح ورځپاڼې له لارې تیار یو، چې د تېښتې پر ورځ د اشرف غني د نورو ملګرو د حاضرېدو په صورت کې د هغوي روایت هم د ۸صبح مینوالو او افغانانو ته ورسوو.nد ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري ۲۴ د یکشنبې سهارnد نورو ورځو په څېر سهار اته بجې له کوره ووتم، ترڅو ولسمشرۍ ماڼې کې خپل کارځای ته لاړ شم. هغه ورځ د نورو ورځو خلاف کابل کې ګڼه ګوڼه نه ښکارېده. د خلکو تګ راتګ لږ و او په ښار کې د پولیس د پلټنې په موخه لږ ترسترګو کېدل. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړۍ درجې امنیتي اقداماتو او چمتووالي له کبله د پولیسو شمېر باید د پخوا په پرتله زیات وای. کله چې خپل دفتر ته ورسېدم، هلته وضعیت عادي نه ښکارېده. که څه هم ډېر کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شوي و، خو د ارګ ډېرو کارکوونکو د نورو ورځو خلاف دودیزې جامې یا یې غیررسمي جامې په تن کړې وې.nد معمول په څېر هره ورځ د سهار ۹بجې یوه ناسته جوړېده، چې په هغې کې اشرف غني، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفتر رییس متین بیک، د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي او ځینو نورو ګډون کاوه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په بېړنۍ توګه دې د کابینې ناسته جوړه شي. د کابینې ناستې موخه دا وه، چې داسې لارچاره ولټول شي، تر څو د خلکو اندېښنو ته ځواب پېدا او هغوي ارمښت او زغم ته راوبلل شي. د جمهوري ریاست د دفتر او د چارو ادارې کارکوونکو د کابینې د بېړنۍ ناستې لپاره وزیران راوغوښتل. لږ وروسته خبر راورسېد، چې د کابینې شاوخوا پنځوس سلنه غړي یا له کابله بهر دي، یانې ځينې په ولایتونو کې او ځینو نور له هېواده بهر و. په همدې وخت کې خبر راورسېد چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دوه ورځې مخکې پنجشیر ته تللی او تراوسه بېرته نه دی راغلی. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د کابل لویدیز کې له مخکې پلان شوې ناستې کې حضور درلود.nکله چې ټول دې پاېلې ته ورسېدل چې د کابینې ناسته نه شي کېدای، اشرف غني پرېکړه وکړه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز ته لاړ شي. په همدې موخه د ولسمشر ځانګړي ساتونکي یا پي‌پي‌اس ملي دفاع وزارت ته لاړل، ترڅو د اشرف غني راتګ ته تیاری ونیسي. په همدې وخت کې خبر راورسېد، چې د ملي دفاع وزیر بسم‌الله محمدي هم په په دغه وزارت کې نشته او د هوايي ځواکونو د لېدلو په موخه کابل هوايي ډګر ته تللی دی. دا په داسې حال کې چې لوی درستیز هیبت‌الله علیزی له ځينو امریکايي چارواکو سره په یوې ناستې کې بوخت و. په همدې موخه پرېکړه وشوه، چې د ملي دفاع وزیر د نشتون او د لوی درستیز د بوختیا له کبله ملي دفاع وزارت ته د اشرف غني تګ وځنډول شي. د غرمې له دولسو بجو اوښتې وې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځينو نورو ادارو کارکوونکي جوپه جوپه له خپلو دفترونو ووتل او خپلو کورونو ته لاړل. په همدې وخت د مشهوره متل پر بنسټ چې وايي«په تش نش جګړه نه کېږي» پرېکړه وشوه، چې د غرمې ډوډۍ وخورو. ستونزه دا وه، چې کله خو پخلنځي ته لاړو و مو کتل، تیار شوي خواړه له لاسوهنې پرته پر منقلونو ایښي، خو د ارګ د پخلنځي کارکوونکو درک نه ښکارېده. هغوي هم تښتېدلي و. په همدې وخت کې د ارګ شاوخوا د ډزو غږونه اورېدل کېدل او په دې سره وېره زیاته شوه. ځینو ویل، چې ډزې د خلکو د خورولو لپاره دي، چې له بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو لپاره هلته تللي.n(د اشرف غني یو بل ملګري راته وویل، چې د ارګ شاوخوا ډزې یوولس یا یوولس نیمې بجې وې. دا د ارګ کارکوونکي وویرول او په همدې وخت کې جوپه جوپه له ارګ څخه ووتل.)nد سولې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمي په قطر کې د طالبانو له استازو او د خلیلزاد له همکارانو سره اړيکه نیولې او له هغوي یې غوښتي، چې پرېنږدي طالبان کابل ته دننه شي. رحیمي د څو دقیقه‌یی خبرو وروسته راغی او زیاته یې کړه، چې طالبان وايي موږ کابل ښار ته نه ننوځو. رحیمي ویلي، موږ خبر شوي یو، چې ستاسې ځواکونو کابل ته راخوځېدلي دي. طالبانو ویلي، امکان لري هغه زموږ ځواکونه نه وي او نور کسان زموږ له نومه په ګټې اخیستنې غواړي، کابل ته ننوځي او شاید پر چور او غلا لاس پورې کړي. په حقیقت کې د عبدالسلام رحیمي او د طالبانو او خلیلزاد له استازو سره هوکړه وشوه، چې کابل کې د ډېر نفوس، د نړې د هېوادونو ډیپلوماټيک حضور او د خلکو پانګې له امله که ګډوډي رامنځته شي، وضعیت به ډېر خراب شي. له دې وروسته طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او ویلي و، چې طالبان دې کابل ښار ته نه ننوځي. په همدې وخت کې د ولسمشر د دفتر رییس متین بیک په لوړه روحیه راننوت او د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب ترڅنګ کېناست. متین بیک خپل ټیلفون واوویست او ټویټر کې یې ولیکل: «کابل امن دی، خلک دې اندېښنه او تشویش نه کوي.» په همدې وخت کې یو کس ته امر وشو، چې د امنیتي ځواکونو ویاند سره اړیکه ونیسي او له هغه وغواړي، چې د ډاډګېرنې یو تصویري پیغام ثبت او تصویري رسنیو ته یې واستوي. په دې هکله اړینه همغږي وشوه او د امنیتي ځواکونو ویاند لاس په کار شو. دا په داسې حال کې وه، چې د ولسمشر امنیتي ځواکونو خپلې جامې بدلې کړې او نورې هوسا جامې یې په تن کړې وې. په همدې وخت کې امر وشو، چې د چورلکو خواته لاړ شو. که څه د ولسمشر ځيني ځواکونه د دفاع وزارت شاوخوا و او د ولسمشر راتګ ته په تمه، ما انګېرله چې موږ به د دفاع وزارت خواته ځو. ټولو په بېړه د هغو څلورو چورلکو پر لور چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې ولاړې وې، حرکت وکړ. چورلکې والوتې او د تمې خلاف د هېواد شمال خواته لاړې.nد ولسمشر بل ملګري ماته وویل: «د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د مذاکره کوونکي پلاوي غړی او د سولې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر د دفتر رییس متین بیک او د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر هم په دې ورځ په ارګ کې و، خو د تللو او تېښتې له پلان څخه خبر نه دي.» د دغې سرچینې په خبره، سرور دانش یو ساعت مخکې د خپلو موټرونو له کاروان سره کابل هوايي ډګر ته ځي. وحید عمر په وروستیو شیبو کې رارسېږي او ورته ویل کېږي، چې تمه ده ولسمشر ملي دفاع وزارت ته لاړ شي. د موټرو کاروان حرکت کوي او هغه یو موټر کې سپرېږي. سلام رحیمي او متین بیک ناخبره او د غرمې ډوډۍ پر خوړلو بوخت دي. حنیف اتمر په ورستیو شیبو کې ارګ ته رارسېږي او د ولسمشر پاسپورټ یې په جیب کې دی. خو د ولسمشر چورلکې الوتې دي. اتمر، رحیمي او بیک ته وايي، چې لومړی کس تللی دی. له همدې امله هغوي د سلام رحیمی کور ته او له هغه ځایه کابل هوايي ډګر ته ځي.nد چورلکو پر لور تګnڅنګه چې یادونه یې وشوه، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴ د یکشنبې پر ورځ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ سره برابره ده، د ارګ وضعیت د هرې شیبې په تېریدو ترینګلی کېده. د ملي امنیت شورا او ارګ ځينو کارکوونکو ساعتونه مخکې د ملي امنیت شورا ودانۍ خواته راټول شوي و.nزه وروسته پوه شوم، چې ځینو لوړپوړو حکومتي چارواکو لکه حمدالله محب څو ورځې وړاندې پلان کړی و، چې اشرف غني ته نږدې ځينې کسان متحده عربي اماراتو ته ولېږي. هغوي د همدې لپاره په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفارت سره اړیکه نیولې وه او سفارت ته یې د دې ډلې د سفر ورته ویلي و. د دې ډلې غړي ۱۳ تنه و، چې په هغو کې د ولسمشر میرمن رولا غني، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او یو مرستیال یې او ځيني نور رولا غني ته نږدې کسان و. له بده مرغه سرچینې د لسو نورو کسانو د هویت په هکله اړین معلومات نه درلودل، خو ویل یې، چې د دې ډلې پاتې غړي د رولا غني نږدې کسان او دستیاران و.nدغو ۱۳ کسانو ته د هغې ورځې الوتنې یانې د یکشنبې پر ورځ د زمري پر ۲۴ د اماراتو هوايي الوتکه کې دیارلس څوکۍ ریزرف شوې وې. د تېر په څېر تمه وه، چې اماراتو الوتکه له غرمې وروسته یوه نیمه بجه ناسته وکړي او په هماغه ورځ څلور بجې او شل دقیقې له خپلو مسافرینو سره له کابله دوبۍ ته الوتنه وکړي. که څه هم د اماراتو الوتکې د کابل پر لوري الوتنه وکړه، خو په کابل هوايي ډګر کې د رامنځته شوې ګډوډۍ او پر دغه هوايي ډګر د زرګونو کسانو د هجوم له کبله، چې نظم یې ګډوډ کړی و، ونه توانېده ناسته وکړي. د اماراتو الوتکه بیرته د دوبۍ لوري ته ځي او له همدې کبله د ۱۳ کسانو چې یادونه یې وشوه، وتل ناممکنه شول.nد یادونې وړ ده، چې له کلونو راهیسې د امنیتي تیاریو او ځانګړو تشریفاتو له کبله به څلور چورلکې په کابل هوايي ډګر یا د ولسمشرۍ ماڼې په انګړ کې ولاړې وې. دا موضوع د ولسمشر د ځانګړو امنیتي ترتیباتو په ډله کې و. واقعیت دا دی، چې په ټوله نړۍ او په باثباته او امنه هېوادونو کې هم ولسمشر او لومړي کس ته ځانګړي امنیتي ترتیبات او تشریفات په پام کې نیول شوي وي. دا د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو عملي شوی او مسوولیت یې هم د ولسمشر د ساتنې ځانګړې قطعې او د ولسمشر د تشریفاتو ریاست درلود.nپه هغې ورځ هم څلور الوتکې د ارګ په انګړ کې ولاړې وې. په همغې ورځ پوه شوم، چې د دغو چورلکو له ډلې یوه به یې هغه دیارلس کسیزه ډله چې مخکې یادونه وشوه، کابل هوايي ډګر ته ولېږدوي، تر څو هغوي د دوبۍ پر لور الوتنه وکړي. او دوه نورې چورلکې د ولسمشر ساتونکي په ملي دفاع وزارت کې ځای پر ځای کړي او همدارنګه ټولې دغه چورلکې تیارې وې، چې ولسمشر د دفاع وزارت ودانۍ ته بوځي.nله لرې مې ولیدل، چې د چورلکو څرخونه تاوېږي او الوتنې ته تیارې دي. ځان مې یوې چورلکې ته ورساوه او چورلکه کې د یوې کړکۍ سره کېناستم. په بله چورلکه کې حمدالله محب، د ولسمشر د ساتنې قطعې رییس جنرال قاهر کوچی، رولا غني او ځيني نور ناست و. ما ګومان کاوه، هغه چورلکه غواړي، چې د کابل هوايي ډګر پر لور والوځي؛ خو داسې ونه شوه.nله بلې خوا تر همغې شیبې پورې مې ګومان کاوه، چې موږ د دفاع وزارت ودانۍ پر لور ځو. خو ومې لیدل، چې حمدالله محب او جنرال ظاهر کوچی له اولې چورلکې پیاده شول او یوه موټر ته چې همالته نږدې ولاړ و سپاره او د اشرف غني د کور پر لور، چې همالته نږدې و لاړل. اوه دقیقې وروسته بېرته له همغه موټر سره راستانه شول او مې لیدل، چې هغوي له ځان سره اشرف غني هم راوستی دی.nماته د ولسمشر دا ډول نامعموله وتل او د هغه لېږدول له یوه عادي موټر سره عجیب ښکاره شو. واقعیت دا دی، چې د څلورو چورلکو د تیاري ترڅنګ، د امنیتي او تشریفاتي دلایلو له کبله په ارګ کې دننه هم د ولسمشر وتنه په ځانګړو تیاریو کېده. به معمولي توګه به هر وخت څو ځانګړي موټر د هغې ځاي شاوخوا ولاړ او په تمه به و، چې ولسمشر به هلته حضور درلود. که څه هم ولسمشر په ارګ کې په پلي توګه له یوې ودانۍ بلې ته تګ کاوه، څو موټر به له بېلابېلو لارو د هغه شاته روان و.nچورلکو ته د پورته کېدو پر مهال د ولسمشر د ساتوونکو ترمنځ فزیکي شخړېnکله چې هغه سپین رنګي معمولي موټر کې چې څو دقیقې وړاندې حمدالله محب او د ولسمشر د ساتونکې قطعې رییس بېرته راغلل، ومې لیدل چې اشرف غني یې له ځان سره راوستی دی. هغوي په بېړه چورلکې ته وختل. په همدې وخت کې د ولسمشر ډېر شمېر ساتوونکي د چورلکو لورته نږدې کېږي. ما د چورلکې له کړکۍ لیدل، چې د ولسمشر د ساتوونکو ترمنځ فزیکي شخړه پیل شوی ده او هر یو هڅه کوي، چې د بل په ټېل‌وهلو چورلکې ته پورته شي. دا په داسې حال کې وه، چې چورلکو اووه دقیقې مخکې چالانې شوې وې او پر پورته کېدو یې پیل وکړ. ما ولیدل چې د ولسمشر ساتوونکي یو بل پر سوکانو او لغتو وهل او هر یوه هڅه کوله، چې د بل په ټېل‌وهلو ځان چورلکې ته ورسوي. په داسې حال کې چې چورلکې په هواکېدو وې، د ولسمشر څو ساتوونکي له هڅو سره سره ونه توانېدل، چورلکه کې سپاره شي او همالته په ارګ کې پاتې شول.n(د اشرف غني بل ملګری راته وویل، چې د ولسمشر د ساتوونکو شمېر زیات و او چورلکو دومره ظرفیت نه درلود. له همدې امله د ۳۰ شاوخوا ساتوونکو له ډلې یوازې نیمايي وتوانېدل چورلکې ته پورته شي. دغې سرچینې هم ومنله، چې د ارګ شاوخوا د ډزو له اورېدو ساعتونه مخکې د ولسمشر ډېریو ساتوونکو خپلې جامې بدلې کړې وې او یو شمېر یې له ارګه وتلي و. د دې سرچینې په خبره، د ولسمشر د ساتوونکو قطعه په همغو شیبو کې ړنګه شوې وه او هېڅ یوه د پوځي سلسله‌مراتبو او اوامرو څخه اطاعت نه کاوه).nشمال لورته الوتنه او د تاجکستان خاوره کې د بېړنۍ ناستې غوښتنهnپه لومړیو دقیقو کې مې ولېدل، چې چورلکې د تصور خلاف د ملي دفاع وزارت ودانۍ لوري ته نه ځي. ځه چې تراوسه په یوه عادي موټر کې د ولسمشر د راتګ، د ولسمشر د ساتونکو ترمینځ د نښتې لیدل او ځینې یې هلته پاتې کېدو په اړه فکر وړی وم، ومې لیدل چې زموږ او له موږ سره درې نورې چورلکې د هندوکش غرونو پر لور روانې شوې. دې مسالې نور هم اندېمښن کړم او نپوهېږم، چې ولې د هېواد د شمال لورته روان یو.nکه څه هم د سولې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمي او د ولسمشر د دفتر رییس متین بیک ساعتونه وړاندې هڅه کوله، وضعیت عادي او د ګډوډۍ مخنیوی وکړي، د ولسمشر د ساتنې قطعې رییس په بېړه پرېکړه نیسي، چې ټول د چورلکو لورته لاړ شي. له همدې امله یا فرصت نه برابرېږي او یا هم نه غواړي ترڅو رحیمي او متین بیک له دغې پرېکړې خبر شي. له همدې امله هغوي په ارګ کې پاتې شول.nایم اوولس روسیي چورلکې، په معمولي توګه درې خدمې لري، چې یو پیلوټ، د پیلوټ مرسته‌کوونکی او یو تخنیکر دی. په هغې چورلکې کې چې ناست یم، له تخنیکر څخه مې وپوښتل، چې چېرته روان یو خو هغه د الوتنې د ځای په هکله څه نه وايي. یواځې وايي، چې د افغانستان هوايي قلمرو د امریکايي ځواکونو په لاس کې دی، هغوي ته له امریکایانو سره له همغږۍ پرته د الوتنې فرصت تراوسه نه دی برابر شوی او له همدې امله نه پوهېږي، موخه کوم ځای دی. دې مسالې د چورلکې د تخنیکر پر روحیې اغېزه کړې او په څهره کې یې په روښانه توګه ډار وینم. نوموړی زیاتوي، چې له امریکايي ځواکونو سره له همغږۍ پرته چې د افغانستان هوايي قلمرو یې تر کنترول لاندی دی، کولای شي وژونکی وي. هغه وايي، حتي هغه الوتکه چې ولسمشر هم په هغې کې ناست وي، نه شي کولای له هغو سره له همغږۍ پرته د افغانستان هوايي قلمرو کې الوتنه وکړي.nد چورلکې د لوړولو څو دقیقې وروسته، هماغه تخنیکر زموږ خواته راځي او وايي، چې د چورلکې وزن زیات دی او اړتیا ده، چې یو څه وزن کم کړو. د ولسمشر ځيني ساتوونکي یو ته ګوري او وروسته پرېکړه کوي، چې خپل زرې واسکټونه بیرون واچوي، ترڅو د چورلکې یوڅه وزن کم شي. هر زرې واسکټ پنځو نه تر شپږو کیلو وزن درلود. ما د چورلکې له کړکۍ ولیدل، چې له دوو نورو چورلکو هم زرې واسکټونه، وسلې او ځيني نور توکي وغورځول شول. ګومان کوم دا توکي هغه وخت وغورځول شول، چې موږ د هندوکش له غرونو تېر او د کندوز ولایت د دښتو پر سر و.nدا خبره هم د یادولو ده، چې له امریکایي ځواکونو سره د نه همغږۍ، چې د افغانستان هوايي فضا یې تر کنترول لاندې او همدارنګه د سون توکو د کمښت له کبله، چورلکې په ټيټه فضا کې الوتنه کوله. پیلوټانو د تاجکستان له مسوولانو سره اړیکه ونیوله. پیلوټان غواړي د تاجکستان په خاروه کې بېړنۍ ناسته وکړي. تاجک لوری ځواب نه ورکوي او دا هغه مهال دی، چې د چورلکو وزن یو څه کم شوی دی او چورلکې د امو سین پر خوا الوتنې ته دوام ورکوي. د څو نورو اړیکو د نیولو هڅو سره سره د تاجکستان خوا ځواب نه ورکوي. همدا مهال پرېکړه وشوه، چې د ازبکستان د ترمز هوايي ډګر پر لور لار شو.nد امو سیند پر غاړه د الوتنې پر وخت پیلوټانو د ازبکستان له مسوولانو سره اړیکه نیسي او له هغوي غواړي، د افغانستان پولې سره د ترمز هوايي ډګر کې د بېړنۍ ناستې اجازه ورکړي. د ازبکستان لوری هم ځواب نه ورکوي. د ډېرو هڅو سره سره اړيکه نه ټينګېږي. پیلوټان په مخابره کې اعلان کوي، چې چورلکه کې د افغانستان لومړی کس دی او د بېړنۍ ناستې اړتیا ده، بیا هم ځواب نه ترلاسه کېږي. کومه چورلکه کې چې اشرف غني ناست و، د اړیکې د نه ټينګېدو ته د نه پاملرنې له کبله له بلې چورلکې سره اړیکه نیسي او وايي، چې هر پېښه وشوه، په ترمز کې ناسته کوي؛ ځکه د چورلکو د سون‌توکي ختم شوي دي. په همدې ترتیب هره چورلکه یوه بل پسې د ازبکستان په خاوره د ترمز هوايي ډګر کې ناسته کوي.n(د اشرف غني بل ملګري ماته وویل، چې هغوي په تاجکستان کې د ناستې تابیا نه لرله. د نوموړي په خبره، هغوي له کندوز څخه وروسته د امو سیند خواته الوتنه کړه او د ازبکستان د امنیتي او مرزي چارواکو له خبرېدو پرته، په ترمز هوايي ډګر کې ناسته وکړه).nغمجنې او سپکوونکې شېبې: ترمز هوایی ډګر کې څه پېښ شولnد هغو ۵۴ کسانو له ډلې چې له الوتکو ترمز کې ښکته کېږي، ۲۲ کسه یې پیلوټان، د پیلوټانو مرسته‌کوونکي او د هوايي قوا تخنیکر او ۲۲ نور کسان د ولسمشر ساتوونکي دي، چې یو یې هم پاسپورت نه لري. ترمز هوايي ډګر ته له ښکته‌کېدو سره سم د دوو تر درې سوه ازبک پوځي او پوله‌ساتوونکي ځواکونه زموږ د چورلکو شاوخوا ځای پر ځای شول. ټول له خپلو وسلو سره د تیارسي په حالت کې ولاړ و. موږ شاوخوا یو ساعت په خپلو چورلکو کې پاتې شو. څه کم یو ساعت وروسته د اشرف غني له چورلکې د هغه د ساتوونکې قطعې رییس جنرال قاهر کوچی له چورلکې ښکته شو او ښودل یې چې وسله نه لري او د خبرو اترو تکل لري. نوموړي د ازبک ځواکونو قوماندان خواته چې د خپلو ځواکونو شاته له یوه موټر سره ولاړ و، حرکت وکړ. ازبک ځواکونو له بدني تالاشۍ وروسته نوموړي ته اجازه ورکړه، چې د قوماندان خواته یې لاړ شي. هغوي دوه درې دقیقې خبرې وکړې او له هغې وروسته مې ولېدل، چې نوموړي قوماندان د خپلې مخابرې له لارې چاسره اړیکه نیسي. ازبک ځواکونو د تیارسي په حالت کې د چورلکو شاوخوا موضع نیولی ده.nلسو نه تر پنځلس دقیقې وروسته یو توررنګه موټر له ډریوار او یو بل کس سره چې ملکي جامې يې پر تن وې د ازبک ځواکونو قوماندان خواته راغی. هغه کس چې د موټر په مخکې څوکۍ کې د ډرایور خواته ناست و، له موټره ښکته شو او له ازبک قوماندان او د ولسمشر د ساتووونکې قطعې له رییس سره یې د لنډې پوښتنې وروسته د هغې چورلکې پر لور راغی، چې اشرف غني په کې سپور و. هغوي چورلکې ته پورته شول او دوو درې دقیقو وروسته له اشرف غني، رولا غني اوو حمدالله محب سره له چورلکې راښکته شول او د هغه موټر خواته لاړل، چې ملکي کس له ځان سره راوړی و. څلور واړه، په هماغه موټر کې د ترمز هوايي ډګر یو بل لوري ته لاړل. شاوخوا پنځلس دقیقې وروسته یو بل موټر راغی او د چارو ادارې رییس فضل‌محمود فضلي یې له ځان سره بوت.nوروسته له هغې موږ یو په بل پسې له چورلکې راښکته شو. ازبک ځواکونو له ځنډ پرته موږ بدني تالاشي کړو او له موږ وغوښتل شو، چې وسلې، مرمۍ، نور نظامي وسایل او خپل شخصي توکي خپل مخکې کېږدو او له هغو لرې ودرېږو. د تالاشۍ پر وخت زموږ له ډلې هغوي چې پاسپورت یا د بل هېواد د اوسېدو سند درلود، لږ ورټل شول. خو زه او نور هغه کسان چې یوازې د افغانستان د هویت سند درلود، په ډېر سپکه توګه تالاشي شو. ازبک ځواکونو زموږ او د ولسمشر د ساتوونکو ټول پوځي توکي واخیستل او په خپلو راوړل شویو صندوقونو کې یې ځای پر ځای کړل. هغوي له دغه کار وروسته، چې موږ د چورلکو شاوخوا ولاړ و، چورلکو ته پورته شول او کوم توکي او تجهیزات چې پاتې و، راوویستل. د چورلکو له تخلیې وروسته يې په ځانګړو توکو د څلور واړو چورلکو دروازې مهرولاک کړې. (د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د روسيې سفارت د غني او د هغه د ملګرو له لوري بهر ته د ۱۶۹ ميليونه ډالرو د لېږد خبره کړې وه).nپرته له دې چې موږ ته وویل شي، چې د چورلکو له شاوخوا لرې شو، موږ ۵۰ تنو ته یې چې د ولسمشر د ساتوونکو قطعې رییس، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال، ځانګړي دستیاران او د ولسمشر د ساتوونکو په ګډون همالته په تمه شو. یو ساعت وروسته یې د شپې ډوډۍ راته راوړه.nوروسته له هغې بې له دې چې موږ ته ډوډۍ، اوبه یا بل حاجت ته د تګ اجازه راکړي، ۳۱ ساعته یې همالته ودرولو او په دې ټوله موده کې ازبک ځواکونو خپل د ټوپک میلونه زموږ خواته و او زموږ د ټولو د حرکاتو څارنه یې کوله. هغوي موږ ته په خپل منځ کې د خبرو اجازه هم نه راکوله.nهغه ۳۱ ساعته انتظار مې په ژوند کې تر ټولو ترخې شیبې و. د خوړو لپاره ډوډۍ او اوبه مو نه درلودې. تشناب نه و او سربېره پر دې له دوو سوو زیات ازبک ځواکونو زموږ ترخوا ولاړ و. په دې ۳۱ ساعتونو کې زموږ له ډلې هر یوه چې تشناب ته د تګ اړتیا پېدا کوله، له ازبک ځواکونو به مو اجازه اخیسته او د چورلکې شاته به مو ځانونه تشول. نه پوهېږم هغه کسان چې ډېر وېرېدلي ویلي، تشتناب ته یې د تګ اړتیا ډېره وي. په داسې حال کې چې نه مو خواړه او نه هم اوبه درلودې او زه نه پوهېدم چې په وږي نس، ولې زما ډېر ملګري په هرو پنځلس دقیقو کې قضای حاجت ته اړتیا پېدا کوي.nتراوسه په ترمز هوايي ډګر کې زموږ درې ساعته نه و تېر شوي، چې زموږ د ۵۰ تنو میتیازو بوی ټول ځای په سر واخیست. سره له دې هم ځواکونو محاصره کړي و او له چورلکو د لرې کېدو اجازه یې نه راکوله. موږ چې نوي پوه شوي و، چې تښتېدلې یو او زموږ له وتلو څو ساعته وروسته ارګ د طالبانو له لوري نیول شوی دی، د ازبک ځواکونو کړنې مو درک کولای. هغوي له یوې خوا خپلې خاورې ته له اجازې پرته ناقانونه دننه‌کېدو ته غبرګون ښووده او له بلې خوا د یوه مات شوي دولت له کارکوونکو سره یې سروکار درلود، چې څو ساعته مخکې یې نظام ارګ ته د طالبانو له ننوتو سره ړنګ شو. شاید موږ هغوي ته تښتېدلي او ډارن مالومېدو، هغه هېواد چې شل کاله د نړیوالو ملاتړ ورسره و، پریښی دی. له دې وراخوا هېڅ ازبک سرتیری او پوځي چارواکي زموږ پر ژبه نه پوهېدل.nد نوم او لوګو پرته د سپینې الوتکې کیناستل او د ابوظبۍ پر لور الوتنهn‌‌‌شپه مو همالته د چورلکو ترڅنګ تېره کړه. نیمه شپه هوا ډېره سړه شوه. هوا دومره سړه شوه، چې اړ شو همالته په ولاړه خپل لاسونه وښورو. سړه هوا د زغم وړ نه وه. ومې انګېرله، چې هماغه شپه به ژوندی پاتې نه شم. شپه له ټولو کړاوونو سره پای ته ورسېده. د زمري پر ۲۵ ماښام مهال ولږې، تندې، بې‌خوبي او له بې‌خبرۍ سربېره د ۳۱ ساعته ناوړه بدبوي ټول د لیونتوب او بیچارګۍ حد ته رسولي و. له بلې خوا د زمري میاشتې لمر چې سوزونکی و، یوازې موږ نه، بلکې ازبک ځواکونه یې هم کړولي و.nکه څه هم ازبک ځواکونه هرو څو ساعتونو کې بدلېدل رابدلېدل، خو بیا هم هغوي هم په قهر ښکارېدل. ښکارېده، چې سختۍ ګرمۍ او د هوايي ډګر د کانکریټي رنوی تودوخه دوچنده احساسېده، هغوي یې هم له ناوړه او بدو شرایطو سره مخ کړي و.nوروسته له ۳۱ ساعته انتظاره د دوشنبې ماښام مهال یوه وړه سپینه وړه او له هېڅ ډول سوداګریزې او دولتي نښان پرته ترمز هوايي ډګر کې کېناسته او له موږ یو څه لرې ودرېده. څو دقیقې وروسته اشرف غني، رولا غني، حمدالله محب او فضل‌محمود فضلي هماغه موټر کې چې پرون یې لېږدولي و، راغلل. هغوي لومړی دغې الوتکې ته چې ۶۰ څوکۍ یې درلودې، پورته شول او بیا موږ یو په بل پسې په وږي نس ورپورته شو. یوازې شخصي توکي یې بېرته راکړل او پوځي توکي او تجهیزات یې چې له موږ اخیستي و، بېرته رانکړل.nپه الوتکه کې وضعیت معمولي و او ولسمشر او نورو چارواکو ته د ځانګړې برخې خبره نه وه. هغوي د الوتکې کابین ته نږدې پر څوکیو او موږ شاته کېناستو. یو له یوه بل سره چا خبرې نه کولې او موږ نه پوهېدو کوم لور ته روان یو. څو شیبې وروسته الوتکه والوته او د الوتکې له لاوډسپیکر څخه نارې شوې، چې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته روانېږو. دننه په الوتکه کې مو وروسته له ۲۸ ساعتونو یو څه خواړه او اوبه ترلاسه کړې.n(۸صبح ورځپاڼې ومونده، چې ایف جي کې ۱۲۵۵ FJK الوتکې د فلایت رادار د راپور له مخې په هماغې ورځې له ترمز هوايي ډګره ابوظبۍ ته پرواز کړی. دغه الوتکه د قزاقستان د فلاجیت شرکت وه. دغه شرکت د نړۍ په پنځو قارو کې دفتر لري، یو مسافروړونکې شرکت د چارترشویو الوتکو لپاره دی. د دغې الوتکې په مټ اشرف غني او د هغه ۵۳ ملګري له ۳۱ ساعته ځنډ وروسته د شپې پر ۱۱:۰۰ بجو له ترمزه ابوظبۍ ته ځي. د دغې الوتکې د کرایې او نور جزییات یو بیل بحث دی، چې ډېرو څېړنو ته اړتیا لري).nله درې نیم ساعته الوتنې وروسته الوتکه د ابوظبۍ هوايي ډګر کې راښکته کېږي. د الوتکې د دروازې له پرانیستلو سره همهاله درې عربان دننه کېږي او له اشرف غني او حمدالله محب سره له روغبړ وروسته هغوي د فضل‌محمود فضلي، رولا غني او ځينو نورو نږدې کسانو په ګډون له ځان سره بیايي. د عربانو برخورد د ازبکانو خلاف ډېر ښه و. هغوي اشرف غني او ملګري یې په لوکسو موټرو کې له هوايي ډګره بیرون کړل. زه او شاوخوا ۴۰ نور هغو موټرو ته چې راته ولاړ و پورته شو او د هوټل پر لوري مو حرکت وکړ.nما له هغې شیبې چې اشرف غني او د هغه ملګري له هوايي ډګره ووتل، بیا ونه لیدل. هوټل کې له ځای پر ځای کېدو وروسته په هغې شپه ویده شوم. د سه شنبې پر سهار د عربي اماراتو ماموران مو لیدلو ته راغلل او له موږ یې پوښتنه وکړه، کوم لوري ته غواړو لاړ شو. هغوي وویل، په دغه هېواد کې د اوسېدو هېڅ ډول اسانتیا درته نشته. ځينو ملګرو د پیلوټانو، د پیلوټ‌مرسته‌کوونکو او تخنیکرانو د پوځي کارت پرته بل کوم سند نه درلود. پرېکړه وشوه، چې هغوي د امریکايي ځواکونو له لوري په ابوظبۍ کې نوي جوړ شوي پنډغالي کې ځای پر ځای کړي ولېږي. نور هم له څه مودې وروسته نورو ځایونو ته لاړل.

ADVERTISEMENT

Similar Places:

زرغون ننګرهار خصوصي ښوونځي صفحې ته ښه راغلاست�
Abdul Wakil High School
we sale desktop computers, printers, toners, cctv cameras, all computer...
ADVERTISEMENT
You will know and understand about our beautiful people and...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
سالمه روزنه صالح اولاد
ADVERTISEMENT