ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Jalalabad > Hospital > Gohar Asia Hospital

Gohar Asia Hospital

(0 Rate)
information culture West Street
+93780622214
(0 Rate)
information culture West Street
+93780622214

About :

Experience the magic
ADVERTISEMENT

Description:

sty at home

Contact:

information culture West Street
+93780622214
-0.0049710269813131, -3.5762362E-6
ADVERTISEMENT

Other Information

Categories:

Hospital
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2022-01-13

د کوم ګروپ وينه لرونکو خلکو واده ( ازدواج ) خطرناکه دى ؟nn* د واده يا ازدواج په موضوع کي د ويني د ګروپو څخه مهم د ار ایچ Rh فکتوردى ، کله چه د ښځينه د وينى ګروپ منفى ار ايچ -Rh وى او د نارينه د وينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh وى ازدواج کول يي د ماشوم لپاره خطرناكه وي .nn* کله چې يو منفى ار ایچ Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ نارینه سره ازدواج وکړى نو د دوى راتلونکى زیږیدونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او د ماشوم لپاره دوه حالت امکان لري .nn① که چیری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی د ګروپ سره يو شان را ووځى د ماشوم آينده ژوند ته خطر نسته ښځه د يو عادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .nn② که چیری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی دګروپ سره ضد راووځى يعنى د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شى پدى وخت کى د ماشوم ژوند ته خطر سته بايد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .nn* کله چې د مور د وينى ګروپ منفي ار ایچ -Rh وی او د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ایچ +Rh وى د مور د وجود دفاعى سيستم د ماشوم د وينى د حجرو په مقابل انتی بادی تولید کوی . تولید شوی انتی بادی د ماشوم په وینه ورګدیژی د ماشوم د وینی حجری تر حملى لاندى راولى او وينه يي د منځه وړى .nn* د ويني له منځه وړلو سره په ماشوم کى د ويني د کمښت ( کم خونى ) ، ژيړى، د عصابو تخريب ، د زړه خرابوالى , پړسوب او د مرګ خطرونه منځته راوړي .nn👈 کله چې مثبت ار ايچ (+Rh) نارينه اومنفى ار ايچ (-Rh) ښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وکړي ؟nn* د حامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه ټيسټ دى چې دا ټيسټ بايد وکړي . nn* ددى تيست په واسطه موږ کولاى سو چي معلومه کړو چي مور د ماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا ؟nn* که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور د ماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چي د مور دفاعى سيستم تر اوسه د ماشوم د وينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى پدى وخت کى ماشوم مورته يوه بيچکارى چه روګام په نامه دیژی ( RhoGAM, or Rho (D) Immune Globulin ) ورلګول کيږى .nn* ددى روګام بيچکارى وظيفه دا د چې د مور دفاعى سيستم تر فشار لاندى راولى خاموش يي ساتي او مخنيوى يي کوى چي نور د ماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چي تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه دى داپيچکارى .nn* او که چيرى ذکر شوي تيسټ مثبت راووځي دا پدى معنى ده چه د مور دفاعى سيستم د ماشوم د وينى حجرى په مقا بل کي عکسلعمل ښودلي د ماشوم دويني حجري يي هم تر حملى لاندى نيولى او د حجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده پدى وخت کى دپيچکارى لګول و مورته هم هیڅ ګټه نلری .nn* کله چه کومبز تيسټ coombs test مثبت وى پدى وخت بايد د مور په نس کى دماشوم تعقيب وشى چي د مور د دفاعى سيستم له خوا وماشوم ته څومره تاوان ( ضرر ) رسيدلی دی .nn* اول يي د ماشوم دوينى مقدار کتل کيږى چي څومره وينه يي ور ضايع کړى ، بعضى وختونه ددى ضرروت پيداکيږى چي ماشوته د مور په نس کى باید وينه ورکول سي ځکه وينه يي ور ضايع کړي وي د شديد کم خونى سره مخ وى .n n* د وينى د مقدار د معلوم کولو څخه وروسته د ژيړى مقدار ، د زړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلوته يي ضرورت دى چه بايد وڅيړل شى . nn* بعضي وخت د ژيړي مقدار يي ډير جګ وي چې ماشوم ته خطر پيداکوي ځکه کله چې د ژيړي مقدار لوړ شي اعصابو ته ځي هلته جمعه کيږي د کيرنکترس ( kernicterus ) ناروغي منځته راوړي .nn* په افغانستان کي ډير خلګ د ويني د ګروپ په معني نه پوهيږي بعضي چي بيا پوهيږي خو تر وداه مخکي د ويني ګروپ کتل او معلومول ورته تعحب او د حيرانتيا خبره ښکاري .nn* لږ تر لږه خو دي دومره وکړي کله چي يي واده وکړ تر واده ورسته دي د ويني ګروپ وګوري د اينده راتلونکي خطره څخه به خلاص سي که يي دويني ګروپو کي مشکل وو د خطر څخه به خبر وي او لازم تدابيربه ورته ونيسي .کاپی

ADVERTISEMENT

Similar Places:

مونږ د عصري وسایلو په لرلو سره په روغتيايي برخوکې...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT