ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Kabul > Product/Service > Economical information

Economical information

(0 Rate)
sarake 3
+93788792889
(0 Rate)
sarake 3
+93788792889

About :

Economical information
ADVERTISEMENT

Contact:

sarake 3
+93788792889

Other Information

Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-01-09

در سال ۲۰۲۰ رشد اقتصادی افغانستان 'کاهش شدید' داشته، اگر صلح بیاید سال آینده 'رشد' می‌کندnnگزارش تازه بانک توسعه آسیا می‌گوید رشد اقتصادی در افغانستان در سال ۲۰۲۰ به دلیل شیوع ویروس کرونا و ادامه چالش‌های امنیتی و سیاسی "کاهش شدید" یافته است.nnگزارش سالانه اقتصادی چشم انداز توسعه آسیا ۲۰۲۰ پیش بینی کرده که تولید ناخالص داخلی افغانستان ۵ درصد در سال ۲۰۲۰ کاهش داشته - کاهش قابل توجه بیشتر از پیش بینی است که در ماه آوریل/اپریل این بانک منتشر کرد.nnبانک توسعه آسیا در سال ۱۹۶۶ تاسیس شده، ۶۸ عضو دارد، ۴۹ عضو در آسیا است.nnنارندرا سینگرو، مدیر بانک توسعه آسیا در افغانستان گفته "براساس پیش‌بینی‌های ما، در صورت موفقیت در مذاکرات صلح افغانستان و ایجاد یک توافق سیاسی سریع، اقتصاد این کشور می‌تواند سال آینده شاهد رشد مثبت باشد."nnبنا به ارزیابی بانک توسعه آسیا اقتصاد کشورهای در حال توسعه در سراسر آسیا در نیمه اول سال جاری برای اولین‌بار پس از نزدیک به شش دهه منقبض شده، اما بهبود در سال آینده آغاز می‌شود.nnگزارش بانک توسعه آسیایی می‌گوید با شیوع کووید-۱۹ اقتصاد کشورهای در حال توسعه آسیا پس از شش دهه منقبض شدهnnبانک توسعه آسیا پیش بینی کرده که رشد تولید ناخالص داخلی افغانستان در سال ۲۰۲۱ به ۱.۵ درصد برسد، در صورتی که شرایط کشور بهبود پیدا کند.nnبر اساس این گزارش، بسته شدن مرزها و قرنطینه در شهرهای بزرگ باعث اختلال در تجارت و حمل و نقل و تضعیف صنعت و خدمات در این کشور شده است. در نتیجه مصرف خانوار کاهش یافت، اعتماد به نفس کم شد و سرمایه گذاری و حواله‌ها کاهش یافت.nnاین گزارش تخمین زده شده که این تحولات باعث افزایش بیکاری، سقوط فعالیت‌های تجاری و تجارت منطقه‌ای شده که بر عایدات دولت تاثیر گذاشته است.nnگزارش می‌گوید میانگین نرخ تورم در افغانستان در ۶ ماهه اول سال ۲۰۲۰ بیش از دو برابر افزایش یافته و از ۲.۵ درصد در یک سال قبل به ۵.۳ درصد رسید، چراکه گرانی مواد غذایی به دلیل کمبودهای ناشی از محدودیت‌های تجاری، بسته‌شدن مرزها و احتمالا احتکار، سه برابر افزایش یافت. تورم غیر غذایی ۸ درصد پایین باقی ماند.nnاین گزارش خاطر نشان می‌کند که پیش بینی درآمد مالی داخلی در سال ۲۰۲۰ به دلیل همه‌گیری از معادل ۱۳.۶ درصد تولید ناخالص داخلی در سال ۲۰۱۹ به ۱۰.۰ درصد کاهش یابد.nnگزارش گفته که با افزایش هزینه‌ها و با کاهش درآمد، پیش بینی می‌شود کسر بودجه به ۴ درصد تولید ناخالص داخلی در سال ۲۰۲۰ برسد. تعهدات پشتیبانی مالی از طرف شرکای توسعه ۲ درصد تولید ناخالص داخلی است، که شکاف مالی در کشور ایجاد می‌کند.nnبر اساس این گزارش، صادرات در نیمه اول سال ۲۰۲۰ حدود ۲۸ درصد و عایدات هم کاهش یافته است. واردات نیز ۲۴ درصد کاهش یافت و جریان بیشتر کمک‌های مالی خارجی مازاد حساب جاری را گسترش داد.nnدر گزارش آمده که در ژوئن/جون ۲۰۲۰، ذخایر ارزی افغانستان برای اولین‌بار از ۹ میلیارد دلار فراتر رفت با آنکه ۱۵ درصد از واردات را تحت پوشش قرار داده و حراج دلار آمریکا توسط بانک مرکزی افغانستان برای تثبیت نرخ ارز نیز انجام شده است.nnگزارش بانک توسعه آسیا می‌گوید که خطرات همچنان وجود دارد، از جمله عدم اطمینان زیاد در مورد هر عامل عمده مانند تداوم شیوع کرونا، امنیت و اوضاع سیاسی، کمک‌های بین‌المللی و شرایط آب و هوایی تاثیر خواهد داشت.nnنظيف الرحمن "رحماني"

ADVERTISEMENT

2020-11-23

#چاپیریالي_اقتصاد 54_PPNnژباړن: نظيف الرحمن "رحماني"nد اقتصاد د علم یو جالب اړخ دا هم دی چې نوموړي علم د وخت په تېریدو سره پراختیا موندلې او پکې د مطالعې نوي مضامین او دسپلینونه رامینځته شوي دي. یو وخت داسې وو چې د اقتصاد مهمه موضوع خصوصي کول او یا هم د دولت په واک کې د تولید د منابعو ساتل وو، له دې پرته په لومړیو کې د پولي اقتصادیانو Monetarist او کینیزیانو تر مینځ د نظر اختلاف او بحثونه د اقتصادي موضوعاتو اړوند تاوده بحثونه شمېرل کېدل.nnپه وروستیو کې داسې موضوعات را مخې ته شول چې باید د اقتصاد د علم په زده کړه کې ورته ځانګړې پاملرنه شوې وه، د بیلګې په ډول سیاسي اقتصاد، چاپیریالي اقتصاد، اروایي اقتصاد او نور. دا هغه موضوعات دي چې د اقتصاد د علم د تیورۍ د تکامل او بشپړوالي سره یو ځای را څرګند شوي او ممکن د دغه تکامل په بهیر کې د اقتصاد اړوند داسې نور ډېرو موضوعاتو لوستل د اقتصاد د زده کوونکو لپاره اړین وګڼل شي.nnچاپیریالي اقتصاد یا Environmental Economics هم د اقتصاد د علم هغه برخه ده چې په دې وروستیو کې ورته ډېره پاملرنه کیږي. چاپیریالي اقتصاد د اقتصاد د علم هغه برخه ده چې پر اقتصاد باندې د چاپیریال اړوند تصامیمو د اغېز څخه بحث کوي. پخوا اقتصاد پوهانو یوازینۍ موخه اقتصادي پرمختګ او هوساینه ګڼله او په دې برخه کې یې د نوموړي پرمختګ څخه رامینځته شوي زیانونو ته پاملرنه نه کوله خو په چاپیریالي اقتصاد کې چاپیریال ته هغه رسیدونکي زیانونه رابر سیره او مطالعه کیږي چې د اقتصادي کړنو له امله چاپیریال ته رسیږي.nnد دغه زیانونو څخه ځینې یې ټول چاپیریال ته متوجه وي لکه د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اوزون د پوړ یا طبقې تخریب او نور، ځينې یې بیا یوازې یوې ځانګړې سیمې ته متوجې وي لکه د یو صنعت یا کښت و کر له امله د یو ښار چاپیریال ته اوړیدونکی زیان او نور. پوښتنه دا ده چې د اقتصادي او نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه چاپیریال ته رسیدونکی زیان څنګه په نښه کولای شو؟ ډیویډ ایټنبرو د دغه زیان ځینې برخې په نښه کړي:nnتر جبران زیات محصول اخیستل: له ځنګلونو، سیندونو او له نورو طبیعي سرچینو څخه دومره څه اخیستل چې تلافي یې نه کیږي یعنې په همدومره اندازه نور څخه په دغه طبیعي سرچینو کې نه زیاتیږي.nnد پردیو بیلګو کارول: په قصدي یا تصادفي ډول د نباتاتو او حیواناتو د انواعو بدلول چې دا چاره د کورنۍ چاپیریال موازنه او انډول خرابوي.nnد شاړو ځمکو ابادول: که څه هم د شاړو ځمکو ابادول د اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي خو د ایټنبرو په اند په کرنیزو ځمکو او میشت ځایونو باندې د شاړو ځمکو بدلول د ژوند چاپیریال ته زیان اړوي.nnککړتیا: بیکاره توکي په چاپیریال کې غورځول هم د چاپیریال د خرابیدا سبب کیږي چې نن سبا د چاپیریال د ککړتیا یو لامل هم د ډیرو ضایع کیدونکو تولیداتو غورځول او ورستیدل ګڼل کیږي.nnپورتني څلور واړه کارونه څه نا څه په هر هیواد او سیمه کې تر سره کیږي او دا بهیر هغه وخت تېز شو کله چې څه کم یوه پېړۍ له مخه د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د اقتصادي پرمختګ بهیر د چټکتیا لارې ته برابر شو. پخوا مهال، اقتصاد یوازې دا څېړل چې وګړي څه ډول شتمني لاس ته راوړلای شي. د شلمې پېړۍ په شپیتمه لسیزه کې وګړو درک کړه چې دودیز اقتصاد نشي کولای د هغوی او ټولنې ټولې ګټې خوندي کړي او له دې لارې ټولنیزې هوساینې او چاپیریال ته زیان رسیږي. د همدغه زیانونو د مخنیوی په موخه د اقتصاد په علم کې د چاپیریالي اقتصاد څانګه هم رامینځته شوه.nnچاپیریالي اقتصاد په چاپیریال باندې د اقتصادي پریکړو او تصامیمو اغېز اندازه کوي، او د دغه اغېز له مینځه وړلو او یا هم کمولو لپاره اړینې حل لارې په ګوته کوي تر څو طبیعي اقتصادي سرچینې په ښه ډول وکارول شي او په وسیله یې ټولنیزې هوساینې ته لار هواره شي. که چیرته وګړي یوازې خپله ګټه په پام کې ونیسي او د چاپیریال عنصر ته پاملرنه و نه کړي نو ښکاره ده چې د چاپیریال د ککړتیا او طبیعي منابعو د ضیاع له امله تلپاتې اقتصادي پرمختګ چې نن سبا د اقتصادي پرمختګ د پالیسي جوړوونکو یوه موخه ده ممکن نه دی. د دې تر څنګ د چاپیریال ککړتیا د زرغون اقتصادي پرمختګ په لاره کې هم خنډونه رامینځته کوي.nnپورته مو د چاپیریالي اقتصاد په اهمیت او موضوع خبرې وکړې او د دې لپاره چې په راتلونکې کې د هر ډول اقتصادي ستونزو د حل توان ولري د اقتصاد زده کوونکي باید د اقتصاد د ټولو برخو اړوند اړین معلومات ولري؛ خو په غالب ګمان، د افغانستان د پوهنتونونو د اقتصاد په پوهنځیو کې تر اوسه د چاپیریالي اقتصاد مضمون نه تدریس کیږي چې د نصاب یوه لویه نیمګړتیا یې ګڼلای شو.

ADVERTISEMENT

2020-09-29

آيا پوهيږي چي د ماليي لومړني اداره کله رامنځته شوه؟nnپه افغانستان کي د ماليي لومړني اداره له نن څخه 265 کاله مخکي د لوى احمدشاه بابا د سلطنت پر مهال جوړه شوي وه.

ADVERTISEMENT
2020-07-23

سلامونه ملګرو!nغواړم نن د اداره اومنجمنټ په هکله معلومات در کړمnnليکنه:نظيف الرحمن "رحماني"nnاداره او منجمنټnانسانان تل په خپلو ورځنيو کړنو بوخت وي او د دغو مهمو کړنو په ښه ډول سرته رسولو لپاره د نړۍ مېشتو وګړو ډول ډول طرحې وړاندې کړې، وروسته له ډېرې مودې انسانانو وکولای شول، چې د خپلو موخو د ښو سرته رسولو لپاره په ډله ييزه او ګروپي توګه کار وکړي، تر څو وکولای د خپلو کارونو ښې پايلې لاس ته راوړي او د دغو ښو پايلو د لاس ته راوړلو لپاره بايد يوه منظمه اداره ولرو، د ادارې په اړه د شلمې پيړۍ څخه بېلابېل نظرونه وړاندې کول پيل شولnدانسانانو دمهمو فعالیتونو څخه یوه هم اداره ده ، په لومړیو وختونو کې کله چې انسانانو نه شول کولای چې په یواځې ځان خپلوموخو ته ورسیږي او دژوند اړتیاوو ته ځواب ووايي. نو دوی دیته اړین شول چې په ګروپي شکل کار وکړي او خپل اهداف لاس ته راوړي .nڅرنګه چې دټولنې مقصد په ګروپي شکل دانسانانو ژوند دی او پخپله د ډیرو ګروپونو مجموعي شکل دی ، نو ددغو ګروپونو د هم غږیتوب لپاره داداره چې رول ډیر مهم بریښي.نو ویلای شو چې اداره د انسانانو په ژوند کې ډیره اړینه ده ترڅو خپلو اهدافو ته ورسیږو .nکولای شو اداره داسې تعريف کړو:nاداره د هدفونو لاسته راوړل دي، په داسې ډول چې ټولې سرچينې په مؤثر ډول او د څرنګوالي له پلوه ښې سرته ورسيږي او د همدغو چارو د سرته رسوونکو د مسؤلينو دخوښۍ سبب وګرځي.nnد ادارې او منجمنټ ارزښت :n- په سمه لاره (طريقه ) د هدفونو لاسته راوړل n- د غوښتنو کمښت او کموالی (کاهش تقاضا)n- د وخت ، پيسو او څرنګوالي ( کيفيت) په نظر کې نيولو سره د فعاليتونو سرته رسول n- د اخستونکو (پيرودونکو) قناعت او خوښيn- منجمنټ په هر سازمان کې د پلې کيدو وړ ويnnSources سرچينې:nد يو سازمان د سرمايې څخه عبارت دي چې په لاندې ډول ديnسرچينې په څو ډوله دي:n۱. فزيکي سرچينې n۲. مالي سرچينې n۳. بشري سرچينېn۴. غير محسوس سرچينې nnاداره :nد ادارې او منجمنټ مهم عنصرونه:n- موخې ( هدفونه) n- سرچينې n- ښه والی يا مؤثريتn- څرنګوالی يا کيفيت n- د چارو د مسؤلينو خوښي يا خوشحالي nnمدير څوک دی ؟nمدير په لغت کې اداره کوونکي يا کار چلونکي ته وايي او په اصطلاح کې مدير هغه کس ته وايي چې د يوې ډلې د کړنې مسؤليت په غاړه لري .nnد مدير يا منيجر دندې :n۱. پلان جوړل ( پلانګذاري )n۲.لارښونه ( سازماندهې)n۳. استخدام n۴. مشري n۵. کنټرول n۱. پلان جوړل :nدهدفونو او فعاليتونو معلومولو د کار دمهال ويش ارزيابي کولو ، ټاکنو او بالاخره د فعاليتونو دلګښت برابرولو څخه عبارت دی . پلان جوړل يوې ښې پريکړې ته اړتيا لري، چې په حقيقت کې پرته له پريکړه (تصميم) د پلان جوړل يو رښتينی شکل نه شي اختيارولی .n۲. لارښونه ( سازماندهې ) :n- د اړتيا وړ فعاليتونوتشخيص او تنظيم (برابرول)n- دهغه فعاليتونو ګروپ بندي کول چې د خاصو موخو (هدفونو) لاسته راوړلو لپاره ورته اړتيا ليدل کيږي n- د فعاليتونو د هم غږي کول، پروا نه کوي، که په عمودي يا افقي شکل وي..n- د يو اداره کوونکي يا مدير له لارې د هرګروپ دفعاليتونو تخصص او هغه ته دلازمو صلاحيتونو ورکول .nعمده موضوعات :n- د ا په نښه کول چې څوک څه دنده سرته رسوي n- څوکدکومو پايلو د لاسته راوړلو لپاره دنده په غاړه لري .n- د سازمان د موخو د رسيدلو لپاره ښې اړيکې ساتل او ښه پريکړه کول n- د سيسټم او کاري مقرراتو په نښه کول nn۳. استخدام : پيژندنه يا تعريف : په سازماني يا اداري تشکيل کې د خالي بستونو ډکول او ساتلو ته استخدام وايي چې دا لاندينۍ برخې په خپله لمن کې رانغاړي .n- د بشري قوې د اړتياو تشخيص يا معلومول n- د موجوده کسانو معلومول ( بررسي)n- مقرري n- ټاکنه ( انتخاب)n- پرمختيا n- ارزيابی ا ونور. n۴. مشري :nپيژندنه : د هغې پروسې يا تګلارې څخه عبارت ده چې د وګړو کړنې او سلوک په کې د اثر لاندې راوړل کيږي ترڅو نوموړو وګړو سره په يوګروپی شکل مرسته وشي . په مشری کې عمده خبره د تحريک او هڅونې ده . nد مدير يت کچې (سطحې) : nFirst Line Manager د ټيټې کچې مدير:nهغه مدير ته ويل کيږي چې د مديريت په ټيټه درجه کې واقع وي او مسقيماً ټول کارونه پخپله پرمخ وړي .nMiddle Line Manager دمنځنی کچې مدير:nهغه مدير ته ويل کيږي چې د ټيټې درجې نه پورته وي او د ټيټې سطحې مديرانو کارونه په غاړه اخلي .nTop Line Manager د لوړې کچې مدير:nهغه مديرته ويل کيږي چې په لوړه کچه کارونه سرته رسوي او زيات کا رونه د ټيتې سطحې دمديرانو اويا د مامورينو له لارې سرته رسوي چې ريس يا معاون هم پدې ډله کې شامل دی .nnمديريت څه ته وايي ؟nمديريت په لغت کې اداره کول او يا د سازمان ، کورنۍ او داسې نورو چلولو ته وايي او په اصطلاح کې مديريت د خاصو هدفونو دلاسته راوړلو لپاره په ډير کم وخت کې دمادي او معنوي قوتونو همغږي کولو ته وايي .nnدمديريت عمده او خاص مهارتونه :n- تخنيکي مهارتونه : هغه مهارتونه دي، چې په يوه خاصه څانګه کې زده کړه او تخصص منعکس کوي .nبشري مهارتونه : هغه مهارتونه دي، چې ديو مدير د کار يا يوې معاملې کولو استعداد او توان منعکس کوي هم د يو مشر په توګه او هم د يو ټيم د يوکارکوونکې په توګه .nدرک کوونکي مهارتونه : هغه مهارتونه دي چې ديو مدير توړتيا ښکاره کوي، ترڅو ټول سازمان يا اداره په بشپړه توګه بررسي کړي او د بېلابېلو عنصرونو چاپيريال او بهرنۍ حالات وپيژني او د هغوی په منځ کې يوه اړيکه وساتي. nnاداره څه ته وايي ؟nد ځانګړو چلندونو پر بنسټ هغه ټولنيز نظام دی، چې يوه ډله وګړي په کې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي وي او په ګډه د دغو موخو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي. nnد يوې روغې او سالمې ادارې ځانګړتياوې :n۱. په اداره کې دټولو مقرراتو پلي کول لازم دي..n۲.د ادارې تشکيل بايد د اړتيا وړ وي او هم د ادارې د ټول وړ تشکيل په اندازه وي، نه ډېر يا لږ. n۳.د ادارې په ټولو کارونو (ټاکنه، تبديلول،.....) کې د ښو اخلاقو او ښې رويې څخه بايد کار واخيستل شي. n۴. په يوه اداره کې بايد د بډو اخيستلو، غلطې ګټې اخيستلو او بېروکراسۍ څخه مخنيوی وشي..n۵. کار آهل کار ته سپارل n۶. په اداره کې همغږي ، مرسته کول اولازمه لارښوونه بايد مراعت شي .nnد ادارې لومړني يا بڼسټيز اصول :n۱. همغږي او د موخې ياهدف يووالی n۲. د مرتبو د سلسلې مراعتولn۳. د لارښوونې يووالی n۴. د صلاحيت او مسؤ ليت استعمال n۵. عدل ( ټولو ته په يو نظر کتل) n۶. د تخصص په نظر کې نيول n۷. د کار پايله په نظر کې نيولnnپروژه څه ته وايي ؟nپروژه د هغه خاصو فعاليتونو ترسره کولو ته وايي چې پيل او پای ولري . همدارنګه د پروژی په سرته رسيدلوسره د هغې تشکيل هم له منځه ځي .nپروژه ، په ټاکلي وخت کې د ټاکلو موخو لپاره د ټاکلو سرچينو څخه ګټې اخيستلو ته پروژه وايي.nلکه : ټاکلې موخه + ټاکلې سرچينې+ ټاکلی وخت = پروژه nnستراتيژي څه ته وايي ؟ nد ټاکلي موخو د لاسته راوړنې لپاره د پاليسۍ ، پلان او فعاليتونه په کار اچولو ته ستراتيژي وايي .nnپلان :nراتلونکی په نظر کې نيول عبارت له پلان څخه دی . که چيرې پلان نيمګړی وي بايد خطرات يي په نظر کې ونيول شي .nnسيسټم :nهغه ډول طريقې ته ويل کيږي چې د ټاکلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره په يو بل پورې تړاو ولري .يا په بل عبارت ،سيسټم د مختلفو ارګانونو هغې ټولګې ته وايي چې د ځانګړو شرايطو او قواعدو په نظر کې نيولو سره د ټاکلو موخو لپاره فعاليت کوي .nnتشکيل :nد دندو ، د صلاحيتونو د کچې د معلومولو، مسؤليتونو او د اړيکو د ټينګولو د تقسيم بندۍ څخه عبارت دي . nپه تشکيل کې درې مهم ټکي :n۱. د دندو معلومولو او تقسيمول n۲. د صلاحيتونو او مسؤليتونو معلومول او تقسيمول n۳. د واحدونو منطقي اړيکېnnنوټ دادارې اړوند موضوعاتو شیر کولی ډېر ځکه ضروری ديس چې په اداراتو کې مو ډېر بېسواده ناستے دی

ADVERTISEMENT

2020-07-14

#له فقر او ناچارۍ څخه د خلاصون ۱۰ لارې چارېn ليکنه:نظيف الرحمن "رحماني"n۱-میاشتني لګښتونه مو وسنجوئ : داځکه چې هیڅ کار له غور اوسنجش پرته سرته نه رسیږي.nn۲- له اړتیا پرته توکي مه پیرئ : وارن بافت وایي:« که چیرې تاسې داسي توکي وپیرئ چې اړتیا ورته نه لرئ نو؛ ژر ده چې داسي توکي به وپلورئ چې اړتیا ورته لرئ».nn۳- د ژوندانه اړتیاوې اوغوښتنې مو مشخصې کړئ : کله مو چې اړتياوى اوغوښتنې مشخصې شي نو؛ بیا په آسانۍ سره کولای شئ خپلې پیسې مدیریت کړئ.nn۴- مالي مدیریت زده کړئ :که چیرې تاسو د مالي مدیریت په هکله معلومات ونه لرئ کیدای شي تل بې وزله و اوسئ.nn۵- مخکې له مخکې مو د اخیستلو(خریدارئ) نوملړ(لیست) برابرکړئ : بازار ته له تللو مخکې د اخیستلو نوملړ برابرکړئ او د اړینو پیسو څخه ۱۰ سلنه زیاتې پیسې درسره یوسئ ، هرڅومره چې تاسې بازار ته زیاتې پیسې وړئ هغومره تاسې زیات توکي پیرئ چې کیدای شي تاسو هغوی ته اړتیا ونه لرئ.nn۶- دستونزو پر وړاندې دکمزورتیا احساس مه کوئ : زړه نازړه کیدل او ناهیلي توب نه یوازې دا چې ستونزه نه شي هوارولای بلکه ستونزې لا ډیروي ، غوره داده چې له همدې ځایه پورته شئ او له هغو کسانوسره مشوره وکړئ چې په ژوندانه کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي. مولانا وایي:«عقل قوت ګیرد از عقل دیګر/ نیشکرکامل شود از نیشکر».nn۷- مه پښه نیولي کیږئ : که له لاسه مو څه شی ولویدل او مات شول،مه پریږده چې زړه دپسې مات شي ، داځکه چې «په ماتو پښو کولای شې موخې ته ورسیږې مګر په مات زړه ، هیڅکله نه!».nn۸- خپل ځان مه هیروئ : ډیر داسې کسان شته چې د خپل کار ، سوداګرۍ او د ژوندانه د ښایسته کولو په غم کې دومره ډوب دي چې :«سهاروختي پاڅیدل،کتاب لوستل،سپورت،د اوبوڅښل او سبو خوړل،تفریح او له ژوندانه نه خوند اخیستل»اوداسې نور ګټور کارونه یې هیر کړي. همدا ده چې ورو ورو په بیلابیلو ناروغیو آخته کیږي او په پایله کې په «فقر» کې راښکیلیږي.nn۹- د ورځنیو لګښتونو لپاره پور مه اخلئ : هغه کسان چې د ورځنیو لګښتونو (نه دپانګوني لپاره) پور اخلي هغه له خپلو پیسو څخه ژر مصرفوي او داسې فکر کوي چې دپور پیسي وړیا دي او بیرته یې نه ورکوي،تر ډیره کوښښ وکړئ چې د ورځنیو لګښتونو لپاره پور ترلاسه نه کړئ ، دپور د اخیستلو پرځای دکار اوزیار په اړه فکر وکړئ، کله چې دمالي ستونزې سره مخ شئ مه ووایئ «چې پور کوم» ووایئ :«یو کار کوم» تر وروستي بریده؛ چې ډیر مجبور شوي نه وئ د ورځنیو لګښتونو لپاره پور مه اخلئ ځکه که چیرې یوځل له پور لاندې شوئ ، بیاترې وتل ستونزمن دي. دکور تجملي او اضافي توکي وپلورئ .مګرتاسو کولای شئ دپانګونې لپاره پور ترلاسه کړئ او په باوري توګه یو کار اوبار په لاره واچوئ.nn۱۰- دبډای کیدلو لپاره بیړه مه کوئ : «ډیره بیړه ښه نه ده» البته ټمبلي هم مه کوئ«ډیره ټمبلي هم ښه نه ده» ځکه چې «بیړه او ټمبلي دواړه دشیطان کارونه دي».

ADVERTISEMENT

2020-06-08

د عامه تمویل مانا n(Meaning of Public Finance)nليکنه: نظيف الرحمن "رحماني"nnپه اوسني وخت کې د پرمختللو او پرمختیايي هیوادونو په اقتصاد ، د وګړو په ژوند او کاروبار باندې د دولتي سکتور اغیز له ورایه څرګنديږي او له همدې امله د عامه اقتصاد او عامه تمویل لوست خورا اړین ګڼل کیږي.nnعامه تمویل د سیاسي اقتصاد یوه لویه او اړینه برخه جوړوي او د اقتصاد زده کړه یالانو لپاره ډېره اړینه ګڼل کیږي ، دا چې وګړي دولت ته مالیه ورکوي او په وړاندې یې د دولت له لوري چوپړتیاوې ترسره کیږي نو وګړي هم د دولت د تمویل او لګښتونو د پوهیدو سره علاقه لري او اړینه ګڼي چې د خپلې ورکړل شوې مالیې د لګښت په اړه پوه شي.nمعمولاً په ټولنیز بازار اقتصادي نظام او ګډ (مختلط) اقتصاد کې چې ډېری کاروبارونه د دولت د بودجې د سیاست تر اغیز لاندې وي نه یوازې دا چې د کاروباري پریکړو نیولو او د کاروبار په ښه ډول ترسره کولو لپاره بلکې د متشبثینو او کاروبارونو د مشاورینو لپاره د عامه تمویل لوست خورا اړین ګڼل کیږي بلکې دا چې په اوسني پرمختللي نړۍ کې د دولت مالي کړه وړه د وګړو اقتصادي او ورځنۍ ژوند هم تر خپل اغیز لاندې راولي نو د عامو وګړو لپاره هم خورا اړینه ده څو د دولت په مالي کړنو باندې خبر اوسي.nnله همدې امله اړینه ګڼل کیږي څو پوه شو چې عامه تمویل څه ته وايي ، کومې برخې رانغاړي؟nnد عامه تمویل اصطلاح په ټوله کې په تمویل پورې تړلې اصطلاح ده چې ددولت په هره کچه (مرکزي ، ولایتي او یا هم سیمه ايیزه کچه) د مالي سرچینو څخه بحث کوي او په ټوله کې دوه برخې په برکې نیسي چې عبارت دي له:nn👈 ددولت عواید: ټول هغه عواید په برکې نیسي چې د مالي کال په اوږدو کې د دولت له لوري د وګړو څخه د ماليې، وګړو ته د چوپړتیاو او یا هم د دولتي راکړو ورکړو او دولتی کاروبارونو څخه ترلاسه کوي.nn👈 ددولت لګښتونه: د دولت په لګښتونو کې هغه ټول لګښتونه راځي چې د مالي کال په اوږدو کې د دولت له لوري ترسره کیږي.nnد عامه تمویل په اړه Dalton زیاتوي چې ، عامه تمویل د اقتصاد له هغې برخې څخه عبارت دی چې د یو هیواد د پولو دننه اقتصاد او سیاست باندې تکیه لري.nnمډرن یا نوی دولت د هوساینې دولت دی چې د وګړو د هوساینې لپاره باید بیلا بیلې لکه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې دندې پرمخ یوسي، د یادو شوو دندو سره سره د قانون واکمني، د عدالت او سولې رامنځته کول، د ډیموکراسۍ رامنځته کول او ساتل، له بهرنیو هیوادونو په وړاندې د هیواد ساتنه، د با ثباته سیاسي سیسټم رامنځته کول، د اقتصادي ستونزو حل، اقتصادي ودې ته چټکتیا ورکول او ساتل او نور هم د دولت له بنسټیزو دندو څخه شمیرل کیږي.nnنو له همدې امله دا هم ویل کیږي چې د دولت لپاره د سیاسي کړنو په پرتله اقتصادي کړنو ته لومړیتوب ورکول ډېر اړین ګڼل کیږي. دا ځکه چې سیاست او اقتصاد تل یو له بل سره خوا په خوا روان وي او هغه ټولنې چې له اقتصادي اړخه ځواکمنې وي نو له سیاسي اړخه هم ځواکمنې ګڼل کیږي، چې دا نه یوازې په پرمختللو هیوادونو کې بلکې په پرمختیايي او وروسته پاتې هیوادونو کې هم د دولت ټولنیزې او اقتصادي کړنې خورا اهمیت لرونکې وي.nnد پورتنیو دندو او یا هم کړنو د ترسره کولو لپاره دولت پیسو ته اړتیا لري او دولت دا پیسې د عوایدو په بڼه له وکړو د مالیې، فیس، جریمو، چوپړتیاو او یا هم د اقتصادي کړنو له لارې ترلاسه کوي او دولت یې د عامه پروژو تمویل ،روغتیا، ښوونه او روزنه، امنیت، چاپیریال ساتنې او نورو ټولو هغو برخو کې چې خلک ورته اړتیا لري په لګښت رسوي.nنو له همدې امله داسي ویلای شو چې، عامه تمویل د دولت د مالي سرچینو څیړنیز لوست ده چې د دولت له مالي راکړو ورکړو او سیاستونو سره اړیکه لري.nnد Taylor په آند ، عامه تمویل مالي علم دی ، سیاستونه یې مالي سیاستونه دي او ستونزې یې هم مالي ستونزې دي.nnعصري عامه تمویل د دولت لاندنیو مالي کړنو بنسټیزې ستونزې تر څیړنې لاندې نیسي چې عبارت دي له:nn⁦✍️⁩ تر کومه ځایه دولت د اقتصاد په برخه کې لاسوهنه وکړي؟nn⁦✍️⁩ د عامه اقتصاد د لوست برخې تر کومه وي؟nn⁦✍️⁩ د عامه عوایدو اندازه څومره وي؟nn⁦✍️⁩ څنګه او تر کومې کچې په مالیه کې زیاتوالی او یا هم کموالی راشي؟nn⁦✍️⁩ د مالیاتي سیسټم ځانګړتیاوې باید کومې وي؟nn⁦✍️⁩ مالیاتي بوج څنګه وویشل شي؟nn⁦✍️⁩ په عامه لګښتونو کې په کومه کچه ډيرښت او یا هم کمښت رامینځته شي؟nn⁦✍️⁩ مالیه څنګه راټوله او دولتي لګښتونه څنګه ترسره شي؟nn⁦✍️⁩ څنګه د ټولنې په هوساینه کې زیاتوالی راوستل شي؟nn⁦✍️⁩ تر کومه حده دولت پور واخلي او دا پورونه څنګه مدیریت کړي؟nn⁦✍️⁩ د بودجې جوړولو لپاره کوم معیار په پام کې ونیول شي او څنګه انډولیزه (متوازنه) بودجه جوړه شي؟nn⁦✍️⁩ بودجې کسر ته تر کومه حده اجازه ورکړل شي او دا کسر څنګه تمویل شي؟ او داسې نورnnنو له همدې امله لکه څرنګه چې عامه تمویل په اوسني وخت کې یوه پيچلې پدیده ګڼل کیږي همداسې یې ستونزې او لوست هم خورا پیچلي ګڼل کیږي.nnپه لنډ ډول ویلای شو چې، عامه تمویل د دولت د اقتصادي چلند او بیلا بیلو ټولنیزو غوښتنو، د کمیابه تولیدي سرچینو او د هغوی څخه د متبادلې ګټه اخیستنې ترمنځ د اړیکې یوه سیستماتیکه څیړنیزه مطالعه ده چې موخه یې د ټولنې د ټولیزې عمومي هوساینې ترلاسه کول ، زیاتول او ساتل دي.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2020-03-08

ماليات(Taxes),دولت او زمونږ ژوندnليکنه: نظيف الرحمن "رحماني"nماليات ځه شى دي؟nماليات هغه ورکړى دي چى د دولت لخوا د خلکو پر عايداتو او شتمنيو وضع شوى وي.هغه هيوادونو چى د بازار اقتصادي سيستم لري.هلته د خلکو پر شتمنيو او عايداتو ماليات وضع کيږي چي دغه ماليات هر کال د ماليي وزرات اړوند غړو لخوا راټوليږي.دا ماليات د پلان مطابق په مختلفو پروژو مصرفيږي.خو د هيواد په ځينو سيمو کي ماليات نه ورکول کيږي.او دولت هم د خپلو فغاليتونو د پر مخ وړلو لپاره مالياتو ته ضرورت لري تر څو خلکو ته عامه خدامات وړندي کړي.nلکه:د هيواد لويو لارو او سرکونو جوړول,د بريښنا د بندونو بيارغونه او جوړونه, د دولتى ښونځيو او پوهنتونونو مصارف او په سلګونو نورى چاري.nد مالياتو په نه موجوديت پورتني فغاليتونه اصلاً په نه وړل کيږي.دولت هم د هغه تصديو څخه زيات ماليات اخلي چي زيات عوايد ولري او هغه چي چي لږ عوايد ولري له هغو لږ ماليات اخلي.nد مالياتو د تاديي په کي په برخه کي دولت د عوامو لپاره بايد اسانتياوي رامنځته کړي. تر څو په اساني سره خپل تاديه کړي.او دولت بايد خلکو ته دا ډاډ وکړي چى د دوي څخه راټول شوى ماليات د هيواد د بيارغوني لپاره استماليږي او په عمل کي يي بايد ثابته کړي.تر څو خلک پر دوي اعتماد وکړي.nد مالياتو په ورکړه کي به هيڅ ډول قومى ,نژدي,مذهبي او نور تعبيض نه وي.nنو راځي چي دخپل دولت د استطاعت او پياوړى کيدو په خاطر خپل دولت ته ماليات ورکړو.nد افغانستان د روښانه راتلونکي په هيله!

ADVERTISEMENT

2020-03-07

ليکنه: N Rnnافغانستان، کې به کاغذي نوټ پلاستیکي شي!! nد افغانستان بانک کار کوي چې د کاغذي نوټ پرځای پلاستیکي نوټ رایج کړي.nد دې ځانګړتیا به دا وي چې ژر نه خرابیږي او که دافغانستان بانک دې پلان کې بریالی شي، د سیمې هېوادونو کې به لومړی هېواد شي چې کاغذي نوټ یې پلاستیکي باندې بدلیږي.nnخپل نظر کمنټ کړئ nشير يې کړۍ

ADVERTISEMENT

Similar Places:

Welcome to Abdali Book Bank. The biggest and leading physical...
ADVERTISEMENT
موږ سره ملا ټړ شﺉ دین به زده کړﺉ
ADVERTISEMENT
̶ح̶ل̶ ̶ر̶ا̶ی̶گ̶ا̶ن̶ ̶م̶ش̶ک̶ل̶ا̶ت̶ ̶ف̶ی̶س̶ب̶و̶ک
لمزاني هو الخيار الأفضل لأصحاب الذوق الرفيع
ADVERTISEMENT
شرکت تو سعه اپکس
صنایع دستی انیس آیسان
ADVERTISEMENT
Creative Design & Print Video Production Radio Production Photography Division Campaign Management
ADVERTISEMENT
A Complete Foundation of Spoken English
بهترین تخت �خواب طفلانه یک منزله دو منزله به رنگ...
فروشنده بهترین فرش های ایرانی با کمترین قیمت و بالاترین...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
...افغان گلوبل نماینده انحصاری دهوا و IDIS در افغانستان
این صفحه برای رسامی با پنسل است، و فرمایشات شما...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT