ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Musa Qala > Internist (Internal Medicine) > Dr Abdul Aziz Azizi

Dr Abdul Aziz Azizi

(0 Rate)
(0 Rate)

About :

I want to provide medical information to my compatriots through this page and help them in case of m
ADVERTISEMENT

Contact:

8.8608572800113E-6, 2.440689E-6
ADVERTISEMENT

Other Information

Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-10-27

دحیض په دوران کی دجماع اضرار:nn1- دحیض په دروان کی جماع داسلام له نظره،nپه کوم شی کی چی دانسان لپار ضرر وی الله تعالی دهغی نه منع کړی ده او په کوم شی کی چی فائده وی نو الله تعالی پری امر کړی دی دحیض په دوران کی جماع ډیر ضررونه لری چی ډاکټرانو ته یی تراوسه پوره معلومات نشته خو الله تعالی ترینه خپل بندګان منع کړی دی الله تعالی فرمای:( وَيَسْأَلونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذىً فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ) البقرة / 222nژباړه: تپوس کوی له تانه ای پیغمبره په باره دحیض کی، ته ورته جواب کی وایه حیض یو مرض دی پدی حالت کی دښځو دجماع نه ځان وژغورئ.n2- دحیض په دوران کی جماع دطب له نظره،nد ډاکټرانو اوسنۍ څیړنی ښایی چی دښځی سره دحیض په دوران کی جماع کول ډیر ضررونه لری ځنی یی په لاندی ډول دی:n* دښځی هګیو یعنی (هغه ماده چی هغی سره دسړی منی یو ځای کیږی او بیا ترینه بچی پیدا کیږی) کی التهابات(ګرمایش،سوزش) پیدا کیږی چی بیا د عقم( شنډیدو) سبب ګرځی.n*دښځی تناسلی اندام کی هغه مواد ختمیږی چی میکروب وژنی نو دمختلفو مرضونو سبب جوړیږی.n* دحیض په دوران کی په مکرر ډول جماع کول درحم خوله بندوی چی دعقم سبب ګرځی.n* جماع کول دجراثیمو دنقلیدو یوه وسیله ده او دحیض په دوران کی دښځی په تناسلی اندام کی دمیکروب ضد مواد نه وی موجود.n*دښځی په مثانه او ګردو کی التهابات پیدا کوی.n* دغه ضررونو یواځی ښځی ته ندی متوجه بلکی دسړی په تشو میتیازو کی سوزش پیدا کوی،مثانه ، هګۍ، او دمیتیازو په نلۍ کی التهابات پیدا کوی.n*د تشو میتیازو سره وینه او نو پیدا کوی.n* په مثانه کی درد پیدا کوی.n* او سړی جنسی طور کمزوری کیږی.n*دسړی په منۍ کی یو قسم میکروبی ماده ده چی دښځی رحم دهغی ضد مواد تناسلی اندام ته ورکوی اودحیض په دروان کی دغه ماده دحیض دوینی سره خاریجیږی، یعنی دښځی په تناسلی اندام کی مدافع قوت نوی موجود، نو د ډیرو مرضونو سبب شی.n* ښځه جسمی او نفسی طور هم جماع ته نوی جوړه ځکه دحیض په دوران کی په ملا او خیټه کی ډیر درد محسوسوی او دځنی ښځو درد دیته اړ شی چی د درد ضد ګولۍ خوری.n*ځنی ښځو ته دنیم سر درد او ګانګی(قئ) پیدا کیږی.n*دحیض په دوران کی دښځی جنسی خواهش په نش حساب وی.nn👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇n 👇👇👇n 👇n روغتيايي لارښوونېn ☝️n ☝️☝️☝️n☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️

ADVERTISEMENT

2021-10-19

دويني ورکولو ګټي او د ويني ورکولو اړوند معلومات! ⚕nnپه اوسط ډول د انسان په بدن کي د 5_6ليتر پوري وينه شتون لري کچيري يو څوک روغ صحت ولري کولای شي 500ccيا ملي ليتر وينه په ارمه سره ورکړي. کچيري ښه صحت ولري يو ليتر وينه ورکول هم تاوان نلري يو دوه هفتي به لږ کمزوري احساس کوي نور مشکيل نلري. nوينه ورکونکی بايد د ويني کومه ناروغي ونلري.nوينه ورکونکی په دولسو هفتو يادريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکولای شي.nد ويني ورکونکي عمر بايد له 18 څخه تر 65کلنو پوري وي.nښځه هم وينه ورکولای شي خو چي د ويني ورکولو په وخت کي زنانه مريضي ونلري(حيض).nد ويني ورکولو وروسته ويني ورکوونکي ته بايد جوس شيدي کيلي ورکړل شي.nپه 12 هفتو يا دريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکول د انسان بدن ته مفيده ده! n1: د ويني فشار کنټرولوي.n2: د اوسپيني کچه را ټيټوي چي زياته اوسپينه د يني د خرابوالي او دويني د حجراتو د خرابوالي سبب ګرځي.n3: د زړه او رګونو د ناروغۍ کموي.n4: وزن اداره کوي. n5: د روغتيايي خدمت ده.n6: ثواب زيات لري واي که چيري څوک د يوه انسان ژوند وژغوري لکه ټول انسانيت يي چي ژغورلی وي.

ADVERTISEMENT

2021-09-25

💊ادویه جات ضدی درد💊 nشماره اسم ادویه تلفظ ملاحظاتn1 Tab_Paracetamol پرستامول برای تب و دردn2 Tab_Doragesic دوراجزیک برای درد عضلاتn3 Tab_Ibobrofin بروفین برای درد عضلاتn4 Tab_Diclofinac دیکلوفینک برای درد عضلاتn5 Tab_Mecobalamin میکوبلامین برای درد عضلاتn6 Tab_Relife ریلیف برای سر دردیn7 Tab_Ponestan پونستان برای دندان دردیn8 Tab_naproxin نیپروکسین برای درد عضلاتn9 Tab_Aspirin اسپرین برای درد مفصلی عضلات صافn10 Tab_Acetaminophen استامینوفن برای درد و تبn11 Tab_ Etodolac ایتودولاک برای درد و تبn12 Tab_ Rastophin رستوفین برای دردی متوسطn13 Tab_ Reboseld ربوسد برای دردی متوسطn14 Tab_ Oxipamol اوکسی پامول برای دردمفصلی عضلات صافn15 Tab_ Oxipar اوکسی پر برای درد مفصلی عضلات صافn16 Tab_ Optalidone اوپتلیدون برای سر دردیn17 Cap_ Piroxicam پیروکسیکام برای درد عضلاتn18 Cap_ Ceclucip سیکلوسیپ برای درد عضلاتn19 Cap_ Sulpreid سلپرید برای درد عضلاتn20 Tab_ Catorlac کیتورلاک برای دردهاn21 Amp_ Vitamin B1 ویتامین بی 1 برای دردمفصلی عضلات صافn22 Tab_ Megrile میگریل برای نیم سریn23 Tab_ Anthocyanoside-A انتوساینوساید کرامپ پاه,دردی شب و نامراحتیn24 Tab_ Oxybutynin-Chlorid اگزیبوتینین-کلراید بزای دردی نفخ وبادnn 💊ادویه جات برای گلون دردی💊 nشماره اسم ادویه تلفظ ملاحظاتn1 Tab_ Pencillin-V پنسیلین-وی عفونت تنفس وسیفیلیسn2 Tab_ Erthyormycin اریترومایسین عفونت تنفس وسیفیلیسn3 Tab_ Nystatin نستاتین برای پخته شدن دهنn4 Tab_Cllaerytromycin کلاریترومایسین برای گلون دردیn5 Tab_ Strypsil استرپسلز برای خارش گلونn6 Cap_ Clindmycin-300mg کلیندمایسین برای دردی گلونn7 Cap_ Strontium _Chlorid سترونتیوم کلراید ضدی حساسیت دهن و دندانn8 Sul_ Cetylpyridinium ستیل پیرادینیوم کلراید برای غفونت دهان وخوشبوکردن دهانn9 Tab_ Ethambutol اتامبوتول ضدی سل n10 Tab_ Isoniazid ایزونیازید درمان سلnn 💊 ادویه جات ضدی درد معده💊 nشماره اسم ادویه تلفظ ملاحظاتn1 Tab_ Pantoprazole پینتوپرازول برای زخم واسیدی معدهn2 Tab_ Ranitidin رانیتیدین برای زخم واسیدی معدهn3 Tab_ Istac ایستاک برای اسیدی معدهn4 Tab_Cinnarizine سینیرازین برای اسیدی معدهn5 Tab_Domperdone دومپریدون برای التهاب معدهn6 Tab_Nizatidine نیزاتیدین برای اسیدی معدهn7 Tab_ Pirenzepine پیرانزیپین برای اسیدی معدهn8 Tab_ Misoprostol میزپروستول برای اسیدی معدهn9 Tab_Anti_Acid انتی اسید برای اسیدی معدهn10 Tab_ Magnesiumhydroxide مگنیزیم هایدرواکساید برای اسیدی معدهn11 Tab_ Dimethicone دایمیتیکون سوهاضمه وزخمn12 Tab_ Cimetidine سایمتیدین ضداسیدی معدهn13 Syp_ Aluminium_M j المونیم (م جی) برای اسیدی معدهn14 Syp_ Aluminium_M G S المونیم(جی س) برای اسیدی معدهn15 Syp_ Ambenonium_chlorid المبنونیم کلراید برای اسیدمعده ونفع معدهn16 Syp_ Dicyclomine_hcl دیسیکلومین برای زخم معده کودکانn17 Cap_ Omeprazol اومپرازول درمان اسیدی معدهn18 Cap_ Esomeprazole ایزومپرازول درمان اسیدی معدهn19 Cap_ Lasoprazol لنسپرازول درمان اسیدی معدهn20 Amp_ Ranitidin رانیتدین ضدی اسیدی معدهn21 Syp_ Sucralfate سکرلفیت برای زخم معدهn22 Syp_ SYGoviscon گاویسکان برای زخم معدهn23 Syp_Moxal مکزل برای اسیدی معدهn24 Tap_ Metodine D F میتودین دی اف برای پچش رودهn25 Tap_ Physostigmine فیزوستیگمین برای فلج امعاn26 Tap_ Nesotigmine نیزوستیگمین برای فلج امعاn27 Tab_ Paclitaxel پاکلیتکسین برای سوهاضمهn28 Tab_ Mesalazine مسالازین ضدی التهاب روده ومعدهn29 Tap_ Dexamfetamine-Sulfat دگزامفتامین-سلفات کم کردن اشتها ولاغر شدن استفاده میشودnn 💊 ادویه جات برای دردی بطنی 💊 nشماره اسم ادویه تلفظ ملاحظاتn1 DF-MetodineTab_ میتودین دی اف برای پچش رودهn2 spa-NoAmp_ نوشپا دردی بطنیn3 HyoscinAmp_ هیوسین دردی بطنیn4 Plus-BiscopanTab_ بیسکوپان پلس دردی بطنیn5 SotalolTab_ سوتالول ضدی روماتیزوم بطنیn6 Amp_Tramadol ترامادول دردی بطنیnn 💊ادویه جات برای ضدی فشاری بالا💊 nشماره اسم ادویه تلفظ ملاحظاتn1 Tab_ Nifidipin نیفیدپین برای فشاری بالاn2 Tab_ Furosemide فوروزماید برای فشاری بالاn3 Tab_ Lasix لاسیکس برای فشاری بالاn4 Tab_ Captopryl کپتوپریل برای فشاری بالاn5 Tab_ Metl-dopa میتیل دوپا برای فشاری بالاn6 Tab_ Prpranolol پروپرانولول برای فشاری بالاn7 Tab_ Atenolol اتینولول برای فشاری بالاn8 Tab_ Enalapril انالاپریل برای فشاری بالاn9 Tab_ Theophylline توفیلین برای فشاری بالاn10 Tab_ Verapamil وراپامیل ضدی فشاری خونn11 Tab_ Glyceryl-trinitrate گلیسریل –ترای نایتریت وقایه قلب وفشاری بلند شریانیn12 Tab_ Spironolactone سپایرونولا کتون برای فشاری بلنددیابت بی مزهn13 Tab_ Mannitol مانیتول برای فشاری دماغیn14 Tab_ Amiloride-H امیلورید-اچ برای سیروزجگروفشاری خونn15 Cap_ Mepropamat میپروپامات برای فشاری بالاn16 Amp_ Nikotamyd نیکتامید برای فشاری پایینnn 💊ادویه جات برای ضدی کرم 💊 nشماره اسم ادویه تلفظ ملاحظاتn1 Tab_ Iodoquinol ایوداکینول ضدی جاردیاn2 Tab_ Paromomycin-Sulfate پارومومیسین سلفات ضدی آمیب وکرم کدو دانهn3 Tab_ Albendasol البیندازول ضدی کرم وکوخکهn4 Tab_ Pyrantyl-Pamat پیرانتل پاموات ضدی کرم n5 Tab_ Piprazin پیپرازین ضدی کرم n6 Tab_ Mebendazole مبندازول ضدی کرم وکوخکه n7 Tab_ Thiabendazole تیابندازول ضدی کرمn8 Vl_ Vancomycin وینکومایسین ضدی باکتریا

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-08-07

د پوستکي خارښت او درملنه یې!nnسکبیس د پوستکي یؤ دول ځانګړې ساري ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي. دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ور باندې دېر اخته کېږي چې په مشترک دول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور ... nهر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږی او ټول بدن یی خارښت پیدا کوی. nnنښې نښانې یې:n۱ـ کله چی دا میکروب پوستکی ته داخل شی نو شخص ته شدید خارش پیدا کیږی او دا خارش د شپی لخوا زیات وی د ورځی لخوا کم.n۲ـ په پوستکی باندی وړی وړی سری دانی را خیژی چی کله دیر وگرول شی نو وینه کوی.n۳ـ اکثرا خارش د تناسولی الی په شا او خوا وی هم په ښځو کی او هم په نارینه وو کی.n۴ـ په ماشومانو کی د پښو په تلو کی د لاسونو په ورغویو کی او په تناسولی برخو کی دیر لیدل کیږی. nnد مخنیوي لارې یې:n۱ـ که چیری مو په کورنی کی کوم شخص ته خارش و نو کوشش وکری چی اطاق یی جدا کری او د سکبیس تداوی ورته شروع کری.nn۲ـ کوشش وکری چی خپل لباسونه سرچپه اوتو کړی د ورځی یی لمر ته اچوی او د شپی لخوا یی ازادی هوا ته اچوی.nn۳ـ کوشش وکری خپله کمپله، روجایی او توشک لمر ته واچوی.nn۴ـ که په کور کی مو هر څومره وگړی په خارش اخته وی نو د تولو په یوه ورځ تداوی شروع کری.nnدرملنه یې:nاول باید د خارش ضد لاندی دواگانی توصیه شی ترڅو یی خارش ارام شی.nTab cetrizin n Tab Lorotidin nTab fexofenadin nباتور غیرت وایي پورتنی دواگانی موقتی خارش اراموی او حقیقی تداوی یی په لاندی دول ده:nLice onil cream (Lindon)n۱پورتنی ملهمونه باید د هر شخص د پاره دری دانی استعمال شی.nnد استعمال طریقه یې:n۱ـ اول باید ځان په صابون ښه ومینځی. n۲ـ یو دانه ټول ملهم له مری ښکته په تول بدن ولگوی بله شپه بل ملهم ولگوی او په دریمه شپه بل ملهم ولگوی. n۲ـ دا ملهم باید دری دانی د یو شخص د پاره استفاده شی nپه بله ورځ بیا دوباره خپل ځان ومینځی او پاکی جامی واغوندی.n۳ـ که پورتنی طریقه په درسته توگه ونه کری شاید دا مرض تاسو سره تر دیر وخت پوری پاتی شی. nپه‌یاد ولری که په کورنی کی مو نور کسان هم په دی ناروغی اخته وی باید هغوی هم یه یوه ورځ تداوی شی خصوصا" شځه او خاوند ځکه چی دا مرض له یو نه بل ته بیا انتقال کوی.

ADVERTISEMENT

2021-06-30

د ژور #خــــپــــګان ضـــد درمــــــل ( Anti Depressant Drugs ) nnتعریف :nډپریشن دهغه تشویش څخه عبارت دی چی ناروغ د غم او خفګان احساس کوی د بدبختی اود خفګان احساس له کبله دی ته ترجیع ورکوی چی یوازتیوب خوښ کړی .nاود خوشی د اظهاریدو قدرت نلری . داسی فکر کیږی چی په ډپریشن کی دماغ په بعضی نواهیو کی د مونوامینو سویه تنقیص کوی لکه نوراپنفرین ( یا نارادرینالین ) یا سیروتونین .nددغه درملو له استعمال له کبله ددغه موادو سویه جګیږی او دماغی انحطاط ښه والی مومی چی دغه مواد افرازوی دوباره جذبوی چی دغه حادثه ته Reuptapre پنوم یادیږی .nد تراسکلیک مستحضرات ددغه حادثی د نهی سبب کیږی یعنی نوراپنفرین او سیروتونین د جذب مخه نیسی مکر ددرملو د تاثیر شروع څو هفتی وخت نیسی . ددرملو تاثیر په مختلف اشخاصو کی مختلف دی کیدایشی یو درمل سره ځواب ښه نه وی مګر بل درمل سره ځواب ښه وی .nنومړی درمل د نارمل اشخاصو په سلوک باندی تاثیر نه لری مهمترین درمل یی په لاندی ډول دی .nn1 __ Imipramine n2 __ Amitripylline n3 __ Trimipramine nnد استــــــعمال ځایونه : nپه دماغی انحطاط کی امی ترپتیلین , وترای میرامین , په هغه حالاتو کی چی تسکین مد نظر وی ترجیع ورکول کیږی . امی ترپتیلین د نیورو پاتی دردونو کی تجویز کیږی . هغه ماشومان چی د شپی له خوا میتازی کوی د مباحثی لاندی تربحث لاندی دی . په ابتدا کی درمل استعمال نه شی . هغه ماشومان چی د اوه کالو څخه کم عمر ولری درمل توصیه نشی . والدینو ته اطمینان ورکړی جی کیدای شی دغه حالت د وخت په تیریدو سره ښه والی ومومی او ماشوم باید تهدید نه شی . یو یا دوه ساعته مخکی له خوب څخه مخکی باید د مایعاتو اخستل د ماشوم په واسطه محدود کړای شی په استثنا د ګرمو مناطقو یا اسهالاتو کی ماشوم یو یا دوه ساعته وروسته له خوب څخه پاڅول شی چی خپله مثانه تخلیه کړی .nجــــــــانــــــــبــــــی عوارض :nانتی موسکانیک تاثیرات , خولی وچوالی , Dysuria , د لیدلو تشویش , زړه بدوالی , قبضیت یی جانبی عوارض .nقـــــــلــــبــــــی تاثیرات :nقلبی تاثیرات , ارتمیا , ټکی کاردیا , خوله , د شریانی فشار کموالی .nنـــــــــــــور تــــــــــاثــــــیــــــرات :nد عشه Tremor , جلدی اندفات , وینی په شکر کی تغیرات , په سلوک کی تغیرات , د جنسی فعالیت تغیرات .nمـــــــــضـــــــــاد استطباب :nپه میو کاردیل انفاکشن ( MI ) کی , په قلبی ارتیما ګانو کی او قلبی پلاکونو کی .nاحـــــــــــتـــــــــیــــــــــاط :nnحاملګی , شیدو ورکولو کی باید احتیاط وشی .nد Amitripiylline دوز :nهغه خلک چی د خودکشی تمایل لری ټول درمل په یو ځل په لاس ورنه کړل شی . ځکه چی تراپیوتیک او اندکس تراپیوتیک ترمنځ فاصله لږوی .nکاهلانو ته 75mg زړو خلکو ته 75_35 mg په یو دوز د شپی لخوا په نیورو پاتیک دردونو کی 25_10 mg شپی لخوا د ضرورت په وخت کی 75_50 mg د شپی لخوا چی 25mg تابلیت موجود دی .nد Imipramine دوز :nکاهلانو ته 75mg په تقسیمی دوزونو په ابتدایی ډول تجویز کیږی .nد Trimipramineدوز :nکاهلانو ته 75_50 mg په وحد دوز دوه ساعته مخکی له استراحت څخه نومړوړی دری واړه درمل دقیق دوز سنجول په کار دی . ځکه چی د تداوی دوز او توکسیک دوز ترمنځ سرحد ډیر کم دی .nFluoxetine :nد خولې د لاری تطبیقیږی او په عضویت کی په نور فلوکزاتین تبدلیږی .nچی نیمایی عمر یی د یو څخه ترڅلورو ورځی ده . nد اســـــــــــــتعمال ځایونه :nپه ډپریـــــشـــــــــــــــن کی استعمالیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږی .nnمـــــــضاد استطباب :nپه مانیا کی نه ورکول کیږی .nاحــــــــــتـــــــیــــاط :nقلبی تشویشات , ډیابت , وینی تشویشاتو کی , د ځیګر اوپښتورګو تشویشاتو کی احتیاط وشی .nجـــــــــانــــــــبــــــــــی عوارض :nد وینی ګلوکوز تغیرات , د ويښتانو رژیدل , د هضمی جهاز تشویشات .nدوز : nپه دماغی انحطاط کی 20mg په ورځ کی کاهلانو ته تطبیقیږی .nnنور درمل یی په لاندی ډول دی nProtadinenد اضطاب او ژورخفګان د لمنځه وړلو لپاره کاروی nVenlafxine nد ژور خپګان د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .nEscitalopram nد ژور خفګان او panic Drsorder لپار کارول کیږی nCitalopram HCL nد ژور خپګان او انزایتی لپاره کارول کیږی nSertraline nد ژور خپګان او اضطراب د درملنی او وقایی لپاره کارول کیږی nParoxetine nد ژور خپګان او نارامی د ټولو ډولونو لپاره کارول کیږی nEtifoxine HCL nد ژور خپګان او.انزایتی په درملنه او بیلابیلو حساساتی او بدنی عکس العملونو په درملنه کی کارول کیږی .nnستاسي دروغتیاپه هیله

ADVERTISEMENT

2021-06-18

شکر ناروغي، عوامل او پرهېز يې!nnشکر هغه حالت ته ويل کيږي چې په کې په شکرې د اخته کس بدن په کافي اندازه انسولين نشي توليدولی څو د بدن اړتيا يې پوره کړي، يا د اخته کس د بدن حجرات انسولین ته لازم غبرګون نه شي ښودلی. انسولين هغه هورمون دی چې د پانکراس له غدې ترشح کيږي او له وينې څخه د بدن نورو حجراتو ته ګلوکوز انتقالوي. همداراز د بدن په ميتابولېزم يو شمېر نورې اغېزې هم لري.nnمونږ او تاسې په ورځني ژوند کې داسې خواړه خورو چې په کافي اندازه ګلوکوز لرونکي دي او ګلوکوز د بدن د حجراتو د انرژۍ د توليد لپاره اړين دی. دغه ګلوکوز بيا د انسولين هورمون په وسيله له وينې څخه د بدن حجراتو ته انتقاليږي خو که چيرې انسولين نه وي او يا په سمه توګه فعاليت ترسره نه کړي نو دغه ګلوکوز همداسې په وينه کې جمع کيږي او بلاخره په وينه کې يې اندازه لوړيږي. کله چې په وينه کې ګلوکوز زيات جمع شي نو بيا انسان په شکر اخته کيږي.nnد شکر ډولونهnnشکر ډېر ډولونه لري خو تر ټولو عام يې لمړۍ نوع ، دويم نوع او د حمل د مهال يا (gestational diabete) شکر دی.nnلمړی نوع شکر يا (Type 1 diabetes): هغه ډول شکر دی چې پرې د اخته کس بدن انسولين نشي توليدولی ځکه چې په دې کې د بدن دفاعي سيستم په وسيله د پانکراس هغه حجرات تخريبيږي چې انسولين توليدوي. کله چې د انسولين توليدونکي حجرات تخريب شول نو بيا بدن د انسولين له کمښت سره مخ کيږي چې بيا د انسولين د کمښت پر اساس په وينه کې د ګلوکوز اندازه لوړيږي او شخص په شکر اخته کيږي. په لومړي نوع شکر که څه هم کوچنيان او تنکي ځوانان ډېر اخته کيږي؛ خو کولی شي لويان هم تر بريد لاندې ونيسي. هغه کسان چې په دې نوع شکر اخته وي؛ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بايد هره ورځ انسولين واخلي.nnدويم نوع شکر يا (Type 2 diabetes): دويم نوع شکر تر ټولو عام شکر دی چې پرې د اخته کس بدن انسولين نشي توليدولی يا که يې توليد کړي ورڅخه استفاده نشي کولی. که څه هم دغه ډول شکر تر ډېره په منځني او پاخه عمر لرونکي کسانو کې ليدل کيږي خو کېدلی شي چې د عمر په هر پړاو کې پرې خلک اخته شي.nnد حمل پر مهال شکر يا (Gestational diabetes): هغه ډول شکر دی چې په اوميندوارو ميرمنو کې پيدا کيږي. که څه هم ډيری وختونه دغه ډول شکر له زيږون وروسته له منځه ځي، خو داسې امکان هم لري چې له لنګون وروسته هم په ميرمنو کې دويم نوع شکر راښکاره شي.nnشکر ځينې نور ډولونه هم لري چې ډېر عام نه دي لکه monogenic diabetes، هغه دی چې د حجراتو په يو جن کې د تغيراتو له امله رامنځته شوی وي. او cystic fibrosis-related diabetes.nnڅوک په دويم نوع شکر ډېر اخته کيږي؟nnهغوی چې عمرونه يې له ۴۵ کالو لوړ ديnهغوی چې په کورنۍ کې يې په ارثي توګه شکر ناوغي موجوده ويnهغوی چې وزن يې زیات ويnهغوی چې ورزش نه کويnهغوی چې د وينې لوړ فشار لريnشکر د کومو ناروغيو د توليد سبب کيږي؟nnد زړه بېلابېلې ناروغۍ، مغزي سکته، د ګردو ناروغۍ، د سترګو ناروغۍ، د غاښونو ناروغۍ، عصبي ناروغۍ، د پښو ناروغۍnnد لومړي نوع شکر نښانې له اخته کېدلو وروسته سمدستي په څو اونيو کې څرګنديږي خو د دويم نوع شکر نښانې بيا په کراره او له ډېر وخت وروسته څرګنديږي چې ممکن مياشتې او کلونه په بر کې ونيسي.nnلومړی نوع شکر له څه شي پيدا کيږي؟nnلومړی نوع شکر هغه مهال پيدا کيږي کله چې د بدن دفاعي سيستم په خپله بدن تر بريد لاندې ونيسي. داسې چې د ځينو وايروسونو او بکترياوو د بريد پر مهال د بدن دفاعي سيستم پانکراس غده تر بريد لاندې نيسي او په کې بېټا حجرات چې انسولين توليدوي؛ له منځه وړي. په پای کې پانکراس د انسولين د توليد وړتيا د لاسه ورکوي چې له امله يې په وينه کې د ګلوګوز اندازه لوړيږي او شخص په لومړی نوع شکر اخته کيږي.nnدويم نوع شکر له شي پيدا کيږي؟nnدويم نوع شکر معمول ترين شکر دی چې ډېر عوامل لري لکه د ژوند بڼې عوامل (يعنې چاغوالی، ورزش نه کول او ځينې ځانګړي درمل خوړل) او جنيټيکي عوامل لکه د جينونو موټېشن.nnځانګړي درمل خوړل لکه Niacin، diuretics or water pills، anti-seizure، د رواني ناروغيو درمل، د ايډز درمل، pentamidine، glucocorticoids او anti-rejection درمل.nnد شکر مهمې نښېnn۱ـ ډېره تنده او زياتې تشې متيازې کول:nnکله هم داسې شوي چې تشناب ته له معمول څخه زیات ورځئ؟ کله مو فکر کړی چې د ورځې ډېره برخه په تشناب ته تګ تېروئ؟nnکله چې مو په وينه کې ګلوکوز زيات شي نو په طبيعي ډول مو تشې متيازې هم زياتيږي او بيا به نو تشناب ته له معمول څخه ډېر ورځئ. همدارنګه که چيري ستاسې په کافي اندازه انسولين توليد نه کړي او که يې توليد هم کړي خو حجرات يې په مقابل کې کافي غبرګون ونه ښيې؛ نو بيا مو ګردې هم ګلوکوز له وينې نشي فلتر کولی. بيا به مو ګردې د ګلوکوز د رقيق کولو لپاره له وينې څخه اوبه واخلي چې په دې سره مو مثانه ډکيږي او تشناب ته به له معمول څخه ډېر ورځئ.nn۲ـ شديده لوږه:nnکله مو چې په وينه کې انسولين په سمه توګه کار ونه کړي او يا هم وينه کې موجود نه وي؛ نو بيا مو د بدن حجراتو ته په کافي اندازه انرژي نه رسيږي، په دې وخت کې مو بدن غبرګون ښيې څو نوره انرژي ورته پيدا کړئ. همدا سبب دی چې بيا د لوږې احساس کوئ.nn۳ـ ناڅاپي وزن زياتېدل:nnکله چې د لوږې احساس وکړ او بيا مو ډېر خواړه وخوړل نو دغه خواړه مو په بدن کې د زیاتې انرژۍ توليد سبب کيږي چې دا بيا د وزن د زیاتېدلو او د خېټې شاوخوا د وازګې د جمع کېدلو سبب کيږي چې ورسره خېټه هم غټېږي.nn۴ـ غېر معمول وزن کمېدل:nnدغه حالت تر ډېره په لومړي نوع شکر کې رامنځته کيږي. یعنې کله مو بدن په کافي اندازه انسولين توليد نه کړي نو د بدن حجرات مو د انرژۍ له کمښت سره مخ کيږي ځکه حجرات خو انرژي له ګلوکوز څخه اخلي او کله چې له وينې څخه ګلوکوز فلتر او حجراتو ته ونه رسیږي نو بدن مو د انرژۍ د اخيستلو لپاره د بلې سرچينې په لټه کې کيږي. همدا دی چې په عضلاتو شته ګلوکوز او په بدن کې موجود شحمیات په انرژۍ تبديليږي چې په پای کې مو بدن په بشپړ ډول د انرژۍ له کمښت سره.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-06-13

د کيوي ګټی🥝🥝🥝🥝nnپه یوه څېړنه کې ثابته شوې چې کيوي د مني د فصل تر ټولو ګټوره مېوه ده؛ په کیوي کې زیاته اندازه وېټامین سي شته چې د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي.nد تغذیې د برخې څېړونکي پر دې عقیده دي چې له پوست سره د کيوي خوړل د هاضمې سيستم لپاره مناسب نه دي او د معدې د پړسوب سبب ګرځي.nد امریکا په کلفورنیا ایالات کې یوې ډلې روغتیا پالانو په خپله څېړنه کې دا په ګوته کړې چې کيوي پر ويټامین سي سربېره پروتین او هغه انزایمونه لري چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي. دوی وایي که کيوي له ډوډۍ وروسته وخوړل شي نو د خوړو په هضم کې پوره مرسته کوي.nدوی دا هم په ګوته کړې چې په کيوي کې شته انتي اکسیدونه د بېلابېلو سرطانونو په ځانګړې ډول د هاضمې د سيستم د سرطان مخنیوی کوي.nڅېړنې ښودلې چې د کيوي تورې دانې چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فیبر لري، د هغو کسانو لپاره ګټورې دي چې ډېری وخت قبضیت وي. که کيوي مخکې له خوب څخه وخوړل شي د کلمو له موجي حرکاتو سره مرسته کوي.nدغې ډلې پر کيوي د خپلو څېړنو په پایله کې دا هم ثابته کړې ده چې د ورځې د دوو دانو کيوي چې د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دي، ۶۰ کالري انرژي لري، خو که له دې زیات وخوړل شي کېدای شي د معدې لپاره ستونزې پیدا کړي.nپه څېړنه کې دا هم په ګوته شوې ده چې له یوه کاله د ټیټ عمر لرونکي باید له کيوي څخه ګټه وانه خلي؛ ځکه کېدای شي د لږ عمر ماشوم لپاره د کيوي خوړل حساسیت پاروونکي پرېوځي.nدغه راز د هغو کسانو لپاره هم د کيوي خوړل نه توصیه کېږي چې په کیسه صفرا کې ډبرې لري.nدا چې د ډېری مېوو خوړل له پوستکي سره توصیه کېږي، خو د دې څېړنو وروستیو پایلو دا په ګوته کړې چې له پوست سره د کيوي خوړل د معدې او هاضمې سيستم لپاره ستونزې جوړوي. ډاکترعبدالعزیز(عزیزي)

ADVERTISEMENT

2021-06-10

مثانه(Urinary bladder):يو کڅوړه ماننده يا پياله ماننده ساختمان دى چى ادرار دزخيره کيدو وظيفه په عاړه لرى داخليل او خالب ترمنځ موقعيت لرى n1:دتشى مثانى ضخامت 5mm.n2دکى مثانى ضخامت 3mmدى .nnمثانى امراض: n1:cystitis.n2:cystolithiasis.nnمثانى دالتهاب اعراض او علايم :n1:Pelvic pain.n2:urinary burning.n3:renal colic.n4:n/v.nn5:freq uent urination.nدمثانى التهاب اسباب :n1:infection.n2: bladder calculus.n3:urinary catheterization.n4: truma.nدمثانى التهاب په التراسوند کى :nمثانى قدامى جدار به پړسيدلى او هم ضخيم وى نسبت نورو برخو ته n2:دقدامى جدار ايکوجينيستى (Echogenicity)به يي هم زياته شوى وى nنوت : مثانه په التراسوند کى تور خيال (an echoic ).او ناروع وضعيت دمعاينى لپاره (supin posion.nداکتر عبدالعزیز (عزیزي)

ADVERTISEMENT

Similar Places:

Latest Computers and Electronics Gadgets
اخبار فوتبال را از این دریچه آگاه شوید!!!
دوکتر زحل پنجشیری بخش داخله عمومی
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
© Official Facebook™ page � The latest news and live...
این صفحه برای افغانستان و محبتم نسبت به سرزمینم میباشد...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
Business Market
لیکوال, ژباړن او د اقتصادي امورو محصل
this is economical information page
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
Social Economic Care Organization موسسه مراقبت اقتصادی ، اجتماعی
تاسې کولی شی چی اقتصادي معلومات له همدی ځای...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT