ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Kabul > Government Official > Abdul Habib zadran

Abdul Habib zadran

(4 Rate)
Kabul
(4 Rate)
Kabul

About :

Deputy Minister Finance - Ministry of Finance Former Deputy Minister Administration Former DG Revenue Former Director of Large Taxpayers
ADVERTISEMENT

Contact:

Kabul ,1001
35.744702274156, 67.366986422972
ADVERTISEMENT

Other Information

Website:

www.mof.gov.af
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-07-10

۱۹/۰۴/۱۴۰۰nد خوست ولایت هوایي ډګر نن د افغانستان جمهور رییس جلالتمآب محترم محمد اشرف غنی لخوا رسماً پرانیستل شو او د آریانا افغان هوایي شرکت الوتکې سره له دُبی نه خوست ولایت ته راتلونکو مسافرو ته هر کلی وکړ.nد یادونې وړ ده چې د اوس لپاره د آریانا افغان هوایي شرکت یوازینۍ هوایي شرکت ده چې دغه هوایي ډګر ته نړیواله الوتنې لري.nجلالتمآب محترم محمد اشرف غنی، رئیس جمهور افغانستان الیوم میدان هوایی ولایت خوست را رسماً افتتاح نموده و ضمناً برای مسافرینیکه با طیارۀ آریانا پرواز شان از دبی به خوست عملی گردیده بود خوش آمدید عرض نمودند. nقابل ذکر است که برای فعلاً د آریانا افغان هوایی شرکت تنها شرکت هوایی است که پرواز های بین المللی خویش را به این میدان عملی مینماید.

ADVERTISEMENT

2021-07-08

د مالیې وزارت کې د ۷ کلن ماموریت پای او زما د نوي ماموریت پیل!nپه ۲۰۱۴ ميلادي کال کې مې د بودېجې عمومي د یو بخش آمر او د ریاست ستر سلاکار په حیث د ماليې وزارت په چوکاټ کې دنده شروع کړه چې تر لږ ځنډ وروسته د مالیې وزارت د وخت محترمې رهبرۍ لخوا د لویو مالیه ورکوونکو رییس، د عوایدو لوی رییس، د پالیسۍ ستر سلاکار، د اداري مرستیال او بیا په ۱۳۹۸ کال کې د مالیې وزارت مالي مرستیال په توګه را باندې اعتماد وشو چې زما لپاره د خاطرو، زده کړو، تجروبو او لاسته راوړنو ډکه دوره وه.nپه یاده اووه کلنه دوره کې مې د همکارانو سره یو ځای ګران هېواد افغانستان لپاره ډېرې لاسته راوړنې درلودې چې ځېنې یې غواړم له تاسو سره شرېکې کړم لکه:nد ملي بودجې،نړیوالې مرستو او د متقاعدینو ته د خدماتود عرضه کولو په برخه کښې:n✓ د جېنوا کنفرانس کې ګران هېواد لپاره ۱۳.۴ مېلیارده ډالرو جذبول چې ډېر حساس پړاو وو.n✓ د ۱۳۹۹ کال او ۱۴۰۰ کال بودېجو ترتیب د متوازن انکشاف په پام کښې نیولو سره، د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره او د دواړه بودیجو د ولسې جرګې څخه په نږدې همغږۍ تصویبول.n✓ کرونا سره د مبارزې لپاره مالي مدیریت چې یو ستر ګواښ وو او د حکومت په مالي او اقتصادي نظام باندې یې ډېر منفي تاثیرات درلودل.n✓ د اسیایي بانک، نړیوال بانک او نورو نړیوالو مرستندویو ادارو کښې د افغانستان استازولي کول.n✓ د نړیوالې ټولنې سره شوي ژمنې سرته رسول او په بدل کې یې اعلان شويو مرستو لاسته راوړل.n✓ مالي سېسټمونو یو ځای کول او یو واحد سېسټم را منځته کولn✓ په ۱۳۹۹ کال امنیتي سکتور برخه کې تقریبا ۳۳۰ میلیونه ډالرو سپماn✓ عامه سکتور کې تقریبا ۸۰ میلیونه ډالرو سپما او تقریبا د ۱۰۰ میلیونو ډالرپه ارزښت مالي فشار را ټیټولn✓ د مالیې وزارت په تاریخ کې په لومړۍ ځل سره د کال شروع لپاره مې ۳۰ مېلیاره افغانۍ خزانه کې ساتلي وېn✓ په ۱۳۹۹ کال کې د FPIP د مالي اصلاحاتو د برنامې تر چتر لاندې چې ارزونه یې د اروپایي ټولنې د بین المللي ټولنې لخوا تر سره کیږي، د مالیې وزارت مالي معینیت د افغانستان په سطحه دویم او د مالیې وزارت په سطحه لومړی مقام خپل کړ.n✓ د متقاعدینو لپاره د پېردونکو خدماتو یوې کړکۍ څانګې پرانیستل.n✓ په ۱۳۹۹ کال کې په لومړۍ ځل سره ټولو متقاعدینو ته حقوق ورکول.n nد ملی عوایدو را ټولو برخه کې:n n✓ د پیسو نړیوال صندوق سره د عوایدو را ټولولو ټاکل شوي اهداف په متواتر ډول پوره کول.n✓ د برېښنایي اظهارنامو ایجادولn✓ کوچنۍ او منځني مالیه ورکوونکو لپاره د پېردونکو خدماتو یوې کړکۍ څانګو جوړولn✓ د لویو مالیه ورکوونکو واحد دفتر پلان عملي کولn✓ مالياتي ستونزو ته رسیدو په پار اړیکتیایي مرکز پرانیستلn✓ د عوایدو ټولولو ښه مدیریت شاملnچې د پورته خدماتو له امله د حکومت رهبرۍ لخوا د میر مسجدي خان په عالي دولتي مډال ونازول شوم او د ۱۴۰۰ کال د سرطان میاشتې په اول تاریخ د مالیی وزارت به وړاندیز او جلالتماب جهمور رئیس د حکم پر اساس مالي معینیت د مالیې وزارت تشکیل څخه لغوه او زما ۷ کالنه د ماموریت دوره هم د ماليې په وزارت کې پاي وموند. باور لرم چې د بودجې، خزانې او د عوایدو راټولولو برخه کې پلې شوي اصلاحات به د PEFA او OBI نړیواله درجه بندي په راتلوونکي ارزیابي کې د افغانستان درجه لوړه کړي.nهمدا رنګه د جلالتمآب جمهور رئیس او د حکومت رهبرۍ نه مننه چې پر ما یې یو ځل بیا اعتماد وکړ او د اریانا افغان هوائي شرکت د مشري دروند بار یې زما پر اوږو کېښود او خپلو ټولو هېوادوالو ته وعده ورکوم چې د ګران هېواد لپاره به تل نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوم د مالیې وزارت نوي رهبرۍ او ټول همکارانو ته د لاسته راوړنو او بریاوو لاسونه لپه کوم او تل د ضرورت په وخت کې به ورسره څنګ په څنګ ولاړ یم او خپلې مشورې به ورسره شریکوم.nد سوکاله، په ځان بسیا او آباد افغانستان په هیله!nn=====nnپایان ماموريت ۷ ساله وزارت ماليه و آغاز ماموريت جديدم! n nماموریت ام را در وزارت ماليه در سال ۲۰۱۴ میلادی منحيث آمر یکی از بخش های ریاست عمومی بودجه و مشاور ارشد آن رياست آغاز نمودم که بعد از مدت کوتاهی از سوی رهبری محترم وزارت مالیه در بخش های مختلف منحیث رئیس مالیه دهنده گان بزرگ٫ رئیس عمومی عواید، مشاور ارشد پالیسی مقام وزارت، معین اداری و در سال ۱۳۹۸ بحیث معین مالی وزارت مالیه، تقرر حاصل نمودم ودر نتیجه خاطرات، تجارب و دست آورد های فراوان را با همکاران عزیزم به دست آوردم.nقسمت از دست آورد های ماموریت ۷ ساله ام در وزارت مالیه را ذیلآ شریک مینمایم: n nدر بخش بودجه، کمک های جهانی و عرضه خدمات به متقاعدین:n n✓ جذب ۱۳.۴ ملیارد دالر برای کشور عزیز در کنفرانس جینوا در یک مرحله بسیار حساس.n✓ ترتیب بودجه سال های مالی ۱۳۹۹ و ۱۴۰۰ و تصویب آن در ولسی جرگه با درنظر داشت انکشاف متوازن، خواسته ها و نیازمندیهای مردم.n✓ مدیریت مالی مبارزه علیه کرونا و جلوگیری از تاثیرات منفی آن بالای نظام مالی و اقتصادی حکومت که یک تهدید بزرگ بود.n✓ اشتراک درجلسات بانک آسیایی، بانک جهانی و ادارات دیگر کمک کننده گان جهانی منحیث نماینده افغانستان.n✓ تطبیق تعهدات با جامعه جهانی و بدست آوردن کمک های اعلان شده.n✓ یکجا نمودن سیستم های مالی و ایجاد یک سیستم واحد.n✓ در سال مالی ۱۳۹۹ صرفه جویی تقریباً ۳۳۰ میلیون دالر در بخش سکتور امنیتی. n✓ صرفه جویی در حدود ۸۰ میلیون دالر در بخش سکتور عامه تنذیل حدودأ ۱۰۰ میلیون دالر فشار مالی.n✓ حفظ ۳۰ میلیارد افغانی در خزانه براي آغاز سال مالی برای اولین بار در تاریخ وزارت مالیه.n✓ در سال مالی ۱۳۹۹ زیر چتر برنامه اصلاحات مالی (FPIP) که ارزیابی آن توسط جامعه بین المللی و جامعه اروپایی انجام میشود، معینیت مالی وزارت مالیه در سطح افغانستان درجه دوم و در وزارت مالیه مقام اول را کسب کرد.n✓ ایجاد بخش خدمات مشتریان برای متقاعدین.n✓ اجرای حقوق تمام متقاعدین در سال ۱۳۹۹ برای اولین بار.n nدر بخش جمع آوری عواید ملی:n n✓ تکمیل نمودن متواتر اهداف تعیین شده صندوق جهانی پول دربخش جمع آوری عواید.n✓ ایجاد اظهارنامه های الکترونیکیn✓ ایجاد بخش خدمات مشتریان برای مالیه دهنده گان کوچک و متوسط.n✓ عملی نمودن پلان دفتر واحد مالیه دهنده گان بزرگ.n✓ ایجاد مرکز ارتباطی (call center) برای رسیدن به مشکلات مالیاتی. n✓ مدیریت بهتر جمع آواری عوایدnکه در نتیجه ارایه خدمات فوق الذکر ازسوی رهبری حکومت افغانستان مدال عالی دولتی میر مسجدی خان برایم اعطا گردید و به تاریخ اول ماه سرطان سال ۱۴۰۰ به پیشنهاد وزارت مالیه و بر اساس حکم جلالتمآب رییس جمهور معینیت مالی از تشکیل وزارت مالیه لغوه و دوره ماموریت ۷ ساله ام درین وزارت به اتمام رسید. nیقین دارم که در رده بندی های جهانی PEFA و OBI درنتیجه اصلاحات تطبیق شده در بخش های بودجه، خزانه و جمع آواری عواید درجه افغانستان بلند خواهد رفت. nدرنهایت از جلالتمآب محترم ريیس جمهور و رهبری حکومت، ابراز سپاس و امتنان میکنم که اینک بار دیگر بالایم اعتماد نمودند و مسئولیت سنگین ریاست عمومی شرکت هوایی آریانا افغان را به من سپردند٫ برای تمام هموطنان خود تعهد میسپارم که در راستای خدمت گذاری اطباع کشورم از هیچ نوع سعی و تلاش دریغ نورزم.nبرای رهبری جدید و همکاران وزارت مالیه آرزوی موفقیت مینمایم و متعهد به ارایه مشوره وشریک ساختن تجاربم در صورت ضرورت میباشم. n nبه امید افغانستان آزاد، آباد و خودکفا!n n ====n n7 years of successful deputation in the Ministry of Finance and the beginning of another trust-based mission! n nMy endeavor with ministry of Finance started as Sub- Director and Senior Adviser in the Budget General Directorate in the year 2014.The top echelon of hierarchy at the Ministry and government level showed full confidence and in a short span of time I was appointed to the position of director (large tax payers) followed by the Director General revenue, Senior Policy Advisor to minister, deputy minister administration and to the prestigious and coveted position of the deputy Minister Finance.nAll these years were full of challenges, achievements, learnings and growing which allow me to introspect, some of the facts are shared as follow:n nNational Budget, donor assistance and services to the pensioners:n n✓ Advocating for Afghanistan and successfully convincing the donor community to pledge USD 13.4 at the critical juncture (financial landscape) at the donor conference held in Geneva in 2020.n✓ Budget formulation and preparation (1399-1400) keeping uniform development in the background and catering to the need and demand of the people and the approval of the budget from both houses of parliaments.n✓ Effective and efficient financial management during the hard and taxing period of Covid-19 which had negative repercussion on the economic and financial landscape of the country.n✓ Representing Afghanistan (the country) at policy level meetings with international donors such as Asian development bank, World Bank and other donors.n✓ Achievements of the bench marks set by the donor community and release of the funds linked to each mile stone set (bench mark).n✓ Amalgamation and unification of various financial systems in the Ministry of finance, in other words creation of a single and responsive system.n✓ Humongous saving of around 330Billion AFN in the security sector in the year 1399 without affecting the vital operations of the sector.n✓ A decent saving of USD 80 million in public sector and reducing the fiscal deficit by USD 100 million.n✓ Reserve of 30 billion AFN in the biggening of the fiscal year for the first time in the history of Ministry of Finance.n✓ Deputy Ministry Finance office was placed on the top in the Ministry of Finance and 2nd all over the country under Fiscal Performance Improvement Plan (FPIP), an ambitious and comprehensive reform program that covers the whole breadth of public financial management conducted by third party consisting of internal expert based on set thresholds.n✓ Opening of single window operation for the Pensioners.n✓ For the ​1st time all the pensioners were paid their pension in the financial year of 1399 unlike other years.n✓nAchievement of target set for national revenues, in fact surpassing the bench mark:n n✓ Consistent attainments of the revenue target set by the (IMF)international monetary fund.n✓ Digitizing and system generated tax return form for the 1st time in the history of the revenue department.n✓ Single window operation for small and medium tax payers in the revenue department.n✓ Setting and operationalizing single large tax payers (SLTO) office.n✓ Establishment Call Center to reach to the complaints and problems encountered by the visitor to the Revenue department.n✓ Efficient and effective management of the revenues collected.nIn recognition of my tireless services and achievements the government of Islamic republic of Afghanistan commended accomplishments by conferring Ghazi Mir Masjidi Khan medal, my tenure in the Ministry of Finance Ministry came to an end with abolition of Deputy Minister office from the structure of Ministry of Finance on 22/ June/2021 on the proposal of MoF and Approval of H.E. The President.nI am confident that the reforms introduced during my tenure in the budget, treasury and pension departments will yield far reaching result and will improve the ranking of the country in upcoming assessments of PEFA and OBI.nI would take the opportunity to thank His excellency the president and government senior management once again showing confidence and putting their trust in my ability to heading Ariana airlines.nI assure my countrymen that I will work tirelessly to live up to their expectationsnI will also take this opportunity to wish success to the new management and my colleagues in the ministry of Finance for their never-ending support, I will be sharing to advises and my expertise when needed.n nIn the hope of peaceful, developed and self-reliant Afghanistan!

ADVERTISEMENT

2021-06-16

د افغانستان او المان د حکومتونو ترمنځ د کلنۍ ناستې لپاره د چمتووالي ناستهnچهار شنبه، د غبرګولي ۲۶ مه ۱۴۰۰ هـ.لnد مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ چې د المان هېواد د سفارت پراختیایي څانګې مشر ډاکټر هینیګ پلاټي او په افغانستان کې د المان هېواد د پراختیایي بانک مشر رونالډ سټي هم حضور درلود، د افغانستان او المان د حکومتونو ترمنځ د کلنۍ ناستې لپاره چمتووالي ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.nپه دې ناسته کې چې د ټولګټو وزارت، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت، د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې، د تدارکاتو ملي ادارې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت استازو ګډون کړی وو، د روانو پروژو په اړوندو ستونزو او د حل په لارو له خبرو او بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.n---nنشست حکومت افغانستان و آلمان به منظور آمادگی برای برگزاری جلسه سالانه nچهار شنبه، ۲۶ جوزا ۱۴۰۰ هـ.ش nنشستی میان حکومت افغانستان و آلمان به منظور آمادگی برای برگزاری جلسه سالانه، به ریاست عبدالحبیب ځدراڼ، معین مالی وزارت مالیه که هینینگ پلاتی، رئیس بخش انکشافی سفارت آلمان و رونالد ستی رئیس بانک انکشافی آلمان در افغانستان، حضور داشتند، از طریق ویدیو کنفرانس برگزار گردید.nدر این نشست که نمایندگان وزارت فواید عامه، شرکت آب رسانی و کانالیزاسیون، اداره ملی تنظیم امور آب، اداره تدارکات ملی، وزارت شهرسازی و اراضی و د افغانستان برشنا شرکت اشتراک داشتند. در رابطه به مشکلات پروژه های جاری و راه های حل آن پس از بحث و تبادل نظر، تصامیم لازم اتخاذ گردید.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-06-09

له نړیوال بانک سره د اصلاحاتو راوستو او عامه سکټور د معاشونو مدیریت او معیاري کېدو په تړاو ناسته وشوهnچهار شنبه، د غبرګولي ۱۹ مه ۱۴۰۰ هـ.لnnد مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ له نړیوال بانک سره د اصلاحاتو راوستو او عامه سکټور د معاشونو مدیریت او معیاري کېدو په تړاو ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه.nد ناستې په پیل کې د دواړو لوریو په موندنو او تحلیل بحث وشو، ورپسې مالي مرستیال د اصلاحاتو او معاشونو معیاري کولو په برخه کي لکه، په دولتي دوایرو کې د معاشونو بیا کتنې په موخه د کاري کمېټې جوړېدو، د هیواد د نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره د معاشونو یوشان کېدو او د سپما ګټورو انتخابونو ته د رسېدو په موخه د اصلاحاتو ګړندي کېدو سپارښتنې وکړې او په دې مسئله یې ټینګار وکړ.nn---nnجلسۀ ایجاد اصلاحات، مدیریت و معیاری سازی معاشات سکتور عامه با بانک جهانی تدویر یافتnچهار شنبه، ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ه.شnnجلسه ایجاد اصلاحات، مدیریت و معیاری سازی معاشات سکتور عامه به ریاست عبدالحبیب ځدران، معین مالی وزارت مالیه با بانک جهانی از طریق کنفرانس ویدیویی برگزار گردید.nدر این جلسه، در نخست بحث روی تحلیل و یافته های طرفین، صورت گرفت. متعاقباً معین مالی توصیه های را که در قبال ایجاد اصلاحات و معیاری سازی معاشات از قبیل: ایجاد کمیتۀ کاری غرض بازنگری معاشات در دوایر دولتی، همسان سازی معاشات با توجه به قوانین نافذۀ کشور و تسریع روند اصلاحات غرض نایل آمدن به گزینه های مثمر صرفه جویی، ابراز نموده و بالای این مسئله تاکید ورزید.

ADVERTISEMENT

2021-06-08

د زراعتي پراختیا د صندوق عالي شورا ترسره شوهnسه شنبه، د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۰ه.لnnد زراعتي پراختیا د صندوق عالي شورا (Agricultural Development Fund) نن د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د وزیر انورالحق احدي په مشرۍ، د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ په مرستیالۍ، د امریکا متحده ایلاتو د انکشافي ادارې USAID)) د استازي او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د استازي د ویډیويي کنفرانس لارې ترسره شوه.nپه دغه غونډه کې د هغو بزګرانو او سوداګرو لپاره د قرضې د چمتو کولو په اړه بحث وشو، چې د کرنې په زنځیري برخه کې کار کوي او همدا راز د کرنیز صندوق په کارونو کې پراختیا او د دغه صندوق ته د یوې واضع موخې ټاکل، د یاد صندوق د پراختیا په موخه د عملیاتي پالیسیو ارزونه او په نور اړوندو مسایلو بحث وشو.nد غوندې په وروستیو د دغه صندوق د فعالیتونو د لا پراختیا په موخه د یادې شورا اړوندو مسولینو ته اړینې سپارښتنې هم وشوې.nn---nnشورای عالی صندوق انکشاف زراعتی دایر گردیدnسه شنبه، ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ه.شnnشورای عالی صندوق انکشاف زراعتی (Agricultural Development Fund) امروز به ریاست انورالحق احدی، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و اشتراک عبدالحبیب ځدران، معین مالی وزارت مالیه منحیث معاون این شورا، نماینده ادارۀ انکشافی ایالات متحده آمریکا (USAID) و نماینده سازمان خواربار و زراعتی سازمان ملل متحد (FAO) از طریق کنفرانس ویدیوئی دایر گردید.nدر این جلسه در رابطه به تهیه قرضه برای دهاقین و تجار که در بخش زنجیره ای زراعت کار می نمایند، بهبود در امور کاری صندوق زراعتی و تعین اهداف واضح برای آن، بررسی پالیسی های عملیاتی جهت بهبود صندوق مذکور و دیگر مسائل مرتبط بحث و تبادل نظر صورت گرفت.nهمچنان جهت بهبود فعالیت های صندوق مذکور از طرف شورای عالی صندوق مذکور هدایات لازم برای مسئولین مربوطه داده شد.

ADVERTISEMENT

2021-05-26

د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق میاشتنۍ ناسته وشوهnچهار شنبه، د غبرګولې ۵ مه ۱۴۰۰ هـ.ل nد مالیې وزارت او نړیوال بانک په ګډه مشرۍ د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق میاشتنۍ ناسته انلاین ترسره شوه.nپه دې ناسته کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د نړیوال بانک استازي او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق مرستندویانو حضور درلود، د نړیوال بانک او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري پلي کېدونکو پروژو په ملاتړ، دوه اړخیزه ژمنو په پلي کولو، د نړیوال بانک څلور کلنې ستراتېژۍ چې تر کار لاندي ده او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق د کمېټې د غړو له خوا تائید شي، د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق مرستندویانو د راتلونکو مرستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.nد یادونې وړده، چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د میاشتنیو ناستو ترسره کېدو موخه د نویو پروګرامو په هکله بحث، موجودو ستونوزو او د یاد صندوق د مالي حالت ارزول دي.n---nنشست ماهانه صندوق وجهی بازسازی افغانستان دایر گردیدnچهار شنبه، ۵ جوزا ۱۴۰۰ هـ.ش nنشست ماهانه صندوق وجهی بازسازی افغانستان به ریاست مشترک وزارت مالیه و بانک جهانی به صورت آنلاین دایر گردید.nدر این نشست که عبدالحبیب ځدران، معین مالی وزارت مالیه، نذیر کبیری، معین پالیسی وزارت مالیه، نماینده بانک جهانی و تمویل کنندگان صندوق وجهی بازسازی افغانستان اشتراک داشتند، در رابطه به تمویل پروژه های که از طرف بانک جهانی و صندوق وجهی بازسازی افغانستان تمویل می گردد، تطبیق تعهدات دوجانبه، استراتیژی ۴ ساله بانک جهانی که تحت کار بوده و قرار است که در آینده های نزدیک از طرف اعضای کمیته صندوق وجهی بازسازی افغانستان مورد تایید قرار گیرد، کمک های آینده تمویل کننده گان به صندوق وجهی بازسازی افغانستان و دیگر مسائل مرتبط بحث و تبادل نظر صورت گرفت.nقابل تذکر است که هدف از نشست های ماهوار صندوق وجهی بازسازی افغانستان بحث در مورد برنامه های جدید، مشکلات موجود و حالت مالی صندوق متذکره می باشد.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-05-11

د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق پراختیایي پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه بیا کتل کېږيnسه شنبه، د غويي ۲۱ مه ۱۴۰۰ هـ.ل nد مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه وکړه.nپه دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت رئیسانو او د اسیا پراختیایي بانک د بېلابېلو پروژو متخصصینو هم ګډون درلود، په سترو پراختیایي پروژو چې د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق (AITF) له لارې د اسیا پراختیایي بانک په واسطه تمویلېږي، د هیواد د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پراختیایي پروژو د طرحې او پلي کولو او د ډیزاین نوي کولو په موخه په ګډه د پروژو په بیا کتنه، لغوه او یا هم د هیواد د اساسي اقتصادي وضعیت لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د پروژو د ښه کېدو په تړاو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.n///nپروژه های انکشافی صندوق وجهی زیربنایی افغانستان جهت تطبیق مؤثر بازنگری می شودnسه شنبه، ۲۱ ثور ۱۴۰۰ ه.ش nعبدالحبیب ځدران، معین مالی و نذیر کبیری، معین پالیسی وزارت مالیه با رئیس عمومی بانک انکشاف آسیائی و رئیس بانک انکشاف آسیائی در افغانستان از طریق کنفرانس ویدیویی دیدار و گفتگو کردند.nدر این دیدار، که روسای وزارت مالیه و متخصصین پروژه های مختلف بانک انکشاف آسیائی نیز اشتراک داشتند، در رابطه به پروژه های بزرگ بانک انکشاف آسیایی که از طریق صندوق وجهی زیربنایی افغانستان(AITF) تمویل می گردد، طرح و تطبیق پروژه های انکشافی مطابق به نیازمندی های دارای اولویت کشور و بازنگری مشترک پروژه ها به منظور تجدید دیزاین، لغو و یا بهبود پروژه ها با در نظرداشت اولویت های اساسی وضعیت اقتصادی کشور بحث همه جانبه نموده و تصامیم مقتضی اتخاذ نمودند.

ADVERTISEMENT

2021-04-26

د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ د افغانستان لپاره د دې بانک په دری کلن عملیاتي پلان (COBP)بحث وشوnدوشنبه د غویي ۶ مه ۱۴۰۰ هـ.لnد مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، نن د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس نریندرا سنګرو، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.nپه دې لیدنه کې، دواړو لوریو د اسیا پراختیایې بانک په درې کلن عملیاتي پلان، د افغانستان لپاره د دې پلان په ارزښت، په دې پلان کې د طبیعي سرچینو، ترانسپورټ، انرژۍ او روغتیا سکټورونو په برخو کې د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په شاملولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې خبرې وکړې.nد مالیې وزارت مالي مرستیال، د اسیا پراختیایې بانک له لوري د افغانستان په زیربنایې سکټور کې له پانګونې څخه مننه وکړه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه څو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.n///nوزارت مالیه و بانک انکشاف آسیایی در مورد پلان عملیاتی سه ساله این بانک برای افغانستان (COBP)بحث کردندnدو شنبه، ۶ ثور ۱۴۰۰ ه.شnعبدالحبیب ځدران، معین مالی وزارت مالیه امروز با نریندرا سنگرو، رئیس بانک انکشاف آسیائی برای افغانستان از طریق کنفرانس ویدیویی دیدار کرد.nدر این دیدار، جانبین در رابطه به پلان عملیاتی سه ساله بانک انکشاف آسیائی، موثریت این پلان برای افغانستان، منابع طبیعی شامل این پلان، شامل سازی پروژه های ملی دارای اولویت در سکتورهای ترانسپورت، انرژی و صحت و دیگر مسایل مرتبط بحث و تبادل نظر نمودند.nمعین مالی وزارت مالیه از سرمایه گذاری بانک انکشاف آسیائی در بخش پروژه های زیربنائی افغانستان تشکری نموده و از این بانک درخواست کرد تا کمک های شانرا به افغانستان تداوم بخشند.

ADVERTISEMENT

2021-04-17

د مالیې وزارت مالي مرستیال د څو اړخیزه پانګونې تضمین په برخه کې د نړیوال بانک له معاون سره ولیدلnشنبه، د وري ۲۸ مه ۱۴۰۰ هـ.لnnد مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق پسرلنیو ناستو په حاشیه کې د څو اړخیزه پانګونې تضمین (MIGA) په برخه کې د نړیوال بانک له معاون هیروشي متانو، او مل ټیم سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه وکړه.nد مالیې وزارت مالي مرستیال په دې لیدنه کې د انرژۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ، کانونو، کرنې او غذایي موادو د پروسس په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونې د فرصتونو په تړاو خبرې وکړې.nپه مقابل کې یې هیروشي متانو، له خپل لوري په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او د تخنیکي مرستو له لارې د خصوصي سکټور د پانګونې او خصوصي سکټور ته د تضمین برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ.n///nمعین مالی وزارت مالیه با معاون بانک جهانی در بخش تضمین سرمایه گذاری چند جانبه ملاقات نمودnشنبه، ۲۸ حمل ۱۴۰۰ ه.شnnعبدالحبیب ځدران معین مالی وزارت مالیه امروز در حاشیه اجلاس بهاری بانک جهانی و صندوق بین المللی پول با هیروشی متانو، معاون بانک جهانی در بخش تضمین سرمایه گذاری چند جانبه (MIGA) و تیم همراهش از طریق کنفرانس ویدیویی دیدار کرد. nدر این دیدار، معین مالی وزارت مالیه در مورد فرصت های سرمایه گذاری سکتور خصوصی در بخش انرژی، مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ترانسپورت، معادن، زراعت و پروسس مواد غذایی صحبت کرد.n بالمقابل هیروشی متانو از جانب خویش در مورد تشویق سرمایه گذاران خارجی در افغانستان و تضمین سرمایه گذاری سکتور خصوصی از طریق کمک های تخنیکی و تهیه نمودن تضمین ها به سکتور خصوصی وعده همکاری نمود.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT

Similar Places:

My official page
The Official Facebook page of Abdul Hassib SEDIQI
ADVERTISEMENT
Director of Disaster Risk Reduction (SMDM) رئیس وقایه و کاهش خطر...
ADVERTISEMENT
عبدالعزیز آریایی، رئيس کمیسیون شکایات انتخاباتی افغانستان
ADVERTISEMENT
Police officer
Chief Advisor to NSA on Strategic and Technical Affairs. He...
ADVERTISEMENT
آمریت کنترول کیفیت در اخیر سال 1397 در چوکات ریاست...
ADVERTISEMENT
Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock وزیر زراعت، آبیاری و مالداری،...
دفتر سمع شکایات صحی Health complaint office
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
The Official Facebook Page of Walid Yousafzai
د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار دفتر / دفتر...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT