ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Kabul > Personal Blog > اقتصادي درسونه Economic lessons

اقتصادي درسونه Economic lessons

(0 Rate)
+93744663910
(0 Rate)
+93744663910

About :

لیکوال, ژباړن او د اقتصادي امورو محصل
ADVERTISEMENT

Contact:

+93744663910

Other Information

Categories:

Personal Blog
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2022-01-26

د ګټې او زیان حساب یا Income statement.!!nnپه مالي امورو کې دا حساب د څه لپاره ترتیبیږي؟!nnپه لنډه توګه ویلی شو چې دا د عوایدو او لګښتونو د پرتله کولو حساب دی، یوه کمپنۍ یا شرکت یې د یوې مالي دورې په پای کې ترتیبوي، او له دې لارې معلوموي چې په دې مالي موده کې د شرکت عواید څومره دي او لګښتونه یې څومره دي؟!nnپه Income statement کې موږ د یوې کمپنۍ ګټه او لګښت معلوموو، په دې کې دوه موارد لیکل کیږي، یو د کمپنۍ لګښت او بل د کمپنۍ عاید.nnلګښتونه یا Expenses :nهغه ارزښت ته ویل کیږي چې د توکو د تولید له کبله کمښت مومي.nnعواید یا Revenues:nهغه پیسې دي چې د توکو یا خدماتو د خرڅلاو څخه لاس ته راځي.nnد Income statement د جوړولو موخه دا ده چې په دې کې د یوې کمپنۍ ګټه او تاوان معلومیږي.nnد income statement حسابي شکل څه ډول ترتیب کړو؟!nnد بېلګې په توګه موږ غواړو د یوه کال په موده کې د یوې کمپنۍ عاید او لګښت معلوم کړو، چې یادې کمپنۍ د یوه کال په موده کې څومره عواید لاسته راوړي دي او څومره لګښتونه یې کړي دي؟!nnنو د ګټې او زیان حساب یا Income statement د انګلیسي توري T په شکل لیکو، په ښي لوري کې یې د کمپنۍ عواید لیکو او چپ لوري ته یې لګښتونه لیکو، او په پای کې یې ګټه او تاوان دواړه معلوموو، چې د لا ښه وضاحت لپاره یې لاندې عکس کې لیدلی شو.nnدرنښت:nلیکوال: دوست محمد احمدزیnnماخذ:nFianancial Accounting- Author . Z- ModasernIncome statement/ Ahmad shahid Lahor.

ADVERTISEMENT

2022-01-19

مالي صورت حسابونه Financial Statement!!nnهغه بنسټیز وسایل چې یوه کمپنۍ، شرکت او بانک یې د محاسبوي معلوماتو او ارقامو تیارونې په برخه کې کاروي د مالي صورت حسابونو په نوم یادیږي، چې په عمومي توګه په لاندې ډول دي.nnبلانس شیټ Balance sheets!!nnبلانس شيټ د شتمنیو، پورونو او د کمپنۍ د شخصي پانګې بېلابېل قلمونه لري او د کمپنۍ مالي موقف څرګندوي.nهره کمپنۍ، شرکت یا اداره غواړي چې د میاشتې یا کال په اخر کې دا بلانس شيټ ترتیب کړي، او له دې لارې نورو ته د کمپنۍ موجوده مالي وضعیت ښایي.nnبلانس شيټ په سرلیک کې درې موارد لیکل کیږيn۱: د کمپنۍ یا شرکت نوم، (افغان ونډه یزه شرکت)n۲: د مالي صورت حساب نوم ( بلانس شیټ)n۳: هغه نېټه چې بلانس شیټ په هغې پورې اړه لري ( ۱۳۹۰ کال د وري میاشت)nnبلانس شیټ درې برخې لري:nشتمني، پورونه او شخصي پانګهnn په سهامي شرکتونو کې د سهم لرونکو پانګه) د بلانس شيټ په وروستۍ برخه کې لیدل کیږي چې د شتمنیو مجموعه د پورونو او شخصي پانګې د مجموعې سره مساوي ده چې دا د بلانس شيټ یو بنسټیز اصل هم بلل کیږي. همدارنګه بلانس شيټ ته د برابرۍ یا تعادل پاڼه هم ویلی شوو.nدرنښت:nد.م احمدزیnResources:nFinance & Accounting- Author Z- ModasernPhoto resource - Z- Modaser page No- 10

ADVERTISEMENT

2022-01-15

د محاسبې ډولونه Types of Accounting.!!nnمالي او حسابي معاملات بېلابېلې برخې لري، چې په اقتصادي امورو کې په کار وړل کیږي، نو له دې امله د نن ورځې درس هم د محاسبې ډولونه دي چې لاندې یې د څو مهمو څخه یادونه کوو.nn۱: مالي محاسبه یا Financial Accounting!nnد محاسبې په دې ډول کې د یوه اقتصادي بنسټ، لکه بانک، کمپنۍ او شرکت د مالي سرچینو، دندې او مکلیفیتونه واضح کیږي، مالي محاسبه د پانګه والو او پور ورکوونکو لپاره د معلوماتو راوړلو یوه مهمه او اساسي سرچینه ده.nn۲: مدیریتي محاسبه یا Managerial Accounting!nnددې ډول محاسبې له لارې اداره او مدیران خپلې اقتصادي کړنې په اغېزناکه توګه مخ ته وړي، مدیران ددې محاسبې په ذرېعه د خپلې کمپنۍ، شرکت یا ادارې موخې ټاکي، بیا د خپلې کمپنۍ تر سره شوې کړنې ارزوي او بیا پرېکړه کوي چې ایا نوي تولیدات عرضه کړي که نه؟nn۳: د لګښت محاسبه یا Cost Accounting!nnدلته په لنډ ډول ویلی شو چې په دې ډول محاسبه کې د یوې کمپنۍ، یا شرکت داخلي لګښتونه تحلیلیږي او بیا ثبت کیږي، همدارنګه په دې محاسبه کې د لګښتونو ځایونو ( موضوع ګانو) او د لګښتونو د وړونکي ( حامل) په اړه بشپړ معلومات وړاندې کیږي چې بیا کمپنۍ یا شرکت کولی شي د همدې معلوماتو نه په راتلونکو پلانونو او پرېکړو کې ګټه واخلي.nn۴: مالیاتي محاسبه یا Tax Accounting!nnپه دې ډول محاسبه کې د مالیاتو اړوند ټول کړه وړه څېړل کیږي، ددې محاسبې اساسي موخه مالیاتي پلان او طرحه بلل کیږي.nمالیاتي پلان هغه پلان دی چې د یوې سوداګریزې معاملې د مالیاتو اغېزو وړاندوینه کوي او د یوې سوداګریزې معاملې کړنه په داسې ډول څیړي چې د مالیاتي پیټي د کمښت سبب وکرځي.nnدرنښت: nدوست محمد احمدزیnSources!nFinance & Accounting- Author Z- ModasernFinancial accounting - Author - A- Shahid nGoogle. com/ Financial Accounting.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2022-01-12

مالي محاسبه یا Financial Accounting!nnتر هر څه لومړی باید ووایو چې یو محاسب یا Accountant باید یو څه د ریاضیکي مسایلو سره اګاه وي څو وکولی شي، په پېچلو او مغلقو محاسبوي قضیو کې په راتلونکي کې برلاسی اوسي.nnمحاسبه Accounting!nمخکې له دې چې محاسبې ته د کتابونو لیکل شوي تعریفونه ولیکو، لومړی باید په ساده توګه ووایو چې محاسبه څه ته وایي؟nnځواب: محاسبه کې اقتصادي کړنې یا معاملات ثبت کیږي، تفسیر ورکول کیږي، ګروپ بندي کیږي، خلاصه کیږي او په اخر کې یې پایلې خپریږي.nnمحاسبه (Accounting): د اقتصادي کړنو د ثبتونې، تفسیر ورکونې، ګروپ ویشنې، لنډون او پایلو خپرونې هنر ته وایي.nnمحاسبه (Accounting): مالي معاملات ثبت کوي، تفسیروي او خپروي.nnد محاسبې دندې( Accounting functions):n۱: ثبتونه! محاسبه په اداراتو، بانکونو او کمپنیو کې مالي معاملات ثبت کوي.n۲: طبقه بندي: په محاسبه کې مالي معاملات له ثبت وروسته طبقه بندي کیږيn۳: لنډیز: محاسبه مالي معاملات په داسې ډول ترتیبوي چې ټولو اړخونو ته د پوهېدو وړ وي.n۴: تفسیر او څېړنه: دې برخه کې د کمپنۍ محاسبوي معاملات او ارقام د راتلونکو پلانونو لپاره کارول کیږي.nnدرنښت: nدوست محمد احمدزیnماخذونه:n۱: کتاب، مالي محاسبه، ذبیح الله مدثرn۲: Book Financial Accounting author Ahmad Rashed Pakistan Lahore.n۳: google.com/ financial Accounting

ADVERTISEMENT

2022-01-10

د اقتصادي درسونو درنو مینوالو!nnله دې وروسته به اونۍ کې دوه ورځې له همدې ځایه تاسې سره د مالي محاسبې اړوند مهم درسونه شریک کړو، مالي محاسبه د اقتصاد پوهنځي بنسټیز او مهم مضمون دی، له ټولو هغه ملګرو سره یې شریک کړئ چې د اقتصاد پوهنځي محصلین دي.

ADVERTISEMENT

2022-01-06

فلزي پیسې (Metalic Money)!!nnپه اقتصاد کې دې ډول پیسو ته غیرې معیاري پیسې وایي، دا ډول پولي واحدونه مرکزي بانک د تبادلې د وسیلې په توګهnبازار ته عرضه کوي، خو د تضمین په تړاو یې پالیسۍ کې څه نه مطرح کوي او نه یې د غوښتنې پر وخت د سپارلو توصیه کوي.nلکه د افغانۍ یوه ګونې، دوه ګونې او پنځه ګونې فلزي پیسېnnدرنښت:

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-12-20

د نړیوال اقتصاد اهمیت (Importace of IE)!!nnلیکوال: دوست محمد احمدزیnnپه نړۍ کې د ملکونو تر مینځ مختلف سیاسي، اجتماعي او کلتوري روابط رامینځ ته کیږي‘ ولې یو ملک نه شي کولای چې په یوازې ډول ژوند مخې ته یوسي‘ ټول ملکونه مجبوره دي چې په خپلو مینځو کې د اقتصادي روابطو په لړ کې خپل وړ ضرورت یو له بل څخه وغواړي‘ د بلې خوا د نړۍ د مختلفو هیوادونو او منطقو اب وهوا، طبعي منابع، د تولید عوامل د عواملو د اندازه او کیفیت سره فرق لري‘ که هیوادونه ډیر پرمختللي هم و اؤسي د خپلو ضرورتونو د رفع کولو او اقتصادي پرمختګ په خاطر مجبور دي چې د نورو ملکونو سره تجارتي روابط برقرار کړي.nپه دې مانا چې خپل تولیدات په نورو و پلوري او د ضرورت وړ شیان د نورو څخه را وغواړي. د بیلګې په ډول امریکا چای، قهوه او ځیني نور میوه جات په خپله نه لري مجبور دی چې د نورو هیوادونو څخه یې لاس ته راوړي او د بلې خوا د خپل صنعت د پرمختګ لپاره نفت، مس، قلعي او نورو خامو موادو ته ضرورت لري او جاپان یو کوچنی هیواد دی ډیرې کمې طبعي منابع لري‘ ولې د تخنیکي لحاظه د پرمختللو هیوادونو په قطار کې راځي‘ نو د خپل تخنیکي پرمختیا په خاطر د نړۍ هیوادونو څخه خپل ضروري مواد غواړي.nnد پرمختیایي هیوادونو واردات د ژوندانه ضرورتونه دي‘ دا هیوادونه د خپلو تولیداتو د خرڅلاو او د ضروري موادو د اخیستنې له لارې د جهاني بازار سره تړلي دي، په لنډه توګه تجارت په نړیوالو اقتصادي روابطو کې یو عمده عنصر ګڼل کیږي. د اجناسو د تجارت څخه علاوه د پانګې ګردش او انتقال په نړیواله سطحه د بین المللي اقتصاد بله برخه تشکیلوي. د پانګې انتقال د مستقیمې او غیرې مستقیمې پانګې اچوونې په شکل صورت نیسي‘ د پانګې ګردش د پرمختیایي هیوادونو اقتصادي پرمختیا لپاره ډیر مهم ګڼل کیږي.nد پانګې ترڅنګ د تکنالوژي انتقال چې په نړۍ کې د تخنیکي ګومکونو تر نامه لاندې صورت نیسي‘ د وروسته پاتې والي په رفع کولو کې مثبت رول لوبوي، په لڼډه توګه نتیجه اخیستلای شو چې نړیوال اقتصادي روابط چې د اجناسو تبادله او د تولید او تولید د عواملو، پانګې، ټکنالوژي او کار ته انتقال په بر کې نیسي‘ د نړیوال اقتصاد اصلي موضوع تشکیلوي نړیوال اقتصادي روابط په مختلفو هیوادونو کې د مربوطه هیوادونو د ژوند سطحې او اقتصادي پرمختیا سره تړلي دي.nنړیوال اقتصاد د یوې خوا تجارتي تبادلوي شرایط او علتونه او د عواملوانتقال په نظر کې نیسي‘ او له بلې خوا د منافعو ویش او د هغې شرایط څیړي، او بالاخره په ملي اقتصاد باندې ددغه تبادلو تاثیرات مطالعه کوي.nnد لوستلو مو زیاته مننهnتر بیا د خدای په امان.

ADVERTISEMENT

2021-12-19

متزاید مالیات(Progressive Taxes)!!nnد مالیاتو دا ډول د عوایدو په تناسب وضع کیږي، هر څومره چې عاید لوړیږي په هماغه اندازه پرې د مالیاتو فیصديnهم زیاته وضع کیږي، او همدارنګه بر عکس هر څومره چې عاید کمیږي په هماغه اندازه پرې د مالیاتو فیصدي هم کمه وضع کیږي.nnپه ډیری هېوادونو کې پر عاید د مالیاتو دا ډول وضع کیږي.nافغانستان هم ددې هېوادونو له جملې څخه دی؛nnدرنښت:

ADVERTISEMENT

Similar Places:

Like our page for news of World CRICKET��
All automobiles are available here ! This the big auto car...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
‏‎ که مې لاسونه د هنر باقره! خاورې نه شوو د...
ADVERTISEMENT
wellcome anyone here. and thank for like an follow
Always be honest in your work and do your best...
ADVERTISEMENT
به امید افغانستان آباد و آرام!
ADVERTISEMENT
حقوقدان _ وکیل مدافع _ استاد آمادگی کانکور و زبان...
سلامونه دوستانو پيج ته ملګري درسره انوايټ کړي مننه
انجینر
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
صفحه رسمی استاد عبد الصمد قاضی زاده استاد...
هر څوک چې مړ شي پداسی حال کې چې د...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT