ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Gardez > Health/Beauty > آیا پـوهــیږئ/Do you know

آیا پـوهــیږئ/Do you know

(0 Rate)
+93779343238
(0 Rate)
+93779343238

Contact:

+93779343238

Other Information

Categories:

Health/Beauty
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-02-26

کیسه تر پایه ولولئ.nد یوې ښځې له خپل خاوند څخه د مردانه کمزورۍ شکایت!nnد سترګو لیدلی حالnد کلینیک دروازه مې په قراره راخلاصه شوه ناروغ په مؤدبانه لهجه د راننوتلو اجازه وغوښته، ما د هو په انداز سر ورته وخوراوه چې دننه راتللی شئ ناروغ زما او د ایښودل شوې چوکۍ په طرف په چټکۍ قدمونه راخیستل شروع کړل، ناروغ د ښه اندام او ښکلې څېرې یو د منځني عُمر درلودونکی ځوان وو،nد ستړي مشي وروسته مې ورته وویل: ځوانه څه مشکل لرې؟nځوان په زړه نازړه لهجه راته په دې انداز شروع وکړه:nډاکټر صیب زما ښځه راته وایي چې ته مردانه کمزوري لرې، ته په مردانه لحاظ په پوره توګه کمزوری یې او کله راته لا وایي چې په تا کې بیخي مردانه صفت نشته!nد ناروغ په خبرو اورېدو حیران شوم چې د یو ځوان ښځه هغه ته داسې وایي چې ته مردانه کمزوري لرې.nخیر له څه لنډو خبرو او پوښتنو وروسته مې یو څه ضروري او مربوطه ټیسټونه ورته ولیکل د ټیسټونو د نتایجو راتللو وروسته راته دا پوره حیرانوونکي وو چې ناروغ پوره صحت مند وو او هیڅ د مردانه کمزورۍ اثرات یې نه وو.nد څو خبرو وروسته یې راته دا هم وویل چې مونږ دوه بچي هم لرو.nناروغ ته مې د ځینو ناروغیو په اړه معلومات ورکړل او د پنځلس ورځو د دوا ورکولو سره مې ورته د پنځلسمې ورځ د بیا راتګ وویل، ناروغ په ښودل شوې نېټه بیا راغی دا ځل ناروغ په ذهني لحاظ سخت مایوسه او خفه ښکارېده راته یې ویل چې ښځه یې اوس هم همدا شکایت لري.nډاکټر صیب څه وکړم کنه زه خو به له خفګان او تشویش مړ شم، زه هم حیران ووم چې یو روغ خاوند ته یې ښځه ولې داسې ووایي، خو له څه فکر او سوچ وروسته مې ورته وویل چې سبا ته او ښځه دې دواړه زما معاینه خانې ته راشئ تر څو ستاسې سم علاج وکړم!nرا روانه ورځ زما د وینا او امید مطابق دواړه راغلل څنګ ته مې پر چوکیو دواړه کېناستل، ښه بي بي وایئ کنه ستاسې څه مشکل دی؟nبې له ځنډه ښځې خوله خلاصه کړه، ډاکټر صیب دا په مردانه لحاظ کمزوری دی!nد ښځې په دې بې باکه خبرې اوریدو سره سخت حیران شوم، خاوند یې د مایوسۍ په شکل خپل نظر په ښځې واچاوه او بیا یې د مرستې غوښتنې په انداز ماته سترګې راواړولې، زه خو یو څه غصه هم شوم چې څرنګه بې حیا ښځه ده لږ ذره شرم او حیاء هم نه لري؟nڅومره په سپین سترګۍ خبرې کوي، خو د خپل مسؤولیت مطابق ما هم د شرم کولو خبره څنګ ته کړه او مسلسل مې پوښتنې ترې شروع کړې کله مې چې ترې وپوښتل ښه ستا له خپل خاوند څخه څه مسئله ده؟nښځې راته شروع وکړه ډاکټر صیب زمونږ دوه بچي دي هغه په جسماني لحاظ بِالکل روغ دي، ښه بي بي نو خاوند دې بیا په مردانه لحاظ کمزوری څنګه شو؟nډاکټر صیب زما پلار په کلي کې اوسیږي، زمینداري کوي مونږ دوه خویندې یو مونږ یې هیڅکله د ملَکُو (د ملک مشرانې ښځې) څخه کمې نه یو ګڼلې خو زما خاوند ماته سپۍ وایي دا نو کوم مردانه صفت شو؟nډاکټر صیب مانه چې کومه غلطي وشي نو دا زما ټولې کورنۍ ته پُوچې او فحش کنځلې (بد رد ویل) کوي، ښه ته ووایه په دې کې زما د کورنۍ څه ګناه ده؟ دا خو مردانه صفت نه دی کنه چې د نورو کور والا ته کنځلې وشي؟nډاکټر صیب ماته مې بابا شهزادګۍ وایي خو دا چې کله غصه شي نو ماته کنجره (فاحشه ښځه) وایي نارینه/مردانه خو هغه وي چې هغه یوې کنجرې ته هم دومره عزت ورکړي چې هغه کنجره پاتې نه شي او سمه عزت داره او پاکه ښځه ترې جوړه شي، خو دا خپلې ښځې ته کنجره او فاحشه وایي دا خو نو کوم مردانه کار نشو کنه؟nښه ډاکټر صیب اوس ته راته ووایه دا په مردانه لحاظ کمزوری نشو؟nزما سر له شرم څخه ټیټ وو، سترګې مه نشوای پورته کولی هیڅ ځواب راسره نه وو، د دې خاوند ورته په رډو رډو سترګو لیدل، نو چې دا خبره وه دا خو تا په کور کې هم راته ویلی شول کنه! پر ما د دومره ذهني فشار راوستلو څه ضرورت وو؟nښځې یې ورته په ژړغوني لهجه پیل وکړ، ته څه فِکر کوې ته چې کله زما خور او مور سره ناجایزه رِشتې جوړوې (هدف یې فحش کنځلې وې) زه به هغه وخت څنګه احساس کووم، زما په زړه څه څه تیرېږي، زه خوشحالیږم؟nله دومره کلُونو ستا له لوري ذهني فشار زغمم نور څه وکړم؟nهغه دواړه لاړل زه تر ډیر وخته په فِکر کې ناست ووم بهر چې ووتلم نو شاګرد مې په لیدلو سره راته شروع شو:nډاکټر صیب هغه ښځه او خاوند چې بهر راووتل ما ورته د نورې دوا وویل چې نسخه مو واخیسته؟nمګر هغه ښځه یې سخته تېزه وه ماته یې ویل وای دوا دې خپل دې پیسې لوټونکي ډاکټر ته ورکړه!nمال څه رښتیا همداسې یې وویل؟nپر خوله مې د کنځلې راتللو سره یو دم ژبه ودرېده.nفِکر راولویده ایا زه هم د مردانه کمزورۍ ښکار یم؟nله همدې خبرې سره په فِکرونو کې ډوب شوم؟nګراونو لوستونکو خدای دې وکړي چې له لیکنې مو څه اخذ او عبرت اخیستی وي راځئ له نن څخه د خپلې مردانه کمزورۍ علاج وکړو په کور کې له بد رد، فحش او پوچ ویلو څخه ډډه وکړو او د خوښۍ او نیکمرغۍ څخه برخمن ژوند ولرو.nn#کاپي

ADVERTISEMENT

2021-02-21

ماهي په بحر کېnد دوی څنګ کې فن فیل هم دی ، چېn دا ماهي د فین بیک ویل او هیرنګ ویل په نامه هم یادیږي. nnدا په دونيا n کې دوهم لوی ماهي دیnnالله تعالی په قرآن کې فرمایي، nnأَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَىْءٍ أَمْ هُمُ الْخٰلِقُونَnnايا دوى له كوم خالق څخه پرته پخپله پيدا شويدي؟ - يا پخپله د خپل ځان هستوونكي دي؟nnأَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَnnايا دوی اسمانونه او ځمکه پيدا کړيدي (دوی یې پیدا کوونکي دي)؟ - اصلي خبره دا ده چي دوى باور نلري.nnأَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَۣيْطِرُونَnnايا ستا د رب خزانې د دوى په ولكه کښي دي؟ - يا پر هغو باندي د همدوى حكم چليږي؟nnإِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِى تَجْرِى فِى الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْأَرْضِ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَnn(ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د پوهي څخه كار اخلي.

ADVERTISEMENT

2021-02-19

خلک حمام کې ولې سندرې وایي؟!nn په حقیقت کې دا پوښتنه په ډېرو څېړنو کې رامنځته شوې ده، خو تر اوسه مناسب او په زړه پوري ځواب نه دی ورته پیدا شوی...nn خبره له سندرو اوښتې ده، ویل کیږي د تشناب کاغذ د اختراع فکر هم په تشناب او حمام کې رامنځته شوی و، اډیسون هم وای حمام کې ناست و چې د برېښنا ګروپ جوړولو فکر یې په ماغذو کې راوټوکیده. ان تر دې چې د فزیک ځینې مهم قواعد له حمامونو راوتلي دي، ویل کیږي ارسطو به ډېر ځله په منډه له حمامه راووت او نارې به یې کړې، چې دغه ده دلته مې پیدا کړه...nn حمام کې نور نوادر او عجایب هم رامنځته شوي دي، دا خبره موږ ټول په یوه خوله منو، زموږ اکثره فکرونه او پرېکړې حمام کې ترسره کیږي، موږ چې حمام کې یواځې شو سندرې هم وایو او له ځانه سره خبرې هم کوو، کله په خوله او لاسونو عجیبه او چټي نغوتې هم کوو! ځیني خو ودونو او ښادیو کې نه ګډیږي خو چې حمام ته شي اتڼ هم کوي!nn ګواکې حمام د شخصي لیونتوب ځانګړی ځای دی! که موږ هر یو له ځانه سره چروت ووهو، پوه به شو چې موږ حمام کې خپل شخصي لیونتوب رابرسیره کوو! لکه هیندارې ته مخامخ له ځانه سره چټي خبرې کول، یا ناڅاپه عجیبه او غریب حرکات پیل کول، فکر کیږي خلک ځکه داسې کوي چې حمام کې د مکملې ازادۍ احساس راپورته شي، هلته سړی له ټولو قیودو او د چاپېریال له هر ډول بندیزه ازاد شي.nn حمام یواځنی ځای دی چې انسان پخپل ماهیت او حقیقت راښکاره شي، هلته زموږ په تفکیر، پرېکړو او خاصه نړۍ کې هیڅوک مداخله نه شي کولی، هلته هیڅ خارجي قید او بست زموږ مخه نه شي نیولی، هلته که څه هم کمه موده یي؛ انسان ځان په امن او له باندنۍ نړۍ بې اندېښنې احساسوي، ځکه هلته د پوره ارام او مکمل راحت او نېکمرغۍ احساس کوي. نو ځکه هلته هر ډول ښه او غوره فکرونه راوریږي.nn زه پوهیږم ما ستاسو هر یوه د زړه خبره راښکاره کړه او تاسو ته به یې پوره خوند درکړی وي، نو شیطان به اندېښنه درواچوي چې ګواکې زه یې هم له حمام او تشنابه درلیکم... خو تاسې باور وکړئ چې داسې هیڅکله نه ده، دا خبرې بل ځوان له حمامه لیکلې وې، ما ایله راوژباړلې...nn:)nnالله مو تل عزتمن او شتمن لره

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-02-17

:ډېر تږی وم، nخو په اوبو کې زهر وnکه مې څکلې هم مړ کیدم،nکه مې نه څکلې هم مړ کیدم...!!!nهمدغه دوه ستونزې وې چې په ټول ژوند کې حل نه شوې...!!!nنه خوب پوره شو، نه هیلې پوره شوې...!!!nوخت وويل: nکاشکې لږ صبر کیدلی...!!!nصبر وويل: nکاشکې مې لږ وخت درلودلی...nباداره! nهر سهار د ګټې لپاره پورته کېږم،nارام د ګټې لپاره وځم، ارام راګرځم...nهنر مې په سړکونو تماشه کوي...nاو قسمت په ماڼيو کې بادشاهي کوي...!!!nژونده!nګیلې درنه ډېرې لرم...nخو، بیا ځکه غلی کېږم...nڅه چې دې راکړي هغه د ډېرو په نصیب کې نشته...nوخت هم عجیبه سوداګر دی...nد ځوانۍ په چل يې ماشومتوب راڅخه واخېست...!!!nاوس د امیرۍ په چل رانه ځواني اخلي...!!!nهره ورځ ستړی ، ستومانه بایللی کور ته راستنېږم...!!!nتر ننه پوی نه شومn چې د ژوند کولو لپاره کار کوم یا د کار کولو لپاره ژوند کوم...!!!nژونده!nستا له مزدورۍ ستړی شوی یم...nڅنګه به وي، حساب سره و نه کړو...؟nډک جیب نړۍ راوپېژندله، تش جیب خپلوان راوپېژندل...!!!nکله به چې خپلې ګټلې، پیسې لګیدلې، پوی به شوم چې شوقnخو د مور او پلار په پیسو پوره کیدهnپه خپلو پیسو خو یوازې ضرورتونه پوره کېږي...!!!nکه د خندا لپاره دې زړه هم نه کېږي، دلته به خاندې...!!!nکه چا وپوښتلې، څنګه يې...؟؟؟nمجبور یې ووایې: n“مزو کې يم”nnیوازینی د شمس د زړه سکون د ذکر نه پرته nnته (.......)یی که ته نه وای کاش ما هم ژوند نه وای کړایnدلته ستا په سر ژوند کومnانشاالله الله(ج) به ستا زما په سر هم بښیnځکه ستا په سر زه ژوندی یمهn nزه وایمnدا د ژوند نندارتون دی...!!!nدلته هر یو کس تمثیل کوي...!!!nدلته د اورلګیت اړتیا نه لیدل کېږي...!!!nدلته انسان له انسانه اور اخلی

ADVERTISEMENT

2021-02-14

که خبر شې چې ستا پسې شاه خلک ستا په اړوند څه څه وايي، نو هماغه ورځ به د نړۍ د پرېخودلو پرېکړه وکړې او له انساني ټولنې به دې بد راشي، نو د خلکو خبرو ته غوږ مه ږده، هڅه مه کوه، پوه شې خلک ستا په اړوند څه وايي.nnستا دنده دا نده چې خلکو ته ځان ښه ثابت کړې، ستا دنده دا ده چې ښه و اوسې، ته بايد خپل کار وکړې او خلک خپل کار ته پرېږدې، که د خلکو له خبرو کولو څخه پرته نور څه زده وی هغه به یې کړي وه.

ADVERTISEMENT

2021-02-10

آیا پوهیږئ......!n‏جالب او حیرانونکی خبر!!!nپه جرمني کې دغه ودانۍ داسې جوړه شوې چې د باران د ورېدو په وخت کې موسیقي غږوي.

ADVERTISEMENT
2021-02-10

که سل کاله هم کاغذ لمر ته ونيسې څه به پرې پېښ نه شي، خو که ډېر کم هم د ذره بين له لارې لمر وړانګې پرې وغورځوې، اور اخلي.nځکه چې د وړانګو تمرکز پرې وشيnنو هر کار چې سرته يې رسوې چې تمرکز پرې ونکړې ، هرڅومره وخت چې ورته تېر هم کړې سمې او دقيقې پايلې ته به ونه رسېږې.nاينسټګرام ته راشئ

ADVERTISEMENT

2021-02-07

آیا پوهیږﺉ چي فینګر پرینټ څنګه رامنځته شو ؟nnد ګوتي نښي يا فينګر پرينټ مېتود په ۱۸۸۰م کال کي يعني ۱۴۰ کاله ترمخه انګريزي توکم پېژندونکي فرانسيس ګالټن کشف کئ. ده ويل په نړۍ کي د ټولو خلګو د ګوتي نښي فرق کوي او د هيڅ دوو کسانو هغې ورته نه دي ځکه نو ددې لاري کېدلای سي مجرمين په آسانئ سره وپېژندل سي.nnحال داچي الله تعالی ج څوارلس سوه کاله ترمخه په قرآن کريم کي د کفارو د هغي پوښتني په بدل کي ددې څه يادونه کړې ده چي ويل به يې کله چي انسانان مړه سي، ښخ کړل سي او هډوکي يې تجزيه سي نو بيا څه ډول کېدای سي چي د قيامت په ورځ دي ددوی هډوکي بيرته سره راجمع سي.nالله ج د سورت قيامه په ۳ او ۴ نمبر آياتو کي د کفارو ددې پوښتني په هکله فرمايي: nnژباړه: "آيا انسان فکر کوي چي موږ يې بياځلي هډوکي نسو راجمع کولای؟ په حقيقت کي موږ دده د ګوتو نښانونه هم بيرته جوړولای سو." سبحان الله ، nالله اکبر ...C

ADVERTISEMENT

2020-12-20

نه یوازې ښځې د ژړا سره عادت دي بلکې نارینه هم ډیری وختونه ژاړيnnکله چې د پلار تر څنګ د مور پر ځای یوه بله ښځه وګوريnهغه نارینه بې موره یتیم دیnکله چې یې ګرانه خورکۍ د بل کور ته ځي nهغه نارینه د خور نشتون ژړويnکله چې یې مور ، میرمن او لور خپل زیور او ګاڼه پلوريnهغه نارینه د بې وسی مسکینی له وجهې ژاړيnکله چې د مجبوری په پار دندې / وظیفي لپاره انټرویو ته ورشيnهغه نارینه د رد جواب وموندي ژاړي

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT

Similar Places:

مونږ خاص د الله د رضا لپاره کار کوو. نه...
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ زموږ پېج لایک او د...
ADVERTISEMENT
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاتهُ! ده حمیدالله همدرد سره انګلیسي...
ADVERTISEMENT
This page is created to aware our people about the...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
يوازي کرکيټ معلومات لپاره
Welcome to 203rd Thunder Corps official Facebook page. We...
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
کیفیت و اصلیت شعار ماست. و رضایت خاطر شما...
صــحت ثــروت است
Responsible of afghan Bodybuiling club
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT