Apartment 12, Block A, Shadab zafar apartments, Khushal khan maina
0093 (0) 202561669
Apartment 12, Block A, Shadab zafar apartments, Khushal khan maina
0093 (0) 202561669
About :
د خیبر دره که لار د تلو راتلو ده - په کابل او پېښور کې افغان یو دی
Description:
افغان ټولنپال ولسواک ګوند
بنسټ
د افغان ټولنپال ولسواک ګوند بنسټ د ۱۳۴۴ ل کال د کب په ۱۷ مه ( ۱۹۶۶ م کال د مارچ ۸ مه) په کابل کې د ۶۲ هېوادپالو افغانانو له خوا کېښودل شو.
بنسټیز ارزښتونه
د افغانستان د تاریخ په الهام سره دغه ګوند خپلواکي، د خاورې بشپړتیا، اسلام، ملت پالنه، ملي یووالی، دېموکراسۍ، پرمختګ او ټولنیز عدالت خپل بنسټیز ارزښتونه وټاکل چې د ګوند په لومړۍ کړنلاره کې په ۱۳۵۶ ل ( ۱۹۷۳ م) کې د......
افغان ټولنپال ولسواک ګوند
بنسټ
د افغان ټولنپال ولسواک ګوند بنسټ د ۱۳۴۴ ل کال د کب په ۱۷ مه ( ۱۹۶۶ م کال د مارچ ۸ مه) په کابل کې د ۶۲ هېوادپالو افغانانو له خوا کېښودل شو.
بنسټیز ارزښتونه
د افغانستان د تاریخ په الهام سره دغه ګوند خپلواکي، د خاورې بشپړتیا، اسلام، ملت پالنه، ملي یووالی، دېموکراسۍ، پرمختګ او ټولنیز عدالت خپل بنسټیز ارزښتونه وټاکل چې د ګوند په لومړۍ کړنلاره کې په ۱۳۵۶ ل ( ۱۹۷۳ م) کې د افغان ملت په جریده کې خپاره شول.
لومړني هدفونه
د ۱۳۴۰ په لسیزه کې اقتصادي وروسته والی، د ملي شتمنو غیر عادلانه وېش او د سیاسي دېموکراسۍ کمزوري د افغاني ټولنې لویې ستونزې وې، نو ځکه د دغو ستونزو له منځه وړل د ګوند لومړني هدفونه وټاکل شول.
سیاسي چارې
افغان ټولنپال ولسواک ګوند د افغانستان په خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خاورې په بشپړتیا عقیده لري او د هېواد په افغاني او اسلامي هویت ټینګار کوي. په افغانستان کې ملي حاکمیت په خلکو پورې اړه لري او حکومت باید د خلکو په خوښه د انتخاباتو له لارې جوړشي. افغان ټولنپال ولسواک ګوند د دولت د درې ګونو قواو ( قضاء یه، اجراء یه او مقننه ) په بېلتون، پارلمانې دېموکراسي، د ښځو او نارینه وو د حقوقو په مصوء نیت، د غیر دولتي ټولنو په جوړښت او سیاسي پلورالیزم ټینګار کوي.
د ګوند انتخابي مشران
ارواښاد دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد ۱۹۶۶ تر ۱۹۸۳
ډاکټر محمد امین واکمن ۱۹۸۴ تر ۱۹۹۵
ډاکټر انورالحق احدي ۱۹۹۵ تر ۲۰۱۲
ډاکټر محمد امین واکمن ۲۰۱۲ تر ننه پورې
د ګوند خپرونه
د افغان ټولنپال ولسواک ګوند خپرونکی اورګان (افغان ملت) نومېږي چې د ۱۳۴۵ کال نه را په دې خوا خپرېږي.
اقتصادي چارې
د اقتصاد په برخه کې دغه ګوند د یوه مختلط اقتصادي سیستم پلوي کوي.
موږ د دولتي سکتور تر څنګ د سوسیال دیموکراتیک اقتصاد د پرنسیپونو په اساس د خصوصي سکتور ملاتړ کو چې ټولنیز عدالت په کې په نظر کې نیول شوی وي.
کلتوري چارې
افغان ټولنپال ولسواک ګوند زموږ د کلتور د افغاني او اسلامي اړخونو په وده ټینګار کوي او د نړیوال تمدن سره هر اړخیزې اړیکې د افغاني کلتور غنابولي.
ښوونه او روزنه
په دې برخه کې افغان ټولنپال ولسواک ګوند د داسې بدلون غوښتنه کوي چې د هېواد ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه مساعده کړي، ملي شعور او د هېوادپالنې احساس وروزي، د هېواد افغاني او اسلامي هویت عښتلی او د اداري او اقتصادي موسساتو د فني پرسونل اړتیا پوره کړي.
بهرنی سیاست
په بهرنیو چارو کې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند د ټولو هېوادونو په تېره د ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي او په دغو روابطو کې د هر څه نه مخکې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې نیسي. دا ګوند په هېواد او نړۍ کې سوله غواړي.
په بهر کې اوسېدونکي افغانان
افغان ټولنپال ولسواک ګوند په دې اند دی چې حکومت باید په بهر کې د افغانانو او افغانستان تر منځ روابط ټینګ کړي او افغانان په خپل هېواد کې د پانګې اچونې لپاره وهڅوي. دغه هدفونو ته د رسېدلو لپاره لازمه ده چې حکومت د سفر او ویزې اسانتیاوې برابرې کړي. دا کار به نه یوازې د افغانانو لپاره ګټور وي، بلکې د هېواد اقتصاد به هم پیاوړی کړي.
more
Contact:
Apartment 12, Block A, Shadab zafar apartments, Khushal khan maina
0093 (0) 202561669
Inappropriate listing?Request for Deletion
Featured Articles:
This the response we received from President Biden regarding the crisis in Afghanistan.
Similar Places:
د پښتنو لر او بر یووالی ته کار وکړی زما...
حرکت اسلامی افغانستان در سال ۱۳۵۸ تشکیل شد، و در...
د لوی افغانستان یووالی او روان بحران لپاره د حل...
کنگرس ملی افغانستان اولین نهاد مدافع حقوق بشر و دموکراسی...
یک حزب وزین و رسمی در افغانستان