ADVERTISEMENT
Home > Afghanistan > Jalalabad > Government Organization > د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست

(0 Rate)
street 2 Rokhan Mina
+93777778686
(0 Rate)
street 2 Rokhan Mina
+93777778686

About :

داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کورنیو ته رسیده ګی کول زمونږ موخه ده
ADVERTISEMENT

Contact:

street 2 Rokhan Mina
+93777778686
0.0002949324173044, 0.00032941802
ADVERTISEMENT

Other Information

Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form
ADVERTISEMENT

Featured Articles:

2021-11-17

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت او د (IRC) اداری په مالی مرسته (90) داخلی بیځایه شوو کورنیو سره د ژمنی، خوراکی او غیر خوراکی توکو د خریداری په موخه نقدی مرستی ترسره شوی.nدا په داسی حال کی دی چی یادی کورنی د لغمان، کنړ، نورستان او د ننګرهار ولایت داخلی ولسوالیو څخه د ننګرهار ولایت مختلفو سیمو ته بیځایه شوی وی چی نن هر کورنی سره (۴۰۰۰۰) څلویښت زره افغانی د ژمنی، خوراکی او غیر خوراکی توکو د خریداری په موخه نقدی مرستی ترسره شوی.nد کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی پدی هڅو کی یو څو پخوا بیځایه شوو کورنیو سره مختلف النوع مرستی ترسره او د تازه بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره هم پلان برابر شوی چی ان شاءالله د سروی وروسته مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.

ADVERTISEMENT

2021-11-15

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت او د خوراک نړواله (WFP) اداری په مالی مرسته (۱۰۰) کورنیو سره د خوراکی توکو مرستی ترسره شوی.nدا په داسی حال کی دی چی یادو کورنیو سره تر دی مخکی د مختلفو بین المللی ادارو لخوا د غیر خوراکی او د یوی میاشتی په موخه د خوراکی توکو مرستی ترسره شوی وی.nد کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی پدی هڅو کی یو څو پخوا بیځایه شوو کورنیو سره مختلف النوع مرستی ترسره او د تازه بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره هم پلان برابر شوی چی ان شاءالله د سروی وروسته مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.

ADVERTISEMENT

2021-11-14

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د UNHCR/ WAW، IOM ، IRC او اسلامک ریلیف ادارو په مالی مرسته د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو د ژمنی مرستو په موخه سروی جریان لری.nدا په داسی حال کی دی چی یو شمیر کورنی پدی وروستیو کی د ناورینونو له امله بیځایه او یو شمیر ئی د افغانستان مختلفو مرزونو له لاری ننګرهار ولایت ته راستانه شوی او پخوا هم دغو کورنیو سره بشری مرستی ترسره شوی چی یو ځل بیا به ورسره د سروی وروسته ژمنی مرستی ترسره شی.nد کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی اوس مهال د ژمنی مرستو په موخه د کورنیو سروی د ننګرهار ولایت په حصارک، شيرزاد، خوګياني، پچيراګام، ده بالا، غني خيل، اچين، سپين غر، بهسود، سرخرود، او جلال اباد ښارمختلفو سیمو کی جریان لری چی مستحقو کورنیو سره به د سروی وروسته له ځنډ پرته ژمنی مرستی ترسره شی

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-11-12

د ننګرها ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئيس ښاغلی اکرام الدین ( مفتون) په لارښونه د اسلامیک ریلف اداری په مالی مرسته د پچیرآګام په ولسوالی کې د خوراکی او غیر خوراکی توکو د مرستو په موخه سروی پیل شو.nښاغلی مفتون وایئ د پچیرآګام په ولسوالی کې سروی په داسی حال کی پیل شو چې یو شمیر کورنۍ پخوا د جنګونو له امله متضرر شوی او یو شمیر کورنۍ د افغانستان مختلفو مرزونو له لاری یادی ولسوالی ته راستانه شو، ښاغلی مفتون زیاته کړه هر هغه کورنۍ چې د سروی ورسته د مرستو لپاره انتخاب شو له ځنډ پرته به د پچیرأګام ولسوالۍ ښاغلی ولسوال صاحب په هماهنګی د خوراکی او غیرخوراکی توکو مرستی ترسره شی.

ADVERTISEMENT

2021-11-03

ننګرهار: ۱۴۴۳/۳/۲۷nد ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د UNHCR اداری په مالی مرسته (۲۵۰) داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د لمریز برښنا په موخه د سولر وسایلو مرستی برابر شوی.nدا په داسی حال کی دی چی (۱۱۷) کورنی د افغانستان مختلفو سیمو او د ننګرهار ولایت داخلی ولسوالیو څخه را بیځایه، (۱۲۴) کورنی د افغانستان مختلفو مرزونو څخه ننګرهار ولایت ته راستانه شوی وی او د دی ترڅنګ (۹) ځایی بیوزلی کورنی چی د برښنا ستونزو سر مخ وو د UNHCR اداری د سروی وروسته نن (۱۳۰) کورنیو ته د سولر وسایل توزیع شو چی هر کورنی ته ۲ د سولر تختی، ۲ دانی بطری، ګرپونه ، سویچونه، لین، کنترولر، د سولر تختی لپاره چوکات او ۳۰ امریکایی ډالر د ترانسپورټ لپاره ورکړل شوی، همدا راز پاتی (۱۲۰) کورنیو ته به سبا د پنجشنبی ورځ دغه وسایل توزیع شی.

ADVERTISEMENT

2021-11-01

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د UNHCR اداری په مالی مرسته د (۹۰۰) داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د ژمنی مرستو د ویش لړی پیل شو.nدا په حال کی دی چی د نوموړو کورنیو څخه یو شمیر کورنی پخوا بیځایه شوی او یو شمیر ئی د افغانستان مختلفو مرزونو له لاری خپل هیواد ته راستانه شوی وی یادو کورنیو سره تر دی مخکی هم بشری مرستی ترسره شوی وو، اوس بیا ځلی د UNHCR اداری لخوا د ژمنی مرستو په موخه سروی او مرستو د ویش لړی ئی پیل شو چی هری کورنی ته به د ژمنی توکو د خریداری په موخه (۲۶۵) ډالر ورکول کیږی.nد ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه مو مختلفو مرستندویو ادارو سره ناستی کړی ان شاءالله ټولو اړمنو بیځایه شوو او راستنیدونکو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT
2021-10-18

د افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست ورځینی فعالیتونه!nننګرهار: ۱۴۴۳/۳/۱۱nد افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د WFP اداری په مالی مرسته او د RRDPO اداری په تخنیکی همکاری (۱۲۷) داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو سره د یوی میاشتی په موخه د خوراکی توکو مرستی ترسره شوی.nدا په داسی حال کی دی چی (۴۲) کورنی پدی وروستیو کی د تورخم بندر له لاری خپل هیواد ته راستنی او (۸۵) کورنی د افغانستان د مختلفو ولایاتو او د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو څخه را بیځایه شوی وی چی نن هری کورنی ته خوراکی توکی وویشل شوی.n د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون زیاته کړه چی په ننګرهار کی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره مختلف النوع پروژی منظور او پیل شوی چی ان شاء الله ټولو مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی تر سره شی.

ADVERTISEMENT

2021-10-11

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راسنیدونکو چارو نوی رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون ټولو مرستندویو ادارو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل شو.nد تیرو دوو ورځو څخه را پدی خوا مرستندویه اداری لکه DRC, SCI, IRC COAR, WHH, IOM او نوری اداری د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مفتون سره د لیدنی پر مهال هری اداری مسولین پر ترسره شوو، روانو او راتلونکی برنامو باندی رڼا څرګنده کړ.nد ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئیس ښاغلی مفتون لخوا ټولو ته هرکلی وشو او زیاته ئی کړه هر هغه اداره چی د دی کړیدلی ملت لپاره د خیر او بشری مرستو رسولو لپاره ګام پورته کوی د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست لخوا ورته هرکلی او د هر راز همکاریو ډاډ دی.nښاغلی مفتون ټولو مرستندویو ادارو ته د ډاډ ترڅنګ هیله څرګنده کړ څو داخلی بیځایه شوو کورنیو اړتیاوو ته په کتو مرستی ترسره کړی، نوموړی وائی چی اوس مهال د ننګرهار ولایت په لرو پرتو سیمو کی چی د بیځایه شوو کورنیو په اصلی ټاټوبی کی کورنی تخریب شوی باید د سرپناه برنامی ورته پلی شی، هغه کورنی چی عاجل بشری مرستو ته اړتیا لری بشری مرستی ورسره وشی او زیاته ئی کړ چی د بشری مرستو ترڅنګ باید داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته اقتصادی برنامی پلی شی.

ADVERTISEMENT

2021-10-04

په ننګرهار کی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د مختلف النوع مرستو او همکاری په موخه د DRC اداری سره ناسته ترسره شو.nnپه یاده ناسته کی د DRC اداری د کابل څخه راغلی پلاوی ښاغلی حاجی صاحب طاهر، د DRC اداری د ننګرهار ولایتی مسول ښاغلی ضیا مایار، د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مدثر همراز او د کډوالو چارو ریاست د حمایت حقوقی امر ولی محمد الله یار ګډون درلود.nnپه ننګرهار کی د DRC اداره په مختلفو برخو کی فعالیت لری، نن د کډالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مدثر همراز سره د ناستی په ترس کی خپل د اداری اړوند ترسره شوی، جریان او راتلونکی فعالیتونو باندی رڼاڅرګند کړ.nnد DRC اداری ولایتی مسول ښاغلی ضیا مایار وائی چی په تیر کی (۶۰۷) تنو نارینه او ښځینوو ته د کورنی د نفقی په موخه نوموړو ته واړه کاروبار زمینه او په همدی موخه ورسره نقدی مرستی ترسره شوی وی، اوس غواړی چی د نوموړی پروژی نظارت ترسره، او د تجارت د لا پراختیا په موخه د ښځینه او نارینه کارمندانو لخوا ورته لازمی مشوری ورکړل شی،۱۲ تنه چی پخوا د حرفوی زده کړو لپاره انتخاب شوی وو د هغوی سنتر د بیا پرانیست ژمنه، د ۱۰ ښځینوو تولیدی ګروپونو (۵) ورځینی ورکشاپونو بیا پیل او د ښځینه کارمندانو لخوا د هغوی نظارت کول، د وړو تجارت لرونکو متشبثینو لپاره د تجارت د نظریاتو د تبادله کولو لپاره غونډی جوړول، د وړو تجارت لرونکو تولیداتو ته د مارکیټ پیدا کولو په موخه په مربوطه سیمو کی جداګانه نمایشګاه جوړول، د کوټ ولسوالی (۴۰) پخوا انتخاب شوو کسانو ته د تجارت د پیل لپاره نقدی مرستی ترسره کول، د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کی (۷۹) پخوا سروی شوی کورنیو ته د کور کرایه د ورکړی لپاره نقدی مرستی ترسره کول، او همدارنګه (۲۵) تازه کورنی چی د کور کرایه لپاره اړمن او شرایطو ته برابر وی انتخاب کړی.nnد ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مدثر همراز د یادی اداری د مسولینو څخه د مننی په څرګندولو سره زیاته کړه چی دغه پروژی بنسټیز اړخ لری او په افغانستان کی د دی په څیر فعالیتونو ته اړتیا لیدل کیږی او وی ویل چی د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست رهبری او کارمندان به پدی برخه کی هر اړخیز همکاری وکړی، ښاغلی همراز د یادی اداری څخه هیله څرګند کړ ترڅو دغه پروژی نه یوازی د ننګرهار ولایت په ښاری او نیمه ښاری سیمو کی پلی شی بلکه دغه پروژی دی باید لرو پرتو سیمو ته وغځول شی، د یوی خوا به د مستحقو کورنیو د اقتصاد وده شوی وی او د بلی خوا پخپله خوخه د بیا میشته کیدنی لپاره زمینه برابریږی.

ADVERTISEMENT

ADVERTISEMENT

Similar Places:

سلام زه له تاسو لپاره په زړه پوري معلومات...
Online advertising services
For inquiry contact us by email. And WhatsApp +93787878876....
ADVERTISEMENT
دلته را سره ډېر نوي څه اورېدلی، کتلی او لوستلی...
ADVERTISEMENT
طبي تازه او په زړه پوری معلومات
زرغون ننګرهار خصوصي ښوونځي صفحې ته ښه راغلاست�
ADVERTISEMENT
International Visas Travel Consulting Travel Documentation Study Beyond Borders Tickets Haj...
ADVERTISEMENT
You can Learn English and Computer information here.
ADVERTISEMENT
The Muslim UMMAH, i like one body .if on part...
Experience the magic
https://en.wikipedia.org/wiki/Abdul_Haq_(Afghan_leader)
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT
نن مي د فيسبوک د دوستانو ليست پنځه زرو ته...
Abdul Wakil High School
کانکوري سوالونه او اسلامي معلومات
ADVERTISEMENT
ADVERTISEMENT